د سالنګ لاره د درنو واورو له امله بیا د ټرافیکو پر مخ بنده شوې
د سالنګ لاره د درنو واورو له امله بیا د ټرافیکو پر مخ بنده شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د ادارې رئیس عبدالبصیر حبیبي ازادي راډیو ته وویل چې له تېرې نیمې شپې راهیسې د سالنګ لاره د څو برفکوچونو او سختو توپانونو له امله د ټرافیکو پر مخ بنده شوې ده.
ښاغلي حبیبي زیاته کړه چې د سالنګ په لاره د واورې ضخامت ۸۰ سانتي مترو ته رسېدلی او د ښویېدلې واورې له امله هم له لارې د واورې د توږلو چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.
د ښاغلي حبیبي په وینا ښایي د سالنګ لاره تر سبا ماسپښین پورې د ټرافیکو پر مخ بنده وي.