د عامې روغتيا وزارت ځینو سرچينو ازادي راډيو ته وويل چې له دوو څخه نيولی بیا تر پنځو مياشتو پورې د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ډېری کارکوونکو ته مياشتني معاشونه نه دي ورکول شوي او له دې امله له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د جوزجان ولايت د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو عمومي مسوول ډاکټر خوشيوال ازادي راډيو سره په مرکه کې ومنله چې د دې ولايت د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو کار کوونکو له څو مياشتو راهیسې معاشونه نه دي اخيستي او دوی پر مالي ستونزو سربېره د نورو امکاناتو له نشتوالي سره هم مخ دي. Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې پنځوس معتادین تر درملنې وروسته له روغتيايي مرکزونو څخه رخصت شول.
دا معتادین چې له فراه ښار څخه راټول شوي وو، لومړی د فراه ولايت زندان او بیا د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول چې هلته يې د ۴۵ ورځني پړاو پر ځای (۳۶) ورځې تېري کړې.
د فراه د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو مسوول عبدالودود انوري وايي چې پخوا به معتادین په خپله خوښه راوستل کېدل او د معتادینو د درملنې په روغتيايي مرکزونو کې به بستري کېدل، خو اوس دوی په زور بستري کېږي. Читать дальше...
د کندز ولایت یو شمېر بڼوال او د وچو میوو سوداګر وايي، سږکال په دغه ولایت کې د بې وخته ورښتونو او د نباتې افتونو له امله د بادامو په حاصلاتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د کندز د چهار درې ولسوالۍ له یو تن بڼوال۴۰ کلن عزیز خان ازادي راډيو ته وویل، په لس جریبه ځمکه کې د بادامو ۲۰۰ ونې لري، خو سږکال یې ترې حاصل نه دی ټول کړی.
عزیز وایي: "سږکال بادام و نه شول، باغونو مرض هم وکړ او له امله یې لويې ونۍ وچې شوې. باغونه یخ ووهل بادام ونه شول، نور کلونه موږ له یوې ونې پنځه منه بادام راټولول، خو سږکال مو... Читать дальше...
د ناروې د کډوالو شورا وایي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته شااوخوا درې لکه افغانان ایران ته تللي دي.
دې شورا نن په خپرې کړې خبرپانه کې څرګنده کړه چې دا کډوال بشري مرستو ته اړتیا لري.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي چې هره ورځ څلور-پنځه زره افغانان چې پهکې ماشومان او ښځې هم دي له افغانستانه د ایران لور ته اوړي.
تمه ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراین له بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولیبا سره نن په واشنګټن کې وګوري.
دا لیدنه کتنه په داسې وخت کې کېږي چې د ولسمشر جو بایډن اداره هڅه کوي چې د روسیې د تېري په وړاندې د اوکراین ننګه وکړي او په ورته وخت کې د اوکراین پر چارواکو فشار راولي چې هغه اصلاحات راولي چې لوېدیځیې حمایت کوي.
د سیمهییز امنیت په نوم په نوې ډېلي کې د نننۍ غونډې د پای په اعلامیه کې په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره شوه او ټینګار وشو چې له افغانانو سره دې بېړنۍ بشري مرستې وشي.
د کوربه هېواد هند ترڅنګ د روسیې، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د ملي امنیت سلاکارانو په دې غونډه کې برخه واخیسته.
پاکستان ته هم هند په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف تېره اوونۍ وویل چې په دې غونډه کې برخه نهشي اخیستلی.
د غونډې په... Читать дальше...
د لرن افغانستان په نوم بنسټ اجرایي رئیسې پښتنې درانۍ د ټالبرګ بنسټ د ۲۰۲۱م کال د نوي رهبر کلنۍ جایزه واخیسته.
تالبرګ په ټویټر کې لیکلي دي چې پښتنې درانۍ ته د دې لپاره دا جایزه ورکړل شوه چې دې په انلاین توګه د ماشومانو د زدهکړو د خپرېدو لپاره هڅې کړې دي.
د ټالبرګ په ټویټر کې د اغلې درانۍ وېډیویي پیغام هم خپور شوی دی چې وایي: "موږ په پنځو ډیجیټال ښوونځیو او ۹۰۰ زدهکوونکو کار پيل کړ، په تېرو درې څلورو کلونو کې مو ډېره وده وکړه چې د نجونو شمېر اووه زرو ته ورسېد. یو زر ۸۰۰ ښوونځي مو لرل، پنځه کلیوال ښوونځي مو هم وو. Читать дальше...
هغه الوتکه چې د امریکا له لوري روزل شوي افغان پیلوټان او یو شمېر نور کډوال پهکې وو متحده عرب اماراتو ته ورسېده.
دا الوتکه تېره شپه د تاجکستان له پلازمېنې والوته. په لسګونه افغان پیلوټان له نږدې درې میاشتو راهیسې د پلازمېنې دوشنبې بهر په یوه استراحت ځای کې په توقیف کې وو. دوی وروسته له دې له افغانستانه ووتل چې طالبانو کابل ونیو.
په دوشنبه کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت وویل چې په دې الوتکه کې ۱۹۱ افغانان وو چې ۱۴۳ یې هغه پیلوټان وو چې په تېرو دوو لسیزو کې امریکا روزلي وو.
ټاکل شوې ده چې دا کډوال بیا د امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدي.
طالبان وایي، د افغانستان هوايي حریم د افغان پیلوټانو په خدمت کې دی او خپلو دندو ته دې راستانه شي.
د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد نن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د لړم ۱۹» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی د افغانستان د حالاتو د بېرته سمولو لپاره افغان کدرونو ته شدیده اړتیا لري او افغان پوځي او ملکي پیلوټان به بېرته په خپلو دندو او مسلکي تخصصي برخو کې وګماري.
مجاهد دغو پیلوټانو ته د دوی د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ.
دی زیاتوي: "بیا هم زما پیغام دا دی چې... Читать дальше...
طالبانو د داعش خراسان څانګې د سلګونه کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل: "داعش دلته تر کنټرول لاندې دی، یو ستر ګواښ نهدی. په دې نږدې درې میاشتو کې د دوی ۶۰۰ تنه نیول شوي دي."
مجاهد زیاته کړه چې د امریکا له متحده ایالاتو سره طالبانو ژمنه کړې ده چې نه په افغانستان کې ترهګرې ډلې پرېږدي او نه به چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې بهر برید وکړي.
وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو داعش خراسان څانګې د افغانستان په مختلفو... Читать дальше...
د افغانستان د ګوښه شوي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې ده چې په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په لسګونو مراجعین د طالبانو له دستور سره سم د پاکستان استخباراتو نیولې دي.
ښاغلي صالح نن په خپل فېسبوک کې پرته له دې چې په دې برخه کې شواهد وړاندې کړي دا تور پورې کړی دی.
د صالح په باور په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت او په پاکستان کې د افغانستان قونسلګرۍ د پاکستان د ایاېسای په څانګو بدلې شوې دي.
موږ هڅه وکړه چې په دې برخه کې د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد نظر واخلو، خو تر دې دمه هغه ځواب نهدی راکړی. Читать дальше...
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل نن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته زنګ وواهه او له هغهیې وغوښتل چې بلاروس پرې نهږدي چې له کډوالو د یوې غیر انساني وسیلې په توګه استفاده وکړي.
اغلې مېرکل په داسې وخت کې دا غوښتنه د روسیې له ولسمشره کړې ده چې پولنډي چارواکي پر پوله د لسګونو کډوالو د نیولو خبر ورکړ.
د مېرکل ویاند ستیفان سیبرت نن پر ټویتر د صدراعظمې په وینا ولیکل چې له کډوالو په دې ډول استفاده کول انساني عمل نهدی او د منلو نهدی. مېرکل له ولسمشر پوتین څخه هیله وکړه چې د بلاروس پر مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا له خپل اغېزه استفاده وکړي. Читать дальше...
په کابل کې د فوټبال امن جام سیالیو په لړ کې نن توپان هریرود د شاهین اسمايي او سیمرغ البرز د هندوکش عقابانو پر وړاندې لوبېږي.
د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا توپان هریرود میوند اتلانو ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.
د تېرې ورځې په بله لوبه کې چې د سیمرغ البرز او اباسین څپې ترمنځ ترسره شوه، سیمرغ البرز دوه د صفر پر وړاندې اباسین څپې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ د لیګ په شکل پیل شوې او د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مسولینو په وینا لس ورځې دوام کوي. Читать дальше...
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، د تکواندو د جي یو په نړیوالو سیالیو کې تر بریالي ګډون وروسته افغان لوبغاړي نن بېرته هيواد ته راستنیږي.
د المپیک د ملي کمېټې د نشراتو رئیس دادمحمد ناوک ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې ۱۹ افغان لوبغاړو برخه اخیستې وه چې د سرو زرو، سپینو زرو او ژېړو اووه مډالونه يې وګټل.
نوموړي وویل، دغو سیالیو کې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شوې د افغانستان له لوري غلام مرتضی صالح د سرو زرو، حکمت الله زین، محمد اشرف شکران او رامش حسینې د سپینو زرو او... Читать дальше...
د ۲۰۲۱ میلادي کال شل اووریزه نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه نن ترسره کېږي. په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلانډ او انګلینډ سره مخامخ دي.
دا لوبه د کابل پر وخت نن ماښام شپږ نیمې بجې پیلیږي. د دې سیالیو بله نیمه پایلوبه به سبا د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ وشي.
دغه شان ټاکل شوې چې د دې سیالیو پایلوبه د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د نومبر په څوارلسمه ترسره شي.
له افغانستان سره د میلیارډونو ډالرو مرسته کوونکی هندوستان د دغه هېواد د وضعیت او دلته د راغلي بدلون په اړه اندېښمن دی.
دا اندېښنه د هغو بنسټونو د لهمنځه تلو په اړه نه ده چې د هندوستان په مالي مرسته جوړ شوي، بلکې په افغانستان کې د واک په ګدۍ د طالبانو له کېناستو وروسته، په سیمه کې امنیتي تحولات دي.
نوي ډیلي ته نن د روسیې او ایران په ګډون د افغانستان نږدې ګاونډیان او د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت ۷ سلاکاران ورغلي، څو د افغانستان وضعیت وڅېړي او په دې اړه سلا مشورې وکړي.
د افغانستان په اړه د... Читать дальше...
هلمند او ارزګان ولایتونو کې خلک د ژمي په را رسېدو خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
د افغانستان د سویلي ولایتونو دغه اوسېدونکي وايي، اقتصادي وضعیت يې صفر ته رسیدلی او کورونو کې د سهار او ماښام ډوډۍ نه لري.
دوی زیاتوي، له یوې خوا یې بې کاري ځوروي او له بلې خوا د توکو د لوړو بیو څخه هم شکایت لري.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د خوراکي توکو له سخت بحران سره مخ دی.
د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ډیوېد بېسلي تېره ورځ ویلي وو چې ۲۲.۸ ميليونه وګړي چې د افغانستان د نفوس تر نیمايي... Читать дальше...
د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې بېګا ناوخته د هغو دوو فعالانو د نیولو په غبرګون کې مظاهره وشوه چې د بوسنیا د سرب ځواکونو د جګړې د مهال د قوماندان او په بشري جرایمو د تورن راتکو ملادیچ عکس یې په هګیو وویشتل.
پرون ناوخته د غیرحکومتي موسسو غړو او عامو خلکو د بلګراد په هغه ځای کې د راټولېدو هڅه وکړه چې د ملادیچ تصویرونه ښکارېدل.
دا تصویرونه د فاشیزم او له یهودانو سره د ضدیت د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت پر دېوال لګېدلي دي، خو پولیسو سیمه کلابنده کړه او خلکو ته یې اجازه ورنه کړه چې هلته ننوځي.... Читать дальше...
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ اعلان کړی چې د ژوند له ملګري عصر ملک سره یې نکاح کړې ده.
ملالې پرون د لړم په اتلسمه نېټه پر ټویټر ولیکل چې د اسلامي اصولو پر اساس یې د مختصرو مراسمو په ترڅ کې د بریتانیا په برمنګهم ښار کې نکاح وشوه.
هغې له دې پیغام سره یوځای د خپل ژوند له ملګري او د کورنۍ له غړو سره ګډ تصویرونه هم خپاره کړي دي.
د ملالې ټویټ نژدې ۲۵۹ زره لایکونه او نژدې ۱۵ زره کامنټونه اخیستي دي.
د ملالې مېړه عصر ملک د پاکستان په کرکټ بورډ کې د بزنس برخې منېجر دی.
ملاله یوسفزۍ چې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به نن د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي پر لارو چارو د بحث لپاره د نړۍ د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربه وي.
په دې انلاین غونډه کې به د کرونا ویروس پرضد د واکسین د وېش او د دې وبا پر نورو اړوندو مسایلو بحث وشي.
