په ملګرو ملتونو کې له نشه یې توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل راپور کې چې تیره ورځ خپور شو ویلي په افغانستان کې سږ کال په سلو کې اته فیصده د تاریاکو په تولید کې زیاتوالی راغلی او په دغه هیواد کې له دې لارې ترلاسه شوې پیسې دوه میلیارده او ۷۰۰ ملیونه ډالرو ته رسېږي.
د کرکټ نړیواله شورا وايي، په افغانستان کې د کرکټ ملاتړ ته دوام ورکوو.
په افغانستان کې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا یا (ICC) په خپله ناسته کې مهمه پرېکړه وکړه او د افغانستان له کرکټ څخهیې ملاتړ اعلان کړ.
تر دې مخکې داسې اوازې وې چې ښايي په افغان لوبډلې او کرکټ بورډ بندیزونه ولګول شي، خو د بورډ له ناستې وروسته «ICC» ویلي چې د افغان کرکټ ملاتړ ته ژمنه ده او هڅه کوي چې په افغانستان کې د کرکټ د غوړېدو لپاره لا ډېر کار وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا یوه کمېټه هم وټاکله چې دا... Читать дальше...
د فېسبوک ټولنیزې شبکې شرکت (مېټا) وايي، د پاکستاني هکرانو يوې ډلې د افغانستان د مخکېني حکومت د یو شمېر چارواکو په حسابونو د برید هڅه کړې.
د دې شرکت د څېړنې څانګې مسؤلانو روېټرز ته ویلي، دې هکرانو د طالبانو لهخوا د افغانستان د نیولو پر مهال د افغانستان د مخکېنیو چارواکو او نظامیانو حسابونو ته د ننوتو او جاسوسۍ لپاره د ځینو وېبسایټونو لېنکونه لېږلي دي.
د مېټا شرکت له قوله، په دې چارواکو کې دولتي کسان، د ملي پوځ مسؤلان او اجرايي کارکوونکي شامل دي چې د هکرانو هدف وو.
د پاکستاني هکرانو دا ډله... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د خپلې کابینې په لسمه غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته لارښوونه کړې چې د نورو بنسټونو په همکارۍ د سوالګرو د اړتیاوو، سرپناه، خوراکي توکو او روغتیایي اسانتیاوو د تأمین او برابرولو لپاره یوه طرحه برابره او د رئیسالوزرا دفتر ته وسپاري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، دا پرېکړه ځکه شوې چې سوالګري په یوې حرفې بدله نهشي او هغه کسانو ته چې اقتصادي ستونزې لري، رسېدنه وشي.
ښاغلی مجاهد زياتوي: "دا پرېکړه د دې لپاره... Читать дальше...
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار لوېدیځه څنډه کې چاودنې یو تن وژلی او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د دې وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن د ۱۳مې حوزې په نقاش سیمه کې پر یوه ټونس موټر شوې او په خبرهیې ټپيانو کې مېرمنې هم شاملې دي.
په ورته وخت کې د کابل په شهید څلورلارې کې هم چاودنه شوې، خو د مرګژوبلې په اړهیې لا کره معلومات رسنیو سره نهدي شریک شوي.
د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل په کوټه سنګي کې چاودنې دوه تنه ملکیان ټپیان کړل.
له هغه دوه ورځې وړاندې ورته چاودنې یو کس وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وایي، دولتي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له کبله تړلي پاته دي.
عبدالباقي حقاني دا خبره نن د جرمني د ستراتېژيکې پراختیا کمپنۍ د اسیا له مسؤل حشمتالله مرادي سره په کتنه کې کړې ده.
ښاغلي حقاني د دغو اقتصادي ستونزو په اړه جزئیات نهدي ورکړي، خو ویلي یې دي چې خصوصي پوهنتونونه پرانيستي دي او تدریس پهکې روان دی.
د لوړو زدهکړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې کتنه کې د جرمني کمپنۍ په بېلابېلو برخو کې وزارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یو شمېر... Читать дальше...
ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال پرتله ۸ فیصده زیات شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې له نشهیي توکو او جرم سره د مبارزې ادارې پرون په یوه راپور کې ویلي، ۲۰۲۱ کال کې ۶،۸۰۰ ټنه تریاک تولید شوي دي.
د دغه راپور له مخې، له دې لارې ترلاسه شوې پیسې دوه میلیارده او ۷۰۰ ملیونه ډالرو ته رسېږي.
راپور کې راغلي، د دغو پیسو ډېره برخه د هغو کسانو جېبونو ته تللې چې له افغانستانه بهر د نشهیي توکو ناقانونه سوداګرۍ کې لاس لري.
