Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2021

Новости за 12.11.2021

د بېلاروس دولتي هوايي شرکت له ترکیې بېلاروس ته الوتنې وځنډولې

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس دولتي هوايي شرکت نن اعلان وکړ چې له ترکیې څخه بېلاروس ته د عراق، سوریې او یمن اتباعو الوتنې وځنډولې. د بلاویا ایرلاین وویل چې د بېلاروس او اروپايي ټولنې په پوله کې د کډوالو د کړکېچ څخه وروسته د ترکي چارواکو په غوښتنه دا اقدام وکړ. یوه ورځ وړاندې په ملګرو ملتونو کې لوېدیځو حکومتونو مېنسک د هغې تګلارې له امله وغانده چې له منځني ختیځ او نورو هېوادونو څخه یې د بېلاروس او پولنډ په پوله کې کډوال دېره کړي. اروپايي اتحادیې بېلاروس تورن کړی چې پر دغه هېواد د بندیزونو په لګولو سره د غچ اخېستنې هڅه کوي. Читать дальше...

د پاکستان صدراعظم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.   که څه هم رسماً لا د دې لیدنې جزییات نه دي رسنیز شوي، خو په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریال ته د صدراعظم دفتر د دې لیدنې خبره تایید کړې.  همدا راز امیر خان متقي په خپله هم نن اعلان کړی چې له عمران خان سره لیدنه لري.   د پاکستان د صدراعظم له دفتره بیا په یوه جلا بیان کې راغلي چې عمران خان نن د ترویکا پلس چین، روسیې او امریکا متحده ایالاتونو له استازیو سره لیدلي.  هغه په دې لیدنه کې په افغانستان... Читать дальше...

یو کال بې داعي؛ لا یې هم قاتلین نه دي معلوم

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د قتل یو کال پوره شو، خو لا یې هم عاملین نه دي موندل شوي. داعي چې کلونه یې په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال په توګه کار کاوه تېر کال د نومبر د میاشتې په دولسمه نېټه دده په موټر پورې د نښلول شوي بم چاودنې وواژه. یو شمېر هلمندیانو ازادي راډیو سره خبرو کې الیاس داعي د هلمند رسا غږ بللی او ویلي یې دي، د نوموړي تر مرګ وروسته د هلمند غږ خاموشه شوی. نور په دې راپور کې .



د روغتیا سازمان:۳ میلیونه او ۲ لکه افغان ماشومان به خوارځواکه شي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تمه ده چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې شااوخوا درې میلیونه او دوه لکه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي چې یو میلیون یې مرګ ګواښي.  د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګاریت هاریس نن په جنیوا کې خبریالانو ته د ټیلیفون له لارې وویل: "دا یوه سخته مبارزه ده ځکه چې په هېواد باندې لوږه خپره ده."  هغه زیاته کړه چې نړۍ باید له افغانستانه مخ ونه ګرځوي.  یوه ورځ مخکې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي و چې په دغه هېواد کې خلک د لوږې له لاسه مري.  په هغې خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې... Читать дальше...

د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۱۵ یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه درې کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي. د روغتون یوه چارواکي فرانس پرېس ته د درېیو مړو او پنځلسو ټپيانو د ور انتقالېدو خبره تایید کړې. هاخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري حنیف ازادي راډیو ته ویلي چې چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د سپین غر ولسوالۍ د تریلې سیمې په جامع جومات کې شوې. د هغه په خبره د ملا امام په شمول ۱۵ لمونځ کوونکي ټپیان شوي. مخکې دا خبره د سیمې ځینو سرچینو هم ازادي راډیو ته کړې وه او ویل یې چې ماین په محراب کې ځای پر ځای شوی وو. Читать дальше...

برما کې یوې محکمې امریکايي خبریال ډیني فینسټر په بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

په برما یا میانمار کې یوې محکمې امریکايي خبریال ډیني فینسټر په ۱۱ کاله بند محکوم کړی دی.  هغه په دې تورن شوی چې د ناسمو او پاروونکو اطلاعاتو د خپرولو نیت یې درلود.  ۳۷کلن فینسټر، د میانمار د انلاین مجلې فرنټیر میانمار ایډيټر دی او مې میاشت کې هغه وخت ونیول شو چې غوښتل یې په هېواد کې تر پوځي کودتاه وروسته د رامنځته شویو ګډوډیو په خاطر ووځي.  مجلې ویلي چې هغه د کډوالۍ له قوانینو څخه په سرغړونې هم تورن شوی.  نوموړی اوس هم یوې بلې محکمې ته مخ کېږي چې د ترهګرۍ ضد قانون او د خیانت ضد قانون د تورونو سپیناوی هم وکړي. Читать дальше...

د نجلۍ ویډیو: طالبانو ووهلم،د ۱۱مې حوزې جنايي مدیر له ما غیرمشروع غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یوه نجلۍ ادعا کوي چې د طالبانو د ۱۱مې حوزې امنیتي کسانو وهلې او رټلې ده. نوموړې خپل نوم او د کور کره پته یې نه ده معلومه وايي، ورور یې د مخکني جمهوري نظام پوځي و او طالبانو یې په دې پلمه د کور دروازه وټکوله چې له هغې سره شته وسله ور وسپاري. د دې په خبره، ورور یې کور کې نه و، طالبانو یې کور وپلټه او څه یې پیدا نه کړل، خو کله چې دې ور سره دلیل ووایه، په را کښلو راکښلو‌ یې تر یوولسمې حوزې یوړه او هلته یې وهلې او رټلې ده. نوموړې وویل: "کله یې چې زه حوزې ته یوړم، ډېر بحث یې را سره وکړ. Читать дальше...

طالبان پر پاکستان د پوځي وسلو د پلور راپورونه پروپاګند بولي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ویلي پر پاکستان د نظامي وسلو د پلور راپورونه پروپاګند دي.  دا خبره د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وکړه.  د چهارشنبې په ورځ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان غواړي له افغانستان د هغو امریکايي عسکرو وسلې وپېري چې له هغوی پاتې شوي، څو د پاکستاني طالبانو لاس‌ته و نه لوېږي.  د امریکا  متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه پای ته ورساوه، خو له وتلو وړاندې یې خپل یو شمېر پوځي تجهیزات ویجاړ او ځینې هم دلته پرېښودلې.



نامعلومو کسانو کندز کې د څټک په ګوزارونو ۲ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

په کندز ښار کې دوه تنه د نامعلومو کسانو له خوا د څټک (چکش) په ګوزارونو وژل شوي.  پېښه د ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې شوې. د دې حوزې مسوولانو تایید کړې چې د ګندم بازار په کوڅه کې نامعلوم کسان یوې ژرندې ته ننوتي او د آدم خان په نوم د ژرندې مالک او یو کارګر یې په څټکانو وهلي او یو څه پیسې یې ترې وړي دي.   د وژل شوي ژرنده ګړي د تره زوی ضیاالحق ازادي راډيو ته وویل چې دوی له چا سره دښمني نه درلوده او دا پېښه د پیسو لپاره شوې.   د ضیاالحق په خبره له آدم خانه اته واړه ماشومان او یوه مېرمن پاتې دي او کارګر یې چې ۲۳ کلن وو تازه یې کوژدنه شوې وه.

د طالبانو حکومت: پر پاکستان به هېڅ ډول وسله و نه پلورو

Pa.azadiradio.com 

پر پاکستان د نظامي وسلو د پلور په اړه د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ته طالبانو غبرګون وښود. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په خپله ټویټرپاڼه هغه راپور پروپاګنډ وباله چې ګنې دوی پر پاکستان له امریکايي عسکرو پاتې شوې وسلې پلوري. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل، دوی د وسلو د پلور او قاچاق پر وړاندې سخت دریځ لري او هغوی چې نظامي تجهیزات قاچاق کوي، له سخت چلند سره به مخ شي. نوموړی وايي: "د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ردوم، دا یو پروپاګنډ دی. دروغ دی او حقیقت نه لري. Читать дальше...

افغانستان لپاره امریکاي استازی: پر خراب بشري وضعیت تمرکز ډېر دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا نوي ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، دمګړۍ ټول تمرکز په خرابه بشري وضعیت او د بیړنیو اړتیاوو په رسولو باندې دی.  وېسټ دا خبره په اسلام اباد کې د ترویکا پلس له ناستې وروسته په خپل ټوېټر کړې ده.  پرون د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازیو په اسلام اباد کې غونډه وکړه. ټام وېسټ په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې د ترویکا ګډونوالو په طالبانو غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې هوکړې پوره کړي، ټولشموله حکومت جوړ او د ټولو خلکو په تېره بیا ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي.

امریکا: نړیوال دې د طالبانو پر وړاندې په یوه خوله عمل وکړي

Pa.azadiradio.com 

امریکا له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه یو غږ شي او یو ډول عمل وکړي. د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام‌وېسټ د ترویکا پلس له غونډې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "موږ ټول د انساني وضعیت د خرابېدو او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو، له دې ډلې د ملګرو ملتونو په پراخه ملاتړ تمرکز کوو. نړیواله ټولنه باید په یو غږ او د یوه ګډ هدف لپاره یوځای عمل وکړي." د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د ترویکا له غونډې وروسته، یوه اعلامیه خپره کړې او په کې یې هلته د بحث... Читать дальше...

وژل شوی، خو په زړونو کې ژوندی خبریال 'داعي' 

Pa.azadiradio.com 

محمد الیاس داعي د هلمند و، خو د ډېری نورو ولایتونو اوسېدونکي یې کال وروسته هم په غږ او راپور پسې ارمان کوي.  دوی وايي، راپور، د راپور انداز، کره والی، سپېڅلتیا او زړورتیا یې د ډېرې ستاینې وړ ده.  دوی وايي، په افغانستان کې د الیاس داعي په رنګه خوږ، مسلکي او ژمن خبریال د وطن، خلکو، ژبې او ژورنالېزم لپاره قرباني ورکوي، خو له بده مرغه چې نه یې قاتل معلوم او نه سزا شو.  نور حال د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

د شمالي مقدونیا اپوزیسیون ونه توانېد حکومت راوپرځوي

Pa.azadiradio.com 

د شمالي مقدونیا اپوزیسیون ونه توانېد د حکومت د راپرځولو لپاره په خپله هڅه کې بریالی شي.   دا وروسته له هغې چې په پارلمان کې د واکمن ائتلاف وکیلانو کابینې ته د 'نه باور' رایې مخه ونیوله.   دا د حکومت لپاره یوه لنډمهالې بریا ګڼل کېږي چې د ښاروالۍ په ټاکنو کې د لږو رایو د ګټلو له کبله کمزوری شوی دی.  د دې کړکېچ ژورتیا کولای شوای، شمالي مقدونیا په څرګند سیاسي بحران کې ښکېل کړي.  د اپوزیسیون ډلې، د صدراعظم زوران زایف د کابینې پر وړاندې د باور یا نه باور رایې ورکولو موضوع ته لمن وهله او ویل یې د ولسي چې  ۱۲۰ سټونه لري یوازې ۶۱ رایې ګټلې دي. Читать дальше...

امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو د پناه غوښتونکو په اړه بېلاروس وغانده

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتونو او ځینو اروپايي هېوادونو د پناه غوښتونکو په مساله کې د بېلاروس چلند وغانده.  امریکا، بریتانیا، ایستونیا، فرانسې، ایرلنډ، ناروې او البانیا پرون په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، د دې بحران په اړه یې تر یوې بېړنۍ غونډې وروسته "د ابزارو په توګه د هغو انسانانو تنظیم شوې کارونه وغندله چې د بېلاروس د سیاسي اهدافو له کبله یې ژوند او سلامتي له خطر سره مخامخ شوې ده."  د دوی په خبره چې پرون یې په  نیویارک کې د امنیت شورا تر یوې غونډې وروسته دا اعلامیه خپره کړې او د بېلاروس دا تاکتیک یې د نه منلو وړ بللی دی. Читать дальше...

