د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ٣٧ مخالف وسلهوال وژل شوي دي. دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لغمان ، ننګرهار، کاپیسا، پروان، غزني، کندهار، ارزګان، سرپل، بلخ، تخار او هلمند ولايتونو کې شوي دي. د اعلاميې په حواله پهدغو عملياتو کې ١٠ تنه نور وسلهوال ټپيان شوي او ٤ نور مشکوک کسان نيول شوي دي. ويل شوي پهدغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيول شوي دي. د دولت کومې مخالفې ډلې پهدې اړه تبصره نهده کړې. Читать дальше...
د غزني چارواکي وايي، پهدې ولایت کې ۷ وسلهوال طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ته دا تلفات پرون په قرهباغ ولسوالۍ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې اوښتې دي. د ښاغلي نوري په خبره پهدې هوايي برید کې د خالد نصرت په نوم د طالبانو یوه قوماندان هم وژل شوی دی. د غزني د والي ویاند وايي، پهدې حمله کې ملکیانو ته زیان نهدی اوښتی. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دا پېښه تأییدوي،خو وايي یوازې دوه طالبان پهدې برید کې وژل شوي دي.
په کشمیر کې پر هندي ځواکونو تر وروستي ځانوژونکي برید وروسته، نوي ډیلي له پاکستانه غوښتي دي چې پرخپله خاوره تروریستي ډلې وځپي. د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پرون د موټر بم پهواسطه په شوي انتحاري برید کې ۴۴ هندي پولیس ووژل شول. دا په لانجمنه سیمه کشمیر کې په څو کلونو کې پر هندي ځواکونو تر ټولو خونړۍ برید بلل شوی دی. د هند د کابینې یوه وزیر ارون جیتلي ویلي، هند به د دې برید بدل واخلي او په خبره يې کافي شواهد لري چې ښيې پهدې حمله کې پاکستان لاس لري. هند پر پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې له سخت دریځو وسلهوالو ملاتړ کوي. Читать дальше...
اسلام اباد د هندي حکومت او رسنیو له لوري "بې له تحقیقاتو له پاکستان سره د هغې حملې د تړاو تور ردوي." په کشمیر کې تازه برید ښايي د نوي دلي او اسلام اباد
پهداسې حال کې چې لاهم د یو شمېر ولایتونو د ولسي جرګې وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوي د انتخاباتو د نوي قانون له مخې د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونو کمېشنران له دندو ګوښه کړل شول.
له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو دا دی ۳۰ کاله پوره شول. د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د جینوا د تړون له...
کابلوف ویلي دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به په دغه هېواد کې د قدرت خلا رامنځته نهشي.
ټاکل شوې چې د افغانستان کرنیز محصولات د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دُبی ښار کې نندارې ته وړاندې شي. د افغانستان د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دا نندارتون به د فبروري میاشتې له ۱۷ څخه تر ۲۱ مې پورې پرانېستی وي. ښاغلي رستمي زیاته کړه: "پهدې نندارتون کې زموږ داخلي شرکتونه او کمپنۍ او زموږ سوداګر هم ګډون کوي." د کرنې وزارت ویاند زیاته کړه چې اټکل کېږي افغان سوداګر به د نندارتون تر پایه له نړیوالو سوداګرو سره د ۴۰ او ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، جنرال دین محمد جرأت دوه پوځي موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات چې ورسره وو، دې وزارت ته وسپارل. د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې په دې اړه نور جزئیات ورکړل: "ښاغلي دین محمد جرأت دوه هاموي موټر، دوه دهشکې او د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې مرمۍ د کورنیو چارو وزارت ته وسپارلې او ژمنه یې وکړه چې راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ به ټول پاتې شیان هم د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري." د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ دین... Читать дальше...
د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې پرون په یو چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي ټپیان شول. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه تېر ماښام د بهسودو پله ته نېژدې د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې وشوه: "چاودېدونکي مواد په یو بایسکل کې ځای پرځای شوي وو چې چاودېدلي دي. په دې چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي چې د یوه ټپي روغتیایي حالت نازک او د دوو نورو د ډاډ وړ دی." د دې چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.
د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د افغانانو پر ګډون ټینګار کوي او وایي چې افغان حکومت باید د سولې د هڅو مهمه برخه وي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې له خپلو ترکي او ایراني سیالانو سره په کتنه کې یې پر دې موافقه وکړه چې د سوریې....
سني بېلتونپالې ډلې جیش العدل د هغې حملې ذمه واري منلې خو د فبرورۍ پر ۱۴مه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر ټوېټر په یوه بیان کې هڅه وکړه چې د
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران هغه ادعا بې بنسټه بللې ده چې وايي د ایران په جنوب ختیځ کې په وروستۍ ځان وژونکې حمله کې د امریکا او د امریکا د سیمهییزو متحدانو لاس و. د چهارشنبې په ورځ په سیستان او بلوچستان ایالت کې د ایران د سپاه پاسداران د موټرو پر یوه کاروان په ځان وژونکي حمله کې د دې ځواک ۲۷ افسران ووژل شول. د دې برید مسوولیت د جیش العدل په نوم یوې بیلتونپالې سني افراطي ډلې منلی دی خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون پنجشنبې په یو مرکه کې وویل، د دې حملې او په وارسا... Читать дальше...
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پرون په یوه موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه ۴۴ تنه هندي پولیس افسران ووژل شول. عیني شاهدان وايي، د چاودنې غږ یې له ډېرو لېرې سیمو څخه واورېده. دا په تېرو څو لسیزو کې د کشمیر په متنازع سیمه کې تر ټولو خونړۍ حمله وه او اټکل کېږي چې د نوې ډیلي او اسلامآباد په اړیکو کې کړکېچ به لا زیات کړي. د جمو او کشمیر پر لویه لاره د هند د پولیسو د ریزرف ځواک د موټرو پر کاروان د دې برید مسوولیت جیش محمد ډلې چې مرکز یې په پاکستان کې دي منلی. هند له پخوا راهیسې پر پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې د افراطي وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي. Читать дальше...
۳۰کاله وړاندې د فبرورۍ په ۱۵ د يوه مارکسيست حکومت د ملاتړ لپاره له يوې ورانونکې جګړې وروسته،وروستۍ شوروي سرتيرۍ له افغانستان نه ووت. د شوروي سرتيرو وتلو د پيښو يوه لړۍ پريښوده چې لا هم په مسکو، کابل،او واشنګټن کې محسوسيږي. رضوان مراد په دې اړه د ازادۍ راډيو دخبر د برخې راپور لري.
د شوروي اتحاد ځواکونه د نهو کلونو له پاره په افغانستان کې پاتې شول او پدې موده کې له مجاهدینو سره په خونړیو جنګونو بوخت وو، خو په افغانستان کې ورانوونکي جنګونه وروسته له هغې پیښ شول، چې د شوروي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي وو. ویډیو: مولټي مېډیا ټیم اېډېټ: ابراهیم صافی
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.