متقي: د امریکا کانګرس دې کنګل شوې پیسې راخوشې کړي
![متقي: د امریکا کانګرس دې کنګل شوې پیسې راخوشې کړي](https://gdb.rferl.org/05450000-0a00-0242-bc59-08d98989e2b5_cx53_cy20_cw46_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د امریکا له کانګرسه په یوه سرخلاصي لیک کې د کنګل شوېو پیسو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
په دغه لیک کې چې د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی، د افغانستان ناوړه اقتصادي شرایطو ته په اشارې ویل شوي چې د وضعیت دوام به د پراخې کډوالۍ لامل شي.
لیک کې ویل شوي، د افغانستان بانک پر زیرمو د امریکا له خوا بندیزونه د طالبانو د تمې او د دوحې د هوکړې خلاف یو کار دی.
بلخي د لیک په یوه برخه کې کانګرس ته په خطاب کې وایي چې دوی په زور نه، بلکې د خلکو په غوښتنه کابل ته راغلي: "د افغانستان اسلامي امارت د خلکو په ځانګړي توګه د کابل د اوسېدونکو په غوښتنه کابل ته ننوت، دا د دې لپاره چې د ګډوډۍ مخه ونیسي او د قدرت هغه تشه ډکه کړي چې د پخوانۍ ادارې د مشر د بې مسولیته تیښتې له کبله رامنځته شوې وه."
طالبان وایي، سره له دې چې افغانستان کې فضا جګړه ییزه وه، خو دوی له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د امریکا له درې ادارو سره خبرې کړي دي.