پاریس کې د یهودانو ضد فعالیتونو د غندلو لپاره لاریون وشو
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې بېګاه شپه شاوخوا شل زره کسانو د یهودانو ضد فعالیتونو د غندلو لپاره لاریون وکړ.
لاریون کوونکو چې په کې یو شمېر فرانسوي میشتي مسلمانان هم شامل وو، په یهودانو باندې د زور زیاتي د بندولو غوښتنه کوله.
دوی وروسته له هغه لاریون ته راووتل چې په وروستیو څو ورځو کې د یهودانو ضد څو پېښې شوي چې وروستۍ یوه یې په سټراسبورګ کې د یهودانو د څو قبرونو ورانول دي.
د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون ویلي، هغو کسانو ته چې په وروستیو پېښو کې لاس لري سزا ورکوي:
"هغوی به سزا وویني. زه نه غواړم هغه څه چې دلته شوي نورو ته ذهنیت ورکړي. د خلکو له غبرګون هم ښکاري چې موږ هر یو پهدې برلاسي یو چې د دې کار ښه ځواب ورکړو."
مکرون پرون سټراسبورګ ښار ته تللی و او د هغې هدیرې پر سر یې خبرې وکړې چې پهکې وړمه شپه د یهودانو نوي ۹۰ قبرونه وران او په خښتو یې د یهودانو ضد علامې کښل شوې وې.
په فرانسه کې چې پنځه نیم لکه یهودان اوسي تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د یهودانو ضد ډلو پنځه سوه واره بریدونه کړي هغه څه چې له وړم ۲۰۱۷ کاله ۷۴ فیصده زیاتوالی پهکې راغلی.