سرچینه: د ننګرهار په شېرزادو کې موټربم برید ۱۳ سرتیري وژلي
د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍکې ځانمرګي موټر بم برید ۱۳ امنیتي سرتېري ووژل.
د ننګرهار یوې ځایي باوري امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) سهار شااوخوا پنځه نیمې بجې د شېرزادو ولسوالۍ ګندمک اړوند ترازو پوسته باندې چې ټول ۱۶ سرتيري په کې وو، د افغان حکومت وسله والو مخالفینو له لوري د هاموې موټر په وسیله ځانمرګی موټر بم چادونه شوې چې له امله یې د عامه نظم ۱۳ سرتيرې ووژل شول.
تر دې وړاندې د ننګرهار رسنیو دفتر ازادي راډیو ته یوازې د ۸ سرتېرو د وژلو خبر تایید کړی وو.
رسنیو دفتر په خپلو معلوماتو کې همدا شان ویلي چې د شېرزادو ولسوالۍ بلال جومات سره نېږدې د امنیتي ځواکونو له لوري له چاودېدونکو توکو ډک مازده ډوله موټر چې غوښتل یې جلال اباد ښار ته د ترهګریزې برید په موخه راشي، موخې ته تر رسېدو وړاندې نیول شوی دی.
د دې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي، په دې اړه په یو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید په دوی پورې مربوط ملا یوسف کندهاري د هاموې موټر په وسیله کړی دی.
مجاهد په دې برید کې د ۵۰ افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
شېرزاد د ننګرهار یوه له نا امنو ولسوالیو څخه ده چې د وسله والو طالبانو فعالیتونه په کې ډېر او ډېری وخت یې له افغان ځواکونو سره د نښتو راپورونه ورکول کېږي.