Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2021

Новости за 24.11.2021

د ښځو ضد تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ افغان ښځې اوس کومې ستونزې ګالي؟

Pa.azadiradio.com 

د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کېږي چې یو شمېر افغان ښځې او نجونې د کار او زده‌کړو له حقه محرومه شوې دي. د طالبانو تر واکمنېدو راوروسته په دغه هېواد کې ډېرې ښځې له کار، زده‌کړو او سپورټ پاتې دي.  تازه طالبانو د تمثیل په برخه کې د ښځو له کار کولو سره مخالفت ښودلی او د ښځینه خبریالانو د کار په برخه کې یې هم یو شمېر محدویتونه وضع کړي دي.  د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د ښځو د برخې مشره وايي، د طالبانو په واکمنۍ سره په افغانستان... Читать дальше...

مصري ښځو د خپلو ټولنیزو حقونو په اړه پراخ بحثونه پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

یوه میاشت وروسته له هغه چې یوه مصرۍ ښځه د ګاونډیانو د خبرو له لاسه له بالکونه له لوېدو وروسته مړه شوه، د دې هېواد ښځو د خپلو ټولنیزو حقونو په اړه پراخ بحثونه پیل کړي چې له قانونه نیولې د ټولنې تر چلند پورې موضوعات په‌کې نغښتي. ناظمه نصر په قاهره کې په خپل اپارتمان کې یوه اوونۍ پرته له اوبو پاته شوه ځکه وېرېده چې که نل جوړوونکی راوغواړي، ګاونډيان به‌یې ورپسي خبرې وکړي. دا وايي: "ما یوه اوونۍ په کور کې روانې اوبه نه‌درلودې ځکه باید له ګاونډيانو مې مرسته غوښتې وی چې یو نل جوړوونکی یا برقي راته راولي چې دا ستونزه حل شي. Читать дальше...

ایران هغه کس اعدام کړ چې د جرم پر مهال‌یې عمر له ۱۸ کلنۍ کم و

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي ایران هغه کس اعدام کړی چې د جرم پر مهال‌یې عمر له ۱۸ کلنۍ کم و. د ایران نمیه دولتي خبري اژانس ایسنا نن راپور ورکړ چې یو ایراني چې په ۱۷ کلنۍ کې د قتل په جرم نیول شوی و، د ده د نه‌اعدام په اړه د نړیوالو غوښتنو سربېره اعدام شو. ۲۵ کلن ارمان عبدالعلي د خپل ملګرۍ نجلۍ د قتل په تور چې په ۲۰۱۴ م کال کې تري تمه شوه، مجرم بلل شوی و، خو د قرباني نجلۍ مړی هېڅ ونه‌موندل شو. د عبدالعلي اعدام تر دې مخکې د بشري حقونو د ادارو د هغو خبرداریو له کبله ځنډول شوی و چې د نړیوالو کنوانسینونو څخه‌یې د ایران د سرغړاوي په اړه ورکړي و. Читать дальше...



د طالبانو حکومت په ژمي کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، هڅه کوي په ژمي کې د هوا د ککړتیا مخه ونیسي. طالب چارواکو دا څرګندونې په کابل کې د چاپېریال ساتنې په هدف جوړه شوې غونډه کې کړي. د کابل ښاروالي چې اوس‌مهال د چاپېریال ساتنې مسؤلیت هم لري، دې غونډې ته‌یې مرستیال حمدالله نعماني له خلکو غوښتي چې د چاپېریال ساتنې قوانین او ښاري اخلاق په خپله خوښه عملي کړي. د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد بیا د ټولو کارخونو او ښارګوټو له مسؤلانو غوښتي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره فلترونه فعال کړي. Читать дальше...

طالبانو فراه کې اته غله نیولي

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې طالب چارواکي وايي اته تنه غله‌یي نیولي دي. د فراه د امنیتي قوماندانۍ د رسنیو مسؤل عارف عدیل نن ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه د غلو یوه اته کسیزه ډله د ښار له دوهمې ناحیې څخه د یو لوکس موټر د غلا پر مهال لاس په لاس نیول شوي دي." د عارف عدیل په وینا تېره یوه میاشت کې یې په فراه ولایت کې ۲۳ تنه غله نیولي او د هغوی دوسیې یې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلې دي. د فراه یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، د طالبانو په واکمنېدو سره‌یې د غلا او شوکو په شمول د جنايي پېښو د کموالي تمه لرله،... Читать дальше...

