فرانسه د اروپايي ټولنې د انرژۍ د مارکېټ په مقرره کې د بدلون ملاتړ کوي
ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې غړي نن د فبرورۍ په اتمه نېټه په بروکسل کې په خپله غونډه کې له نورو نل لیکو سره د اروپايي ټولنې د ګاز د مارکېټ د نښلولو په اړه بحث وکړي چې یوه به پکې تر بالتیک سمندرګي لاندې اوبو کې، د شمالي سټریم دوه په نوم پلان شوې نل لیکه وي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرو په درشل کې پرون په یوه بیان کې وویل، پاریس په پام کې لري چې په دې مقرره کې د بدلون ملاتړ وکړي.
په بیان کې راغلي دي چې فرانسه به د دې مقررې په متن کې د احتمالي بدلونونو لپاره له خپلو شریکانو په تېره جرمني سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
دا اقدام ښايي د پاریس او برلین ترمنځ د اختلاف باعث شي، ځکه جرمني له روسیې سره په ګډه د ۱۲۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د دې نل لیکي ملاتړ کوي، خو امریکا او د ختیځې او مرکزي اروپا هېوادونه یې مخالفت کوي، ځکه د شمالي سټریم دوه نل لیکه د اوکراین پر لاره له اوسنۍ نل لیکې جلا پلان شوې ده.
