بلګراد کې د دوو فعالانو د نیولو په غبرګون کې مظاهره وشوه
د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې بېګا ناوخته د هغو دوو فعالانو د نیولو په غبرګون کې مظاهره وشوه چې د بوسنیا د سرب ځواکونو د جګړې د مهال د قوماندان او په بشري جرایمو د تورن راتکو ملادیچ عکس یې په هګیو وویشتل.
پرون ناوخته د غیرحکومتي موسسو غړو او عامو خلکو د بلګراد په هغه ځای کې د راټولېدو هڅه وکړه چې د ملادیچ تصویرونه ښکارېدل.
دا تصویرونه د فاشیزم او له یهودانو سره د ضدیت د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت پر دېوال لګېدلي دي، خو پولیسو سیمه کلابنده کړه او خلکو ته یې اجازه ورنه کړه چې هلته ننوځي.
له دې مخکې د سربیا پولیسو سیاسي فعالانې ایدا کوروویچ او یلینا یاچیموویچ وروسته له هغه د لنډ وخت لپاره ونیولې چې د ملادیچ تصویر یې په هګیو وویشت.
دواړه فعالانې څو ساعتونو وروسته خوشې شوې.