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د واک ته رسېدو د ۱۰۰ ورځو له پوره کېدو سره ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان مالي سیستم ممکن په څو میاشتو کې وپاشل شي ځکه چې خلک به د خپلو پورونو د ورکولو توان نه‌لري. د اګسټ په ۱۵مه طالبانو له واک ته رسېدو سره سم د څو اوونیو لپاره بانکونه بند کړل، امریکا د افغانستان بانک شااوخوا نهه‌نیم میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه، د افغانستان بانکونه تقریباً دېوالیه شوي، کار و بار سوړ شوی، د جنسونو بیې لوړې شوي او د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی دی. خو هم طالبان او هم سوداګر وايي،... Читать дальше...

کاپیسا کې دوه دیني عالمان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا کې په یو وسله‌وال برید کې دوه تنه دیني عالمان وژل شوي دي. ځايي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي پر دیني عالمانو دا برید نن سهار د کاپیسا په مرکزي سیمه رېګ روان کې هغه مهال وشو چې دا دیني عالمان له مدرسې څخه کورونو ته روان وو. په کاپیسا کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌الله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې په برید کې دوه تنه دیني عالمان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. ښاغلي وثیق زیاته کړه: "متأسفانه دا پېښه شوې ده. د کاپیسا ولایت چارواکي هڅه کوي چې عاملین‌یې پیدا او قانون... Читать дальше...

د پولنډ-بېلاروس پر پوله کډوال: پولنډي پوله ساتونکو په زور بېلاروس ته وشړلو

Pa.azadiradio.com 

په یوه راپور کې چې د نوومبر په ۲۴مه نېټه خپور شو، نیویارک مېشتې د بشري حقونو د څار سازمان د بېلاروس او پولنډ ترمنځ پر پوله د بندو پاتو خلکو له قوله ویلي چې پولنډي پوله ساتونکو دوی په تاوتریخوالي سره ایستلي او د بېلاروس خوا ته شړلي دي. راپور زیاته کړې، له پناه غوښتونکو سره د بېلاروس د پولو ساتونکو له خوا تاوتریخوالی، غیرانساني او د سپکاوي چلند معمول و. د 'HRW'  په وینا له اګسټ راهیسې، په زرګونو خلک په ځانګړي توګه د سوریې، عراق او یمن څخه د بېلاروس پلازمېنې مېنسک ته ورغلي او دوی هغو شرکتونو بیولي چې سیلانیانو ته د سفر زمینه برابروي. Читать дальше...



کابل کې د پاسپورټ د وېش لړۍ بنده ده خو ۱۰ ولایتونو کې تازه پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني، ډایکندي، فاریاب، نورستان او بدخشان هغه ولایتونه دي چې د پاسپورټ عمومي ریاست د مسوولینو په وینا سر له سبا به په کې د پاسپورټونو د ویش لړۍ پیل شي. د پاسپورټ عمومي رئیس علم ګل حقاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې وویل چې یادو ولایتونو کې ټول تخنیکي وسایل او کار کوونکي د پاسپورټونو د وېش چارو ته چمتو شوي دي. په دې سره له پلازمېنې کابل پرته د هغه ولایتونو شمېر ۱۷ ته ورسېده چې د پاسپورټ د وېش لړۍ په کې پیل شوې ده، خو د پاسپورټ رئیس علم ګل حقاني... Читать дальше...

طالبان: یوه چينايي کمپنۍ د مسلخونو برخه کې پانګونه کول غواړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، یوه چينايي کمپنۍ لېواله ده چې په افغانستان کې د مسلخونو په برخه کې پانګونه وکړي. دې وزارت په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې د ټرېډنګ په نوم د چینايي شرکت مسوول د کرنې او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوي صدراعظم سره په دې اړه کتلي دي. د دې چینايي شرکت مسوول ویلي دي، حاضر دي چې په افغانستان کې هغه مسلخونه چې د دې شرکت په معیار برابر دي، د طالبانو له حکومت سره په تفاهم په اجاره واخلي او په هغه صورت کې چې د دې شرکت معیارونه و نه لري، نوي مسلخونه جوړ کړي. په... Читать дальше...

