Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2021

Новости за 04.11.2021

یورواېشیا نټ: داعش جنوبي اسیا کې پر هغو ډلو بریدونه زیات کړي چې چین سره اړیکې لري

Pa.azadiradio.com 

یورواېشیا نټ یورواېشیا نټ خپرونه لیکي د اګسټ له ۱۵مې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، داعش په جنوبي اسیا کې پر هغو ډلو ټپلو بریدونه زیات کړي چې له چین سره اړیکې لري.  د خپرونې په باور له ۲۰۱۴ کال راوروسته چې داعش خراسان څانګه په افغانستان کې فعاله شوې ده دا ډله له چین سره دښمني کوي. په چین کې له اویغور مسلمانانو سره د چینایي چارواکو د ظلمونو له راپورونو څخه دا ډله د اسیا په جنوب کې د خپلو تبلیغاتو لپاره استفاده کوي. ایرواېشیا نټ وړاندې د افغان اویغورانو په وینا لیکي چې د طالبانو نوی حکومت ظاهراً د چین په لارښوونه له دوی سره بد چلند کوي. Читