دفاع وزارت: هلمند کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په هلمند کې د ۳۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.
دغه وزارت وايي، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته پرون جمعه (د سلواغې ۱۰مه) په ناوې کې پوځي عملیات کړي دي.
وزارت نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغو عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو د یوه پوځي مسوول عبدالولي او د طالبانو د سرې قطعې د مرستیال عبدالخالق په ګډون ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وزارت وايي، په دغو عملیاتو کې د طالبانو ۳ موټرونه او ۸۲ میله ډول- ډول وسلې او مهمات تخریب کړای شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.