د افغانستان ۵۰۰ ټنه شوکاڼی اسپانیا او انګلنډ ته صادر شول
![د افغانستان ۵۰۰ ټنه شوکاڼی اسپانیا او انګلنډ ته صادر شول](https://gdb.rferl.org/E0A2247F-5D4C-4427-B01C-10E94A0C7438_w800_h450.jpg)
افغانستان ۵۰۰ ټنه شوکاڼي اسپانیا او انګلنډ ته صادر کړل.
دا ۵۰۰ ټنه شوکاڼي تېره ورځ د افغانستان له ننګرهار ولایته یادو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافی ازادي راډیو ته وویل، د ملیونونو افغانیو په ارزښت دا کاڼي صادر شوي او هیله لري چې دا ډول صادرات نور هم ډېر شي.
د ښاغلي صافي په وینا په اوس وخت کې افغانستان په ورځني ډول شااوخوا ۵۰۰ لارې صادرات لري چې وچه مېوه، کاڼي او نور تولیدات پهکې شامل دي.
د نوموړي په خبره، دا توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.
د ښاغلي صافي په خبره، که د دوحې په ناسته کې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې شي، د افغانستان سوداګري او صادرات به نور هم ښه شي.