د طالبانو حکومت افغانستان کې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي یوه طرحه تأیید کړه

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لپاره‌یې یوه طرحه تأیید کړې ده.  د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په وینا د رئیس‌الوزرا په مشرۍ د کابینې غونډه د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لپاره د ټاکل شوي هیئت طرحه تأیید شوه او دنده وروسپارل شوه چې ولایتونو ته ولاړ شي او د ځنګلونو د پرې کولو لپاره عملي کار پیل کړي. که څه هم د دې طرحې ډېر جزئیات نه‌دي څرګند، خو د ذبیح‌الله مجاهد له‌خوا د طالبانو د حکومت د کابینې د غونډې په اړه اعلامیه کې ویل شوي،... Читать дальше...

دوحه کې د امریکا او طالب چارواکو ترمنځ پیلېدونکې خبرې په ۴ ټکو راڅرخي

Pa.azadiradio.com 

راتلونکې اوونۍ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام‌وېسټ د دوو اوونیو لپاره دوحې ته ځي. د هغه دا ځل سفر یو څه اوږد دی، نو ځکه ښيي چې دا ځل خبرې هم مهمې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي، دوی چمتو دي چې له طالبانو سره په عملي ډول د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې د دوی ملي ګټې رانغاړي، خبرې وکړي. دی وايي: "زه تاییدوم چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټام وېسټ له طالب مشرانو سره د خبرو په موخه د دوو اوونیو لپاره دوحې ته ولاړ شي. دوی به په افغانستان کې زموږ د مهمو ملي ګټو په اړه خبرې وکړي. Читать дальше...

بایډن له زېرمو د ۵۰ میلیونه بېرله تېلو د را اېستلو امر کړی

Pa.azadiradio.com 

د انرژۍ د بیو د ټیټولو لپاره د متحد ایالاتونو د هڅو په ترڅ کې ولسمشر جوبایډن د دې هېواد د تېلو له سټراتیژیکو زېرمو څخه بازار ته د پنځوس میلیونه بېرله تېلو د را اېستلو امر کړی.  دا پرېکړه له بریتانیا، چین، جاپان او شمالي کوریا سره د همغږۍ په اساس په پام کې نیول شوې، خو د امریکا له دې پرېکړې سره-سره، پرون په بازار کې د اومو تېلو په بیه کې په سلو کې درې زیاتوالی راغی. ویل کېږي د بیو د لوړېدو یو علت دا و چې د تېلو بیه له پرونۍ پرېکړې مخکې په تېرو ورځو کې رالوېدلې وه.  د امریکا ولسمشر وویل، که څه... Читать дальше...

امریکا له طالبانو سره په قطر کې د خبرو لړۍ بیا پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالات وايي چې راتلونکې اوونۍ به په قطر کې له طالبانو سره د خبرو لړۍ بیا پیل کړي او په دې ترڅ کې به پر نورو مسایلو سربېره د ترورېزم پرضد د مبارزې او په افغانستان کې د بشري بحران په اړه بحثونه شامل وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون خبریالانو ته وویل، په دې خبرو کې به چې دوه اوونۍ دوام کوي، د امریکايي پلاوي مشري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ کوي. ښاغلي پرایس زیاته کړه، دواړه لوري به د امریکا د مهمو ملي ګټو په اړه بحث وکړي چې د ده په وینا د... Читать дальше...

ستراتېژيست: ایا پاکستان هم د افغانستان په څېر مخ په ځوړ روان دی؟

Pa.azadiradio.com 

فارین پالېسي فارین پالېسي خپرونې پاکستان ته د افغان کډوالو د تګ موضوع څېړلې ده. دا خپرونه لیکي له څو لسیزو راهیسې د رسمي شمېرو له مخې پاکستان یو ملیون او څلور لکه افغانانو ته پناه ورکړې ده او د حکومتي اټکلونو له مخې پاکستان درې نیم ملیونه افغانانو ته پناه ورکړې ده. وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو د پخوا برعکس ډېرو افغانانو ایران ته مخه کړې ده. ایراني چارواکو په وروستیو کې وویل چې د ورځې په زرګونو افغانان د ایران لور ته اوړي او تهران له نړیوالو غوښتي چې له افغانانو سره مرستې... Читать дальше...

فراه کې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره شوې

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده. په داسې حال کې چې د افغان ښځو لپاره د کار زمینه محدوده شوې، په فراه کې دوو سوداګرو لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د دې ښځو ډېره برخه د خپلو کورنیو لپاره د روزي پیدا کولو مسوولیت لري .

اوچا: افغانستان کې خپلو اصلي مېنو ته د بې ځایه شوېو ستنېدل زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا-OCHA) وايي، په افغانستان کې خپلو اصلي مېنو ته د بې ځایه شویو ستنېدل زیات شوي دي.   دغې ادارې پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، روان میلادي کال د شپږ سوه او اته شپېته زره بېځایه شویو کسانو له ډلې له تېر سپټمبر میاشتې راهیسې یو سل او نهه شپېته زره یې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.   اوچا وايي، ځینې کسان په داسې حال کې خپلو مېنو ته ستنېږي چې کورونه او جایدادونه یې په وروستیو جګړو کې تخریب شوي او دغه کسان نورو مرستو ته اړتیا لري.

'WFP' افغانستان کې له ۲۲ میلیونه اړو کسانو سره د مرستو تابیا کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، په افغانستان کې یې له ۲۲ میلیونه اړو کسانو سره تر ژمي مخکې، د بشري مرستو تابیا کړې ده.   د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیه مشر ډېوېډ بېسلې  له افغانستانه په هغه ویډیو کې چې دغې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې ویلي: "موږ باید شااوخوا ۲۲ میلیونه وګړو ته د مرستې لپاره بیړه وکړو. زموږ یوه ډله بوخته ده، هغه لارۍ موټر بېلابېلو سیمو ته بوځي چې چلولو ته چمتو کړای شوي دي. دوی به په افغانستان کې د اړتیا وړ ځای ته ځي." د خوړو نړیوال پروګرام مشر وویل،... Читать дальше...

افغانستان کې د درملو د خدماتو اتحادیه: ۲میاشتو کې مو ۷ غړي تښتول شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د درملو د خدماتو اتحادیه وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې د دوی ۷ غړي تښتول شوي دي.  د دې اتحادیې غړو پرون اریانا نیوز ته ویلي، د طالبانو مشران دې د خصوصي سکټور د غړو د خوندیتوب لپاره جدي اقدام وکړي.   نړیوالو ادارو په افغانستان کې په وار- وار د اقتصادي رکود، وزګارتیا او د بیو د لوړېدو له کبله د انساني ناورین خبرداری ورکړی دی.


Музыкальные новости
Баста

Жена рэпера Басты опубликовала фото в купальнике





Персональные новости
#123ru.net

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»





راپورونه: د افغانستان لویدیځ کې روان کال ۳۵۰۰ماشومان په شري اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، د افغانستان په لویدیځ کې د روان لمریز کال له پیله په شري 'سرخکان'  درې نیم زره ماشومان اخته شوي دي.  د باختر دولتي اژانس د راپور له مخې، د دغو پېښو ۷۰ فیصده یې لېرې پراته غور ولایت کې ثبت شوي دي.   د راپور له مخې له وري/حمل میاشتې راهیسې په شري  ۳۱ مړینې هم ثبت شوي دي.   د غور د روغتیا رئیس عبدالستار موفق ویلي چې په غور کې د دې ناروغۍ پراخېدو اندېښمن کړی دی.

طالبان: 'نږدې ورځو' کې به د پاسپورټونو د وېش لړۍ له سره پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په 'نږدې ورځو' کې به د پاسپورټونو د وېش لړۍ له سره پیل شي.   د دغه وزارت ویاند، قاري سعید خوستي پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل، دغه لړۍ د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله ځنډول شوې وه: "امید دا دی چې په څو راتلونکو ورځو کې به دغه کارونه بیا پیل او دغه تخنیکي ستونزې به حل شي. د پاسپورټ ریاست په پام کې لري چې په ۷ ولایتونو کې خپل ریاستونه پرانیزې او خدمات پیل کړي."  د طالبانو د پاسپورټ ریاست د لړم/عقرب میاشتې پر ۲۵مه ازادي راډیو ته ویلي و چې د بایومټریک ماشینونو د... Читать дальше...

د سربیا یوه فابریکه کې چاودنو ۲تنه وژلي او ۱۶ نور یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د سربیا د مهماتو په یوه فابریکه کې یو لړ چاودنو لږ تر لږه دوه کسان ووژل او ۱۶ نور ټپیان کړل.  دولتي ټلوېزیون (RTS) راپور ورکړی چې لومړۍ چاودنه پرون ماسپښین په هغه ګدام کې وشوه چې توغندي او چاودېدونکي مواد په کې ساتل کېدل.  سم د لاسه د چاودنې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. دغه فابریکه د پلازمېنې بلګراد په ۱۵ کیلومترۍ کې پرته ده.

پولنډ: یوه ډله پناه غوښتونکو بیا هڅه وکړه چې له بېلاروسه راواوړي

Pa.azadiradio.com 

پولنډ وايي، یوه ډله پناه غوښتونکو یو وار بیا هڅه وکړه چې په غیرقانوني ډول د  بېلاروس له سرحده ور واوړي.   پولنډ  پرون بیا خبرداری ورکړ چې مېنسک هڅه کوي د اروپايي ټولنې په ختیځو پولو کې د روان بحران د پراخېدو لپاره ځینې پناه غوښتونکي بېرته دغو سرحدي سیمو ته ستانه کړي.   دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې چارواکو د بېلاروس پر وړاندې د څلورم پړاو بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړ.   دوی ویلي، بېلاروس د دې لپاره چې پناه غوښتونکي د پولنډ، لېتوانیا او لاتویا له طريقه اروپايي ټولنې ته ننوځي، په زرګونو... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د یمن ۷کلنه جګړه کې د وژل شوېو کسانو شمېر۳لکه ۷۷۰۰۰ ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د یمن په اووه کلنه جګړه کې به د روان میلادي کال تر پایه د وژل شوېو شمېر درې لکه ۷۷۰۰۰ ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام 'UNDP' پرون سې شنبه په یوه راپور کې وویل، د دغه شمېر مړینو علت به د جګړې په مستقیمو او غیرمستقیمو عواملو پورې تړلی وي. ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د دغو مړینو ۶۰ فیصده به د جګړې د غیرمستقیمو عواملو له کبله وي، لکه د پاکو اوبو د نشتوالي، لوږې او ناروغیو له کبله. د دې ادارې د راپور له مخې، تر را روانې میاشتې به د هغو کسانو شمېر چې په مستقیم ډول د جګړو له کبله وژل شوي، تر یو نیم لکو زیات وي.

۱۰۰ ورځې؛ دې ورځو کې د افغانستان کړکېچ په اړه نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو پرون سې شنبه سل ورځې پوره شوې، خو په دې سلو ورځو کې د افغانستان د اقتصادي، ټولنیز، بشري او سیاسي کړکېچ په اړه بېلابېلو ادارو خبرداری ورکړی دی. د ناروې د کډوالۍ شورا مشر ین ایګیلنډ (Jan Egeland) پرون په خپل رسمي ټویټر کې وویل، د افغانستان د تېر حکومت د ړنګېدو سل ورځې پوره شوې او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د نفوس د ۶۰ فیصده برخې د لوږې اندازه په سختېدو ده. ایګیلنډ ویلي، د خلکو بشري اړتیاوې د سختې وچکالۍ، د بیو لوړېدو او اقتصادي رکود له کبله لا سختې شوې دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии спорта в селах Чукотки


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ирина Хромачёва

Россиянки Хромачёва и Сизикова пробились в финал парного турнира в Рабате


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Анализ российского рынка одноразовой биоразлагаемой посуды: итоги 2023 г., прогноз до 2027 г.





Путин в России и мире
Москва

Кадыров встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Виктор Тепляков

Депутат ЗСК Виктор Тепляков провёл комиссионный осмотр школы №20 имени Гапанца Ивана Владимировича



Москва

«Скейтбординг — то, чем рок был в музыке»: Вдовин — о влиянии молодёжи, коллаборации с Авербухом и «мягкой силе» России

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net