د ترکیې او روسیې د څار مرکز به ناګورنو قره باغ کې د اوربند څار کوي
د ترکیې او روسیې د څار ګډ مرکز به سر له نننه د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ په سیمه کې د اوربند څارنه کوي.
د ترکیې دفاع وزیر هولوسي اکبر پرون جمعه (د سلواغې ۱۰) وویل چې یو ترکي جنرال او ۳۸ افسران به په دې مرکز کې دېره وي.
ترکي چارواکو مخکې ویلي وو چې دا مرکز به د اذربایجان په اغدم سیمه کې وي.
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سر تر شپږ اونیو خونړۍ جګړې وروسته په نوومبر کې د روسیې په منځګړیتوب اوربند وشو.
په سیمه کې د اوربند د څارنې لپاره شاوخوا دوه زره روسیي سوله ساتي ځواکونه هم ځای پرځای شوي دي.