د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لومړۍ شل اورېزې سیالۍ سبا پيلېږي
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبې سبا په لومړۍ شل اورېزې سیالۍ پيلېږي.
د دغو دواړو ټیمونو لوبډلمشرانو پرون ماښام د هند په دهرادون کې چېرته چې تمه ده سبا د افغانستان په وخت د ماښام په پنځه نیمو بجو لوبه وکړي خبریالانو ته د خپلو ټیمونو له چمتووالو او وړتیاوو خبرې وکړې.
افغان ټیم به د مارچ تر نولسمې د ایرلنډ په وړاندې درې شل اورېزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه وکړي.
د افغان لوبډلې مشر اصغر افغان وویل چې د ټیم ملګرو یې له یوې میاشتې راهیسې په هند کې تمرینونه کړي او له ایرلنډ سره لوبو ته پوره چمتو دي.
د ایرلنډ د شل اورېزو لوبډلمشر پاول سټرلینګ هم د خپل ټیم په وړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې هڅه به وکړي، څو له افغانستان سره سمې لوبې وکړي.
افغانستان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ اتم مقام لري او ایرلنډ په اولسم ځای ولاړ دی.
په یو ورځنیو لوبو کې بیا دواړو ټیمونو تقریباً خپلې لوبې مساوي کړي.
افغانستان او ایرلنډ چې دواړو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب واخېست دا درې شل اورېزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبه د کرکټ نړیوالې شورا د یوه خاص پروګرام له مخې ترسره کوي.