افغانستان د نړۍ په کچه د تریاکو لوی تولیدوونکی دی او د نړۍ نږدې ۹۰ په سلو کې تریاک دلته تولیدېږي.
په چک جمهوریت کې تېره ورځ د کرونا څه باندې ۲۲،۴۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له کله نه چې کرونا وبا راغلې، دا په دې هېواد کې چې ۱۰،۷ ملیونه وګړي لري، په ورځنۍ کچه تر ټولو لوړې شمېرې دي.
د چک جمهوریت د عامې روغتیا وزارت ننني معلومات ښيي چې د کرونا اوسنۍ پېښې د تېرۍ اوونۍ پرتله ۴۵ فیصده زیاتې شوې دي.
په یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو له دې ډلې د چک په ګاونډیو اتریش، جرمني او سلواکیا کې هم د کرونا پېښې زیاتې شوې دي.
د ارمنستان چارواکي وایي، ازربایجان سره پر پوله له تازه شخړې وروسته لسګونه ارمني سرتیري نیول شوي او یا لا درکه شوي دي.
د ارمنستان او ازربایجان ترمنځ پوله کې تازه شخړه پرون ونښته.
بل لورته د ازربایجان د دفاع وزارت نن چهارشنبه (د لړم په ۲۶مه) ویلي، په دې سرحدي شخړه کې یې ۷ سرتیري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د ارمنستان دفاع وزارت بیا نن په یوه اعلامیه کې ۱۳ سرتیري یې د ازربایجان د ځواکونو له خوا نیول شوي او د ۲۴ نورو د برخلیک په اړه معلومات نشته.
ارمنستان خپل لوري ته د یوه سرتیري د وژلو خبره کړې ده. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د امریکا له کانګرسه په یوه سرخلاصي لیک کې د کنګل شوېو پیسو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
په دغه لیک کې چې د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی، د افغانستان ناوړه اقتصادي شرایطو ته په اشارې ویل شوي چې د وضعیت دوام به د پراخې کډوالۍ لامل شي.
لیک کې ویل شوي، د افغانستان بانک پر زیرمو د امریکا له خوا بندیزونه د طالبانو د تمې او د دوحې د هوکړې خلاف یو کار دی.
بلخي د لیک په یوه برخه کې کانګرس ته په خطاب کې وایي چې دوی په زور نه، بلکې د خلکو په غوښتنه کابل ته راغلي... Читать дальше...
د افغانستان د خوراکي توکو ټولنه وايي، د ډالرو لیلام په بازار کې د خوراکي توکو د نرخونو په راټېټدو هېڅ اغیز نه دی کړی.
د دې ټولنې مشر فضل الرحمان نن چهارشنبه (د لړم په ۲۶مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې ټول سوداګر په دې تمه وو چې بازار ته د ډالرو وړاندې کول به د خوراکي توکو په نرخونو اغیز وکړي، خو په خبره یې داسې و نه شول.
د نوموړي په خبره تېره ورځ د افغانستان بانک یوازې دوه نیم میلیونه دالره بازار ته وړاندې کړل.
د خوراکي توکو د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ اوس هم د اوړو د یوې بوجۍ بیه له ۲۲۲۰ تر... Читать дальше...
د امریکا لهخوا د افغانستان د بانکي زېرمې کنګل کېدو، طالبان اړ کړي چې د دې شتمنۍ د خوشې کېدو لپاره د متحده ایالاتو کانګرس ته لیک واستوي.
دا لیک چې نن د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) رسنیز شو په کې تر ډېره د افغانستان اوسني وضعیت او د امریکا لهخوا د بانکي زېرمې له کنګل کېدو وروسته، اندېښنو او د دې ګام بدو پایلو ته اشاره شوې.
په لیک کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي له خوا لیکل شوی په کې راغلي، د نوي حکومت له اعلان سره د متحده ایالاتو حکومت د افغانستان د مرکزي بانک پر ذخیرو... Читать дальше...
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې ولایت کې د ډېرو فابریکو د تړلو په اړه اندېښنه ښيي.
د دې خونې مرستیال فضل الحق مشکاني نن چهارشنبه (د لړم په ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو سره تراوسه چې له درې میاشتو زیات وخت تېرېږي، د برېښنا او خامو موادو د نشتوالي او د بانکي ستونزو له امله د ډېرو فابریکو فعالیتونه درېدلي دي.
ښاغلی مشکانی وايي، پخوا په کندهار کې ۴۵۰ لویو او وړو فابریکو فعالیت کاوه، خو اوس له ۲۰ تر ۲۵ فابریکې له جنراټوره په استفادې سره فعالیت کوي.