د بشري حقونو د څار سازمان: افغانستان له سختې لوږې سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان (  Human Rights Watch) وايي، افغانستان له سختې لوږې سره مخ دی. دغه سازمان پرون په یوه مفصله اعلامیه کې لیکلي چې تمویلونکي هېوادونه، ملګري ملتونه او نړیوال مالي بنسټونه باید سمدستي د افغانستان د سقوط شوي اقتصاد او مات بانکي سیسټم د ژغورنې لپاره ودانګي، څو په مټ یې د پراخې لوږې مخه ونیول شي. د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي، افغانان د لوږې له لاسه دې حد ته رسیدلي چې د کورنۍ ځينې ماشومان په تېره بیا نجونې پلوري څو خوراکي مواد او اړین توکي پرې واخلي. د بشري حقونو د څار... Читать дальше...

د نوومبر ۱۲مه؛ د خبریال داعي د وژل کېدو لومړي تلین

Pa.azadiradio.com 

نن د نوومبر دولسمه د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو له لومړي تلین سره برابره ده. داعي یو کال وړاندې په همدې ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو. مدثر دعوت د محمد الیاس داعي کشری ورور دی ازادي راډیو ته یې وویل: "د شهید داعي د قتل یو کار پوره شو. خو لا هم د هغه قاتل او د هغه د وژنې انګېزه موږ ته معلومه نه شوه."  د وخت حکومت، طالبان د داعي د وژنې مسوول وبلل. یو تورن کس هم په دې تړاو نیول شوی و او د اعتراف ویډیو یې خپره شوې وه. که څه هم... Читать дальше...

امریکا کې د زړو یا پخوانیو عسکرو ورځ ولمانځل شوه

Pa.azadiradio.com 

پرون په امریکا کې د زړو یا پخوانیو عسکرو ورځ ولمانځل شوه. د امریکا د زړو/پخوانیو عسکرو وزیر ډنېس مکډونو د ولسمشر جو بایډن په حضور کې یو لړ مراسمو کې وویل چې د خپلواکۍ له جګړې را نیولې په افغانستان کې د امریکا تر اوږدې جګړې پورې د امریکايي پوځیانو د سرښندنو په خاطر امریکا خوندي ده. هغه وروسته فاکس نیوز ټلوېزیون ته د افغان جګړې د پخوانیو امریکايي پوځیانو په تړاو وویل: "​زموږ د افغان جګړې پخوانیو پوځیانو ته وایم چې مننه او بله دا چې ستاسو خدمتونو دا هېواد خوندي وساته. د شلو کلونو لپاره موږ بیا هغسې... Читать дальше...

د ګرجستان پخواني ولسمشرساکاشویلي: په یو شرط اعتصاب پای ته رسوم

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي منلې چې د اروپا د بشري حقونو د محکمې په غوښتنه به هغه وخت د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورسوي چې  ملکي کلنیک ته انتقال شي. د عدلیې پخواني وزیر او د ساکاشویلي وکیل د نیکا ګوارامیا د پنجشنبې په ورځ دا خبره رسنیو ته وکړه. په همدې حال کې د ګرجستان د عدلیې وزیر راتي بریګادزي پرون وویل چې ساکاشویلي به ملکي کلینیک ته نه انتقالېږي او د اعتصاب له پای ته رسېدو وروسته به بیا د روستاوي توقیفخانې ته یوړل شي. تردې مخکې ساکا شویلي او د هغه پلویانو ویلي وو چې هغه د دوشنبې... Читать дальше...

