اوکراین: روسیه پر انتخاباتو د څارونکو په توګه کار نه شي کولای
د پارلمان غړو دا قانون په دې هېواد کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې تصویب کړ.
ټاکل شوې چې د اوکراین د ولسمشرۍ انتخابات په راروانه میلادي میاشت کې ترسره شي.
د دې قانون له مخې روسیه نه شي کولای چې د اوکراین پر انتخاباتو د څار لپاره خپل څارونکي حتی په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان په چوکاټ کې هم دې هېواد ته واستوي.
اوکراین او روسیه دواړه د دې سازمان غړي دي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په اوکراین کې د ولسمشرۍ پر انتخاباتو د څارنې لپاره د دوو روسانو په ګډون د څارونکو یو فهرست چمتو کړی، خو په نوي قانون کې چې باید ولسمشر یې توشېح کړي، ویل شوي چې د هغو هېوادونو وګړي نشي کولای چې د انتخاباتو څارونکي وي چې پارلمان د یرغلګرو په توګه پېژندلي دي.
روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې کریمیا اشغال کړه او د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ میاشت کې د اوکراین پارلمان دا هېواد د یرغلګر په توګه اعلان کړ.