د مشکاني په وینا... Читать дальше...
د درمل جوړولو سترې امریکايي کمپنۍ فایزر د ملګرو ملتونو له یوې ادارې سره موافقه وکړه چې پر اساس به یې د دغه شرکت له لوري د کرونا ویروس د مخنیوي ګولۍ بې وزلو هېوادونو ته په ارزانه بیه ورکول کېږي.
فایزر پرون سې شنبه (د لړم ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، د 'اېم.پي.پي' په نوم ادارې ته به جواز ورکړي چې د ملګرو ملتونو لپاره د کرونا ویروس ضد درمل جوړ کړي.
له دې موافقې سره-سم، فایزر به له دې ادارې د جنریک یا ارزان تولید په خاطر د پیسو غوښتنه ونه کړي، څو د کرونا درملنه ارزانه تمامه شي.
فایزر وايي،... Читать дальше...
د روسیې د مختلطو رزمي ورزشونو- MMA لوبغاړی اکمل خوژییف په امریکا کې د یوه ډاکټر د وژنې په تور نیول شوی دی.
۲۷ کلن خوژییف چې پر ټولنیزو رسنیو یې ځان بې واکسینه قاتل باله، د رسنیو د راپورونو له مخې تورن دی چې د متحدو ایالاتونو په اړوند ګوام قلمرو کې یې د کووېډ-۱۹ واکسین پر سر د لانجې پر سر ډاکټر میران رابیتي په چاړه وهلی او وژلی یې دی.
د راپورونو له مخې رابیتي چې د ګوام په یو روغتون کې ډاکټر و او خوژییف چې له پېښې درې میاشتې مخکې د یوه سپورټي کلپ روزونکی او وروسته له دندې لېرې شوی و، له پخوا سره پېژندل. Читать дальше...
د اتریش کمونیست ګوند به د ښاروالیو له انتخاباتو وروسته د لومړي ځل لپاره د یوه لوی ښار د چارو واګي په لاس کې واخلي.
د اتریش په جنوبي ښار ګراز کې د ښاروالۍ په نننیو انتخاباتو کې د اېلکې کاهر بریا اوس تقریبا قطعي شوې ده.
۶۰ کلنه مېرمن کاهر به لومړنۍ کمونیسته سیاستواله وي چې د اتریش د یوه لوی ښار مشري کوي.
هغې د سېپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې په سلو کې ۲۹ رایې وګټلې او د واکمن ګوند استازی زیګفرید ناګل یې چې د ډېرې مودې لپاره د ګراز ښارول و، مات کړ.
د اتریش کمونیست ګوند په ګراز ښار کې د هغه... Читать дальше...
فیسبوک خبر ورکړی چې د سږني کال په پیل کې یې هغه پاکستاني هککران بلاک کړي دي چې د افغانستان د پخواني حکومت له چارواکو سره د تړلو افغانانو پر حسابونو یې بریدونه کړي وو.
د دې هککرانو له خوا دا حملې هغه مهال شوي دي چې طالبانو په کابل کې پر واک د ولکې هڅه کوله.
فیسبوک پرون د نوومبر په شپاړسمه خبر ورکړ چې دا هککران د هغو څلور ورانکارو له ډلې دي چې پاڼې او حسابونه یې غیر فعاله شوي او دې ادارې د حملو قربانیانو ته د پیغامونو په لېږلو سره د هغو فعالیتونه شنډ کړي دي.
د فیسبوک په وینا د هککرانو درې نورې... Читать дальше...
په کندز کې د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د وزلوبې 'بُزکشۍ' د مني سیالۍ پیل شوې.
وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده چې د خلكو په منځ كې ډېر مېنه وال لري.
د کندز د وزلوبې د فدراسیون مرستیال قیوم خان وايي، دا لوبه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده او په وینا یې هر افغان باید خپل کلتور وساتي څو له یوه نسله بل ته انتقال شي.
قیوم خان وایي: "د بُزکشي خزاني لوبه په ارامه فضا کې جریان لري. دې سیالۍ کې د خان اباد، چهاردرې، علي اباد، امام صاحب، قلعه زال او د نورو ولسوالیو چاپ اندازونو ګډون کړی. موږ له طالبانو مننه... Читать дальше...
په کونړ کې ښوونکي وايي، د معاشونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کونړ مرکز اړوند د کرهالي هلکانو د منځني ښوونځي ۷ ټولګي کې ښوونکی امین الله وایي، په کور کې د خوراک لپاره څه نه لري او هټیوال هم ورته پور نه ورکوي، خو بیا يې هم تراوسه تدریس ته دوام ورکړی.
