ولسمشر غني: هر څوک چې د دولت پر وړاندې وسله اخلي، د هېواد دښمن دی
ښاغلي غني دا څرګندونې پرون د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د اجرأتو د ارزیابۍ لپاره جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې او زیاته یې کړه:
"هیله مند یم چې تاسو ته به اوس څرګنده شوې وي چې ولسمشر مو د هغو ولسمشرانو له ډلې نه دی چې کله وايي دوست او کله وايي دښمن، د دښمن تعریف روښانه دی او ستاسو دنده د افغانستان د دښمن ځپل دي."
ولسمشر غني همداراز د پولیسو پر ځانګړو ځواکونو چې د ده په وینا د ملکي وګړو د تلفاتو په مخنیوي کې اساسي رول لوبوي، د لا زیاتې پانګونې پر اړتیا ټینګار وکړ.
