کندهار کې د فوټبال د داورۍ روزنیز سیمینار پیل شو
په کندهار کې د فوټبال د داورۍ روزنیز سیمینار پیل شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې د دغه سیمینار موخه د داورانو د ظرفیت لوړول او له نوېو قوانینو سره د دوی بلدتیا ده.
ښاغلی مشعوف وایي، دغه روزنیز پروګرام درې ورځنی دی چې ۲۴ داورانو او روزنکو په کې برخه اخېستې ده.
دغه پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوو روزونکو شېرزاد او فېروز حلیم له لوري پرمخ وړل کېږي.
ښاغلی مشعوف وایي، له دغه روزنیز پروګرامه فارغېدونکي کسان به لوبغاړو ته روزنه ورکوي.