مصري ښځو د خپلو ټولنیزو حقونو په اړه پراخ بحثونه پیل کړي
یوه میاشت وروسته له هغه چې یوه مصرۍ ښځه د ګاونډیانو د خبرو له لاسه له بالکونه له لوېدو وروسته مړه شوه، د دې هېواد ښځو د خپلو ټولنیزو حقونو په اړه پراخ بحثونه پیل کړي چې له قانونه نیولې د ټولنې تر چلند پورې موضوعات پهکې نغښتي.
ناظمه نصر په قاهره کې په خپل اپارتمان کې یوه اوونۍ پرته له اوبو پاته شوه ځکه وېرېده چې که نل جوړوونکی راوغواړي، ګاونډيان بهیې ورپسي خبرې وکړي.
دا وايي: "ما یوه اوونۍ په کور کې روانې اوبه نهدرلودې ځکه باید له ګاونډيانو مې مرسته غوښتې وی چې یو نل جوړوونکی یا برقي راته راولي چې دا ستونزه حل شي. ما دا مسلکي کس په خپله راغوښتلی شوی، خو دوی باید خبر شي چې زه له څه ډول ستونزې سره مخامخ یم چې له کبلهیې یو کس زما کور ته راځي. بیا دوی پوښتنه نهکوي چې دا کس څوک دی؟"
دا وايي د یوې ځوانې او یوازې اوسېدونکې ښځې په توګه له هغه ډول ټولنیز کنټرول سره مخامخ ده چې د یوې ۳۵ کلنې مصرۍ ښځې د مرګ لامل شو.
یوه میاشت مخکې په قاهره کې د دالیا په نوم یوه ښځه وروسته له هغه د خپل کور له بالکونه راولوېده او مړه شوه چې ګاونډيانو ورباندې له یوه سړي سره د اړیکو تور پورې کړی و.
له هغه وروسته په مصر کې د ښځو له کړاوونو ډکې کیسې رامخې ته شوې چې د ښځو لپاره په یوه تنګ نظره ټولنه کې د خپلواکۍ ژوند تېرول څومره ستونزمن دی.
ناظمه وايي، ټولنه د ښځو ټول ژوند کنټرولوي لکه دوی باید له چا سره وویني، کوم کار وکړي، څه وخت له کوره ووځي او ورشي او داسې نور.
ناظمه زیاتوي: "کله چې ښځې د هغو اصولو خلاف کار وکړي چې ټولنې ورته ټاکلي، دوی يې ووژني. زه هیله لرم قضا په دې اړه اقدامات وکړي او یو قانون رامنځته کړي. دا یوازې د دالیا کیسه نهده، د هغې قضیې یوه لویه ټولنیزه ستونزه رامخې ته کړه. په مصر کې ډېرې ښځې تر تهدید لاندې ژوند کوي."
په مصر کې داسې موارد ډېر کم تر سترګو کېږي چې یوه ښځه دې یوازي واوسي. هغه ښځې چې ځان ته اپارتمانونه کرایه کوي، له سختو انتقادونو سره مخامخ وي.
د بشري حقونو فعالان انتقاد کوي چې په مصر کې داسې سیستم نهشته چې د ښځو خوندیتوب جدي وګڼي.
مصر سل ملیونه نفوس لري. د ملګرو ملتونو د نفوس فنډ په نوم ادارې د ۲۰۱۶م کال د راپور له مخې په دې هېواد کې هر کال ۷،۹ ملیونه ښځې د خپلو مېړونو، خپلوانو او پردیو خلکو له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.