له چین د امریکا غوښتنه: پر تایوان له فشارونو لاس واخلئ
د امریکا متحده ایالاتو له چین نه وغوښتل چې پر تایوان له فشارونو لاس واخلي.
امریکا وروسته له هغې له چین دا غوښتنه وکړه چې ادعا وشوه د چین څو بم غورځوونکې او جېټ الوتکې پرون شنبه د تایوان جنوب لوېدیځې څنډې ته چې د تایوان د هوایي مدافعې ساحه بلل کېږي، ننوتي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس پرون شنبې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، متحده ایالات له پیکېنګ نه غواړي چې پر تایوان پوځي، ډیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او پر ځای یې له ډیموکراتیکې لارې ټاکل شوي د تایوان له حکومت سره په سولهییز ډیالوګ یا خبرو کې ځان ښکېل کړي.
د تایوان دفاع وزارت وویل چې وروسته له هغې یې د خپل هوایي قلمرو د دفاع د څارنې لپاره میزائیل ځای پر ځای کړل چې د چین اته بم غورځوونکې او څلور جېټ الوتکې یې پرون د ورځې په پيل کې د هوایي مدافعې د قلمرو ساحې ته ننوتې.
چین په وروستیو میاشتو کې د تایوان په جنوب کې او همداراز د چین په جنوبي سمندر کې د تایوان تر کنټرول لاندې د پراتاس ټاپوګانو د اوبو د پاسه نږدې هره ورځ الوتنې کوي، خو په مخکېنیو کې بهیې یوه یا دوو الوتکو ګډون درلود، خو دا ځل په دغو مانورونو کې ۱۲ الوتکې شاملې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي پرایس وویل، متحده ایالات د ټایوان په ګډون د چین د خلکو د جمهوريت لهخوا د ګاونډیانو د وېرولو لپاره دغه دوامدارې هڅې د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې متحده ایالات به له ژمنې سره سم د تایوان ملاتړ ته دوام ورکړي چې وکولای شي کافي له خپل ځانه دفاع وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا هم وویل چې متحده ایالات به د خپلو دوستانو او متحدانو په خوا کې ولاړ وي چې د سوکالۍ، امنیت او د هند-پاسیفیک په سیمه کې ګډو ارزښتونو ته وده ورکړل شي.
چین تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی.
د تایوان د قلمرو په ساحه کې چین دغه پوځي مانورونه یوازې څو ورځې وروسته تر دې کوي چې د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن لوړه کړې او ټینګار یې کړی چې له چین سره په اړیکو کې د بشري حقونو، د سوداګرۍ د اختلافاتو او د کرونا ویروس د خپرېدو په وړاندې د چین د اقداماتو په ګډون د تایوان موضوع ته ډېر اهمیت ورکړي او دا یې د ادارې په وړاندې ستونزمن مسایل دي.
تایوان او چین چې په ۱۹۴۹ کال د کورنۍ جګړې په نتیجه کې یو له بله جلا شوي، چین هوډ لري چې هغه بېرته له خپلې خاورې سره یوځای کړي او ویلي یې دي که اړتیا وي د دې کار لپاره به له زوره هم کار واخلي.