رستمي: د کرنې او مالدارۍ وزیر بهرني پانګهوال پانګونې ته هڅولي
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُراني په دُبۍ کې د مېشتو ۲۰ جاپاني کمپنیو او یو شمېر سترو شرکتونو له استازو سره کتلي او هغوی یې په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې پهدې لیدنه کې ښاغلي دُراني ډاډ ورکړی، کوم بدلونونه چې اوس په افغانستان کې رامنځته شوي، د بهرني پانګونې په برخه کې تر ټولو ښه قوانین او پالېسۍ لري او د محصولاتو د پروسس په برخه کې هم مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.
د کرنې وزیر وویل، په افغانستان کې رامنځته شوي اسانتیاوو ته په کتو اوس جاپاني پانګهوال کولای شي چې په مستقیمه توګه په افغانستان کې پانګونه وکړي او حکومت د دوی لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو زمینه برابروي.
د کرنې وزیر زیاته کړه، رامنځته شويو اسانتیاوو ته په کتو جاپان کولای شي چې په افغانستان کې د کرنیزې ټکنالوژۍ او نورو برخو کې په مستقیمه توګه پانګونه ولري.