امین الله وایي: " تر اوسه موږ معاشونه نه دي اخیستي، په کور کې مو چې څه شیان وو، هغه مو ټول په بازار کې په ډېره ارزانه بیه وپلورل. ځکه چې اولادونه او کورنۍ راڅخه نفقه غواړي، بل کوم درک مو هم نه درلوده. نور هېڅ راته نه دي پاتې. ډېری... Читать дальше...
د سپين بولدک–چمن د دروازې له پرانېستل کېدو وروسته لا هم مسافر پر دغه لار له ځینو ستونزو شکایت کوي.
د عکسونو په دې ټولګه کې د مسافر ګڼه ګوڼه ګورئ، د ازادي راډیو سیمه ییز خبریال پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی، د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې کتلی شئ:
د طالبانو حکومت وايي، له خپلو لیکو کې د دوی په وینا د «نامطلوبو» کسانو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د تصفیې لپاره د ګمارل شوي کمېسیون له خوا ګڼ کسان لېرې کړای شوي دي.
مجاهد زیاته کړه: "د تصفیې کمېسیون د دې لپاره جوړ شوی چې له صفوفو نامطلوب کسان وباسي. خپل کار یې پیل کړی دی. په سلګونو کسان ثبت او لسګونو کسان له صفونو ایستل شوي. دا پروسه دوام لري."
د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون تېره... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا 'یوناما' وايي، د دې ادارې مرستیالې میتي کنوډسن (Mette Knudsen) په بلخ ولایت کې د ښځو له بېلابېلو استازو سره په کتنه کې د دوی زړورتیا وستایله.
یوناما پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي، مېرمن کنوډسن په دې کتنه کې څرګنده کړې چې هر افغان د خپلې وړتیا د څرګندولو حق لري.
د یوناما په حواله، د یوناما مرستیالې په بلخ ولایت کې د طالبانو له والي مولوي قدرت الله حمزه سره په کتنه کې د بلخ د اوسېدونکو پر اړتیاوو هم خبرې وکړې.
دا څرګندونې داسې مهال... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت یو مرستیال ویاند وايي، د سینماپامیر په یوه دکان کې د پرونۍ اورلګېدنې علت د برېښنا شارټي وه.
احمد الله وثیق پرون په ټویټر کې لیکلي چې تر پېښې وروسته د اور وژنې عمله سیمې ته ورسېده او اور کابو شوی دی.
بل خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې پېښه کې څلور دکانونه سوځېدلي دي.
په دې اورلګېدنه کې د دقیق ځاني او مالي زیان په اړه سم د لاسه راپور نه دی ورکړل شوی.
د بامیان ولایت چارواکو تایید کړه چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ځوانې ښځې مړی موندل شوی دی.
د بامیان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر، خواني رسا، پرون سې شنبه (د لړم ۲۵مه) رسنیو ته وویل، دغه مړی په تپه جلال سیمه کې موندل شوی دی.
د بامیان ولایت چارواکي وايي، د دې پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه نور جزییات نه لري.
تردې مخکې په پکتیا، غور او بلخ ولایتونو کې هم په مرموز ډول د ځینو ښځو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو حکومت وايي، د سرې میاشتې ټولنې ته یې په کابل کې د سوالګرو د تثبیت او مرستې دنده وسپارله.
د طالبانو د پرونۍ اعلامیې له مخې دا پرېکړه د کابینې په لسمه غونډه کې وشوه چې مشري یې د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند کوله.
د اعلامیې له مخې، سرې میاشتې ته دنده سپارل شوې چې د سوالګرو د ځای، خوراک، پوښاک، دارو درملو د برابرولو او د هغوی د پاللو لپاره ریاست الوزرا ته خپل راپور وړاندې کړي.
په وروستیو کې د بې وزلۍ له پراخېدو سره جوخت د جرمونو د زیاتېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
په... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге назвала главные стимулы россиян для систематических занятий физкультурой и спортом
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Камилла Рахимова
Рахимова на отказе соперницы вышла в четвертьфинал турнира в Рабате
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Анализ российского рынка одноразовой биоразлагаемой посуды: итоги 2023 г., прогноз до 2027 г.
Путин в России и мире
Москва
BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в секторе Газа
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин сегодня вечером вылетит в Минск, где встретится с Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Иоганн Себастьян Бах
«Бах vs Рахманинов» из цикла Битва Клавиров под величественными сводами Петрикирхе
Москва
Посол США посетила задержанного по подозрению в шпионаже Гершковича
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net