د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان نوي ډهلي ته ورسېد
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پرون شپه نوي ډهلي ته ورسېد.
د هند صدراعظم ناریندرا مودي د هغه هرکلي ته ورغلی و.
هند او عربستان د تیلو او نورو اقتصادي پروژو په برخه کې شاوخوا ۲۷ میلیارده ډالره سوداګري لري.
تمه ده چې هند ته په دوه ورځني سفر کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د انرژۍ او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې نوې پانګونې اعلان کړي.
محمد بن سلمان له پاکستان وروسته چې پهدې وروستیو کې په هندي کشمیر کې د هندي ملېشهوو د وژل کېدو په خاطر د هند له تُند ګواښ سره مخ دی نوي ډهلي ته ولاړ.
سلمان په پاکستان کې هم د شاوخوا شلو میلیاردو ډالرو په ارزښت د څو لویو اقتصادي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.