د بېلاروس او پولنډ پر پوله سلګونه پناه غوښتونکي هڅه کوي پولنډ ته ننوځي

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس او پولنډ سرحدي سیمو سره د ژمي په سړه هوا کې سلګونه پناه غوښتونکي دېره شوي. سره له دې چې د بېلاروس له خوا د پناه غوښتونکو د پرېښودو په سر په سیمه کې د پوځي شخړې ډېر احتمال ځي خو د منځني ختیځ، افغانستان او افریقايي هېوادونو سلګونه پناه غوښتونکي غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي. وارسا په سرحدي لیکو کې د پاروونې په خاطر بېلاروس په ترهګرۍ تورن کړی او اروپايي ټولنې هم کړکېچ ته د لمن وهلو په خاطر مېنسک باندې د بندیزونو لګولو ته نږدې شوی. د پولنډ دفاع وزارت پرون ویلي چې په بېالوویزا سیمه کې سلګونه... Читать дальше...

د ترویکا پلس غونډه: طالبان دې ټولشموله حکومت جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د ترویکا پلس یوه ورځنۍ غونډه په افغانستان کې په ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت باندې څرخېده او ګډونوالو یې د دغه هېواد پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړه. د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازیو پنجشنبه په اسلام اباد کې دې غونډه کې برخه اخیستې وه. دوی له افغانانو په ملاتړ باندې ټينګار وکړ. همدا راز د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې پر طالبانو هم غږ شوی چې له خپلو افغان هېوادوالو سره د یوه داسې جامع حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي چې د ګډونوالو په وینا ښځو ته په ټولو برخو کې د ګډون مساوي حقونه ورکړي. د... Читать дальше...

د هلمندیانو د خاموشه شوي غږ لومړی تلین؛ د الیاس داعي د قتل دوسیه لاهم 'ناحله' پاتې

Pa.azadiradio.com 

نن د نومبر ۱۲مه ده چې ورسره په هلمند کې د ازادي راډیو د ځوان خبریال، محمد الیاس داعي د وژل کېدو کال پوره شو. د داعي د کورنۍ غړي وايي، د هغه لور اوس هم د خپل پلار راتګ ته سترګې پر لار ده. د محمد الیاس داعي کشر ورور مدثر دعوت وايي، کال واوښت، خو د ده د ورور، داعي د قتل دوسیه لا هم ناحله پاتې ده، که څه هم پخواني حکومت په دې اړه د یوه تورن کس د نیولو خبر ورکړی و او طالبانو له خپله اړخه د څېړنو ژمنه کړې وه، خو مدثر دعوت وايي تر اوسه عملي اقدام نه‌دی شوی. دی زیاتوي: "په تېر حکومت کې هم مسؤلانو ډاډ راکاوه چې په دې اړه موږ تحقیقات کوو. Читать дальше...

ایفنینګ سټنډرډ: له افغانستانه بریتانیا ته د ګڼو کورنیو د ایستلو چارې ځنډېدلي

Pa.azadiradio.com 

ډیپلومات ډیپلومات خپرونې له تاجکستانه د افغان پيلوټانو د وتلو مسئله په یوه مقاله کې څېړلې ده. دا خپرونه د ازادي راډیو د یوه راپور په استناد لیکي چې د سې شنبې په ورځ ۱۹۱ افغانان چې په‌کې ۱۴۳ پیلوټان وو له تاجکستانه په الوتکه کې متحده عربي اماراتو ته انتقال شول.  دا پيلوټان د اګسټ په نیمایي کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم تاجکستان ته تللي وو. ډیپلومات په تېرو نږدې درې میاشتو کې په تاجکستان کې د دغو پيلوټانو د ژوند په اړه لیکي چې په پيل کې دا پيلوټان د تاجکستان په جنوب کې د باختر په هوایي ډګر کې ښکته... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Даниил Медведев проиграл Рафаэлю Надалю тренировочный сет на «Ролан Гаррос»


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Подмосковье призвали отказаться от запуска воздушных шаров ради экологии





Путин в России и мире
Москва

НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Путин назвал продуктивными переговоры с Лукашенко в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

"Зеленскому приготовиться". В Киеве раскрыли, что задумал Порошенко


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Юлия Савичева

«Прыгала, как сумасшедшая»: Юлия Савичева рассказала об исполнении давней мечты в шоу «УТРО. ТНТ»



Москва

Дети Подмосковья могут поучаствовать в активностях кластера «Мой мир»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net