د افغانستان ملکي او نظامي متقاعدین دوی ته د خپلو حقونو نهورکول کېدو اندېښمن کړي.
دوی چې د خپل عمر یوه ډېره برخهیې د افغانستان په ادارو کې خدمت کړی، اوس له یوه ورک برخلیک سره مخ دي.
دوی وايي، د نظام له بدلون وروسته نهپوهېږي چې حق بهیې ورکړل شي او که نه، هغه څه چې د دوی د ډېرو یوازنۍ وسیله او هیله ده.
ملکه د مخکېني نظام د یوه کمانډو سرتېري خور ده.
هغه وايي، ورور یې ۲۶ کلن صدیقالله د خپلې لسیز کسیزې کورنۍ یوازنی سرپرست او مشر و. کوم چې د واده یو کال وروسته، په ۱۳۹۸ کال کې د روژې په ۲۷مه... Читать дальше...
د عراق په شمال کې د کردانو د پېشمرګه ملېشه ځواک پنځه غړي د سړک غاړې بمب په چاودنه کې ووژل شول.
حمله پرون ناوخته د عراقي کردانو د کورواکې سیمې په ګارمیان ولسوالۍ کې شوې ده چې تر حملې وروسته وسلهوالو د پېشمرګه ځواک پر یوه پوسته حمله وکړه او څلور ملېشه پوځیانیې هلته ټپیان کړل.
که څه هم چارواکي وايي دا حمله داعش ډلې کړې، خو د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.
له کله چې عراق په ۲۰۱۷م کال کې د داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ، د پېشمرګه ملېشهوو په ګډون د عراق پر امنیتي ځواکونو دا ډول حملې زیاتې شوې دي.
د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک نن وویل، د ایران د سمندري ځواکونو دوه غړي یې په عمان خلیج کې وژغورل.
د ایران د سمندري ځواکونو دغه دوه غړي، په عمان خلیج کې د اتو ورځو لپاره د کب نیولو په یوه کښتۍ کې لالهانده ګرځېدل.
د امریکا د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې وویل، له تماس وروسته، د دوی یوه بار وړونکې کښتۍ پرون له خوړو، اوبو او روغتیايي پرسونل سره ولېږل شول.
دواړه ژغورل شوي کسان له ښې روغتیا او روحیې برخهمن دي او د عمان د سرحدي ساتنې یوې کښتۍ ته لېږدول شوي چې د عمان پلازمېنې مسقط ته بوتلل شي.
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، روغتیايي خدماتو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی یو لومړیتوب دی.
دغه سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي، د دوی په همکارۍ په اتو ولایتونو کې د متخصصو ډاکترانو، قابلهګانو او نرسانو لهخوا خلکو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
د طالبانو په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت ویلي چې له افغانستان سره د نړیوال بانک د مالي مرستې له بندېدو سره له ۲،۰۰۰ ډېر روغتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم نړیوال بانک د افغانستان له روغتيايي... Читать дальше...
د روسیې په سایبریا کې له یوه کان څخه د پنځو نورو کان کېندونکو مړي هم وایستل شول.
په کیمروو سیمه کې تېره پنجشنبه چاودنه وشوه چې د پنځو ژغورونکو په ګډون د مړو شمېر ۵۱ ته رسېدلی دی.
چارواکو ویلي چې د ژغورنې ډله لا هم په کان کې ده چې د اوبو په ایستلو او د کاربن منوکساید ګازو د اندازې کمولو هڅه کوي.
په کان کې د چاودنې له کبله ۶۰ کسان ټپیان شوي چې په روغتون کې بستر دي او ۲۳۹ تنه نور کان کېندونکي په بریالي ډول ایستل شوي دي.
د خوندیتوب له اصولو د سرغړونې او ناغېړۍ له کبله دوه جنايي دوسیې پرانیستل شوې دي. Читать дальше...
ملت ته د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیسالوزرا وینا په ځان پسې بېلابېل غبرګونونه راپورته کړي.
ځینې یې ښه بولي او د عملي کېدو غوښتنهیې کوي، خو ځیني نور پرې نیوکه کوي او وايي، د یوه مسؤل حکومت په توګهیې د اوسنیو ستونزو د حل په اړه څه نهدرلودل.
تېره شپه ملت ته د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیسالوزرا د وینا له خپرېدو وروسته، د هغه خبرې د بحث عمده موضوع ګرځېدلې.
افغانان او د سیاسي مسایلو شنونکي د هغې د خبرو په اړه بېلابېل دریځونه لري.
