امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو د پناه غوښتونکو په اړه بېلاروس وغانده
![امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو د پناه غوښتونکو په اړه بېلاروس وغانده](https://gdb.rferl.org/0ff60000-0aff-0242-b904-08d9a4f0af1d_w800_h450.jpg)
په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتونو او ځینو اروپايي هېوادونو د پناه غوښتونکو په مساله کې د بېلاروس چلند وغانده.
امریکا، بریتانیا، ایستونیا، فرانسې، ایرلنډ، ناروې او البانیا پرون په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، د دې بحران په اړه یې تر یوې بېړنۍ غونډې وروسته "د ابزارو په توګه د هغو انسانانو تنظیم شوې کارونه وغندله چې د بېلاروس د سیاسي اهدافو له کبله یې ژوند او سلامتي له خطر سره مخامخ شوې ده."
د دوی په خبره چې پرون یې په نیویارک کې د امنیت شورا تر یوې غونډې وروسته دا اعلامیه خپره کړې او د بېلاروس دا تاکتیک یې د نه منلو وړ بللی دی.
په سلګونو پناه غوښتونکو په داسې حال کې چې هوا هم ډېره سړه ده، د بېلاروس په سرحد کې اړولي دي چې د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.
دوی هڅه کړې چې د اروپايي ټولنې غړي هېواد پولنډ ته واوړي، خو مخه یې نیول شوې ده.
د دې بحران له کبله خبرداری ورکړل شوی چې ښايي د بېلاروس او نورو هېوادونو ترمنځ د پوځي تقابل سبب شي.