دا په داسې حال کې ده چې متحد ایالات غواړي له دې روغتیايي بحران سره د مبارزې په چاره کې نور هېوادونه هم دخیل وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون- د لړم په اتلسمه خپور شو، وویل د غونډې کوربه- د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د کرونا وبا... Читать дальше...
نژدې دوه سوه افغانان چې لویه برخه یې پیلوټان دي تېره شپه د تاجکستان له پلازمېنې دوشنبې څخه په هغه الوتکه کې روان شول چې د امریکا متحد ایالاتونو چمتو کړې وه.
تمه ده چې دا کډوال به د امریکا په متحد ایالاتونو کې ځای پرځای شي.
په دې ډله کې ۱۴۳ هغه پيلوټان دي چې په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا متحد ایالاتونو روزلي دي او د خبریالانو په ګډون شااوخوا پنځوس تنه نور افغانان دي.
په تاجکستان کې د امریکا د متحد ایالاتونو د سفارت یوه استازي ازادي راډیو ته وویل چې دا ډله به مخکې تردې چې متحد ایالاتونو ته ولاړه شي درېیم هېواد ته انتقال شي. Читать дальше...
د شل اوورونو د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ نیمه پای لوبه نن د متحد عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د انګلستان او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
دا لوبه د کابل پر وخت د ماښام شپږنیمې بجې پیلېږي.
د شل اوورونو په دې جام کې انګلستان په الف ګروپ کې لومړی ځای خپل کړ او نیوزیلنډ په (ب) ګروپ کې دوهم مقام خپل کړی دی.
بله نیمه پایلوبه د ( ب) ګروپ د اتل پاکستان او د الف ګروپ د دوهم ټیم استرالیا ترمنځ سبا په دوبۍ کې ده.
د دې دوو لوبو ګټونکي به د نومبر په څوارلسمه په دوبۍ کې پایلوبه کوي.
د ازادې تکواندو په نړیوالو سیالیو کې چې په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شوې د افغانستان نارینه لوبغاړو د اوو مډالونو په ترلاسه کولو لومړۍ مقام خپل کړ.
د 'پاکستان اوپن' په نوم په دې سیالیو کې د افغانستان ۱۹ لوبغاړو د درې رنګه بیرغ تر سیوري لاندې په دوو ګروپونو کې لوبې وکړې.
د افغانستان د تکواندو ویاند ذبیح الله شهزاد تېرماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا بری د افغانستان لپاره یو ستر ویاړ دی: "زموږ لوبغاړي وتوانېدل چې یو د سرو زرو، درې د سپینو زرو او درې د ژېړو مډالونه ترلاسه کړي او زموږ لوبغاړو د... Читать дальше...
د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی نن اسلام اباد ته ځي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "یو پلاوی د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ پاکستان ته په لسم تاریخ ځي او له پاکستاني لوري سره پر یو شمېر مشترکو موضوعاتو خبرې کوي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ښاغلی متقي به د دې سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره، پاکستان ته د افغانانو د ویزو د مسالې ترڅنګ پر یو لړ دوه اړخیزو موضوعاتو وغږیږي. Читать дальше...
ایران پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان کډوالو مخه ونیسي. د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي پرون سې شنبه (د لړم ۱۸مه) په تهران کې د خبري غونډې پر مهال خبرداری ورکړ که له افغانانو سره مرستې ونه شي کډوال به د اروپا په لور ورمات شي.
ښاغلي وحیدي زیاته کړه: "موږ باید څه وکړو، ولې مرستې نه کېږي، ولې یې پیسې بندې شوي دي، ولې د افغانستان له خلکو سره مرستې نه کوي داسې مرستې چې دوی هلته خوندي کړي."
وحیدي زیاته کړه، له کله چې طالبانو کابل نیولی دی، هره ورځ په زرګونو کسان له افغانستانه د ایران پر پوله... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
ЦСКА и МФТИ заключил соглашение о сотрудничестве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Людмила Самсонова
Самсонова победила Фернандес и вышла в третий круг турнира в Страсбурге
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Забирает энергию, наводит порчу, вызывает слепоту: почему нельзя смотреть на северное сияние
Путин в России и мире
Москва
Кадыров встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Песня
Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.
Москва
Захарова поинтересовалась когда американские власти проводили двусторонние переговоры о признании независимости Косово от Сербии?
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net