د فاریاب چارواکي: په ګرزیوال ولسوالۍ کې ۱۰ طالبان وژل شوي
چارواکي په فاریاب ولایت کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د ۱۴ طالبانو د وژل یا ټپي کېدو خبر ورکوي.
په شمال زون کې د ۲۰۱۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په هغو عملیاتو کې چې د فاریاب د ګرزیوال ولسوالۍ د علياباد په کلي کې د وسلهوالو طالبانو پر یوه مرکز ترسره شول، د ملانجیب په نوم د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون ۱۰ تنه پهکې ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.
د ښاغلي رضایي په وینا پهدغو عملیاتو کې د طالبانو د راټولېدو څو مرکزونه، له مهماتو او څو موټر سایکلونو سره لهمنځه یوړل شول.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.