د لوګر اوسېدونکی صدیقالله وايي، د ملا حسن اخند وینا یې اورېدلې،... Читать дальше...
د طالبانو حکومت هیلهمند دی چې په دوحه کې پیل شوې خبرې به د افغانستان پر وضعیت مثبت اغېز وکړي.
دوحه کې د طالبانو، امریکايي پلاوي، اروپايي ټولنې او ځینو نورو لورو خبرې پرون پیل شوې او نن هم دوام لري.
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، پرونۍ غونډې یې مثبتې وې او تر ډېرهیې د اروپايي ټولنې استازو ته د هغوی د اندېښنو په اړه وضاحت ورکړی دی.
پرون هم دوحه کې طالب پلاوي له قطري چارواکو او د اروپايي ټولنې له استازو سره کتلي و. دې کتنو کې د افغانستان په سیاسي وضعیت، د کنګل شویو پیسو په ازادۍ، د بانکي... Читать дальше...
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په ترکمنستان کې د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو په یوه سرمشریزه کې ګډون کوي.
اردوغان پرون له خپل ترکمنستاني سیال قربان قلي بردي محمدوف سره د خبرو لپاره په ترکمنستان کې و.
له بردي محمدوف سره د کتنې پر مهال اردوغان د سوداګرۍ په اړه یوه موافقه هم لاسلیک کړه چې تر ډېره پر انرژۍ راڅرخي.
دغه موافقه د کلتور او پوهنې په اړه هم ده.
د ترکیې ولسمشر خبریالانو ته وویل چې دواړه هېوادونه ژمن دي چې په خپلو کې دوه اړخیز تجارت ۵ ملیارد ډالرو ته ورسوي.
اردوغان به د ایکو... Читать дальше...
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مرسته پر ۱۱ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي پر دغو بزګرانو ۵۵۰ مټریک ټُنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د بزګرانو او مالدارانو د کروندو او معیشت پر ژغورل کېدو ټینګار کړی و.
دغې ادارې ویلي وو چې وچکالیو دغه دواړه سکټورونه اغېزمن کړي دي.
څو اروپایي هېوادونو او اسرائیل د کرونا د نوې بڼې چې اومیکرون نومېږي، لومړنۍ پېښې ثبت کړې دي.
بریتانیا، جرمني، بلجیم، ایټالیا، دنمارک او چک جمهوریت پرون د مکروب دغه بڼه چې تر پخوانۍ هغې ژر سرایت کوي، ثبت کړه.
د کرونا ویروس د دې بدلې شوې بڼې نمونې په هغو کسانو کې موندل شوي چې له جنوبي افریقا یې سفرونه کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۶مه د ویروس دا نوې بڼه چې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه، د ډېرې اندېښنې وړ وبلله.
له دې وروسته امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو له جنوبي افریقا د خلکو په ورتګ بندیزونه ولګول. Читать дальше...
د افغانستان د مدافع وکيلانو ټولنې ځيني غړي ادعا کوي چې دفتر يې د طالبانو لهخوا غصب شوی او دوی ته د کار اجازه نهورکوي.
د يادې ټولنې ځيني غړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د عدليې وزير د امر پر بنسټ د دغې ټولنې دفتر د روانې لمريزې مياشتې په دوهمه نېټه غصب او مهر او لاک شوی دی.
د افغانستان د مدافع وکيلانو ټولنې يوه غړې لينا احمدي وایي: "څلور ورځې وړاندې د ټولنې دفتر د طالبانو لهخوا غصب شو، دفترونو ته ننوتل او ټول وسايليې مهر او لاک کړل، هېڅ چا ته د کار اجازه نهورکوي،... Читать дальше...
افغانستان ۵۰۰ ټنه شوکاڼي اسپانیا او انګلنډ ته صادر کړل.
دا ۵۰۰ ټنه شوکاڼي تېره ورځ د افغانستان له ننګرهار ولایته یادو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافی ازادي راډیو ته وویل، د ملیونونو افغانیو په ارزښت دا کاڼي صادر شوي او هیله لري چې دا ډول صادرات نور هم ډېر شي.
د ښاغلي صافي په وینا په اوس وخت کې افغانستان په ورځني ډول شااوخوا ۵۰۰ لارې صادرات لري چې وچه مېوه، کاڼي او نور تولیدات پهکې شامل دي.
د نوموړي په خبره، دا توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي. Читать дальше...
د میدان ښار اوسېدونکې ليلما چې د دولسم ټولګي زدهکوونکې ده وايي، وېره لري چې تر ابده بېتعلیمه پاتې نهشي.
دا وايي موږ د یوې باسواده او پرمختللې ټولنې د لرلو په هیله زدهکړې کولې، خو له بده مرغه چې اوس نیمګړې پاته دي.
دا د طالبانو له حکومته غواړي چې په ټول هېواد کې نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
له اغلې لیلما سره زموږ همکار مرکه کړې او په سر کې یې ورڅخه پوښتنه کړې چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته څه احساس لري؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ... Читать дальше...
په قرغزستان کې نن پارلماني ټاکنې پیل شوې.
د منځنۍ اسیا په دې هېواد کې پارلمان یوه جرګه لري او د ۹۰ څوکیو لپارهیې د ۲۱ ګوندونو او سلګونه ولسوالیو کاندیدان سیالي سره کوي.
د قرغزستان دننه د رأی اچونې ۲،۴۳۵ مرکزونه پرانیستل شوي او پر دې سربېره په ۲۹ هېوادونو کې هم قرغزي اتباعو ته د رأی اچونې ۵۹ مرکزونه پرانیستل شوي دي.
له دې ډلې ۲۰ مرکزونه یوازې روسیه کې خلاص شوي، چېرته چې ډېر شمېر قرغز کډوال اوسېږي.
له دې ټاکنو څو ورځې وړاندې چارواکو اعلان وکړ، ۱۵ تنهیې نیولي چې غوښتلیې له رأی ورکونې وروسته کودتا وکړي. Читать дальше...
څو اروپایي هېوادونو د کرونا د نوې بڼې (اومیکرون) لومړنۍ پېښې ثبت کړې دي.
بریتانیا، جرمني، بلجیم، ایټالیا، دنمارک او چک جمهوریت پرون د مکروب دغه بڼه چې تر پخوانۍ هغې ژر لېږدېدونکې ده، ثبت کړه.
د کرونا ویروس د بدلې شوې بڼې نمونې په هغو کسانو کې موندل شوي چې له جنوبي افریقا یې سفرونه کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۶مه د ویروس دا نوې بڼه چې جنوبي افریقا کې وموندل شوه، په لوړه کچه د اندېښنې وړ وبلله.
له دې وروسته امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو له جنوبي افریقا د خلکو په ورتګ بندیزونه ولګول. Читать дальше...
د روسیې یوې محکمې د سایبریا د سکرو په یوه کان کې د وروستۍ چاودنې په اړه د څېړنو تر بشپړېدو پورې د دوو نورو میاشتو په مخه، په دې قضیه کې د دخیلو پنځو کسانو د توقیف د دوام حکم ورکړ.
چارواکي وايي، د نومبر په ۲۵مه د سایبریا په جنوب لوېدیځ کې د کمرو سیمې د سکرو په کان کې د میتان ګاز مشکوکې چاودنې ۵۱ کسان ووژل.
د روسیې د روغتیا وزارت پرون وویل، د دې پېښې ۶۰ تنه ټپیان په روغتون کې تر علاج لاندې دي چې د څلور تنو یې وضعیت نازک دی.
د کمرو ښار مرکزي محکمې د کان د مدیر، د هغه د مرستیال او د ۳ نورو کارکوونکو د توقیف د دوام حکم ورکړی دی. Читать дальше...
د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د خبرو د بیا پیل په درشل کې د ایران جګپوړی اټمي مرکچي ویانا ته رسېدلی.
د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي باقري د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د راژوندي کولو لپاره د مذاکراتو په بل پړاو کې د ګډون په مقصد د یوه پلاوي په راس کې پرون د لیندۍ په شپږمه د اتریش پلازمېنې ویانا ته ورسېد.
دا مذاکرات چې له جون میاشتې راهیسې په ټپه درېدلي و، سبا دوشنبه د ایران، بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې ترمنځ بیا پیلېږي.
متحده ایالات په دې خبرو کې په غیر مستقیم ډول ګډون کوي. Читать дальше...
د سما په نوم د فلمونو دولسم فستیوال به نن د درېیمې او وروستۍ ورځې لپاره د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې روان وي.
د دې فستیوال مراسم له ۱۳ کلونو راهیسې هر کال د فردا د فرهنګي کلپ په نوښت جوړېږي، خو تېرکال د کرونا وبا د محدودیتونو له کبله وځنډېد.
په سویډن کې دېره افغان فلم جوړوونکی همایون مروت چې د فستیوال له تنظموونکو څخه دی ازادي راډیو ته په دې اړه معلومات ورکړل.
مروت وویل: "ډېری فلمونه د کورنیو او بهر مېشتو افغانانو او د شااوخوا هېوادونو لکه د ازبکستان، تاجکستان، ایران، هندوستان، ترکیې او... Читать дальше...
د طالبانو حکومت رئیسالوزرا د طالبانو له واکمنېدو وروسته تېره شپه د لومړي ځل لپاره وینا وکړه.
ملا محمد حسن اخوند په خپله لومړنۍ راډیويي وینا کې چې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون خپره کړه، د روانو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ پړه پر پخواني حکومت واچوله.
هغه پر نړیوالو انتقاد وکړ چې د ښځو او بشري حقونو په پلمه د طالبانو حکومت په رسمیت نهپېژني.
د طالبانو رئیسالوزرا د نجونو د تعلیم د دوام ډاډ ورکړ، خو کرهیې نهکړه چې ایا له اووم د لوړو ټولګيو زدهکوونکو نجونو ته به د تعلیم اجازه ورکړل شي که نه. Читать дальше...
قطري رسنیو راپور ورکړی چې د قطر چارواکو د طالبانو د حکومت له پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار کړی.
د ګلف ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د قطر د بهرنیو چارو په وزارت کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې او د بحرانونو د منځګړیتوب د سفیر مطلق القحطاني په مشرۍ پلاوي پرون د لیندۍ په شپږمه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او ورسره پلاوي سره د ترورېزم پر ضد د مبارزې، بشري مرستو او د بشري حقونو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
خبر زیاتوي چې په دې کتنه... Читать дальше...
د یونان حکومت پرون د لیندۍ په شپږمه نېټه په لېروس (Leros) او کوس (Kos) ټاپوګانو کې د کډوالو دوه تړلي یا بند کمپونه پرانیستل.
دې استوګنځایونو ته ځکه د کډوالو بند کمپونه وايي چې چارچاپېر ترې اغزن سیم تاو دی، څارونکې کمرې او د اېکس شعاع لرونکي ځانګړي سکنرونه پهکې لګېدلي او مقناطیسي دروازې لري چې د شپې لهخوا تړل کېږي.
په دې کمپونو کې کډوال پرېمانه اوبه او تشنابونه لري او امنیتیې هم ښه دی، په داسې حال کې چې د یونان په پخوانیو بدنامو کمپونو کې دا یو هم نهوو او کډوالو په ډېرې سختۍ سره ژوند پهکې تېراوه. Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي، د زمري په ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروستهیې شااوخوا پنځه ملیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولې دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) زیاتوي چې افغانان له سږني ژمي وروسته په راتلونکي کال کې هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا ویاندې لینډا ټام بېګا ازادي راډیو ته وویل، د دې مرستو ډېره برخه د خوړو مواد دي چې اړو او بېوزلو کورنیو ته وېشل شوي دي.
لینډا وایي: "غیر حکومتي مؤسسو او د ملګرو ملتونو ادارو په ګډه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته پنځه ملیونه اړو خلکو ته د خوړو مرسته رسولې. Читать дальше...
اوپن ډموکراسي
اوپن ډموکراسۍ خپرونې افغانستان کې پر اقتصادي وضعیت یوه لیکنه خپره کړې او دا سرلیک یې ورکړی، له مالي پلوه د افغانستان دړې وړې کېدل، طالبانو ته وړه اندېښنه ده.
د مطلب لیکوال ویلي، په تېر حکومت کې د افغانستان د ۷۵ سلنه خلکو لګښتونه د نړیوالو له خوا تامینېدل چې تر ډېره د روغتیا، پوهنې، پولیسو او حقوقي څانګو د کار کوونکو معاشونه وو.
لیکوال وایي، ځینو غیر دولتي مرسته کوونکو هم افغانستان سره مرستې کولې چې ملګري ملتونه او د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه یې ښې بېلګې دي.
په مطلب کې راغلي،... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Резидент ОЭЗ «Технополис Москва» выпустил серию автомобилей для кольцевых гонок
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Ролан Гаррос
В Париже стартует «Ролан Гаррос» открытый чемпионат Франции по теннису
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Анализ российского рынка одноразовой биоразлагаемой посуды: итоги 2023 г., прогноз до 2027 г.
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о спорте и ежедневных здоровых привычках
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин сегодня вечером вылетит в Минск, где встретится с Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Суд арестовал четырех фигурантов дела о хищении денег у «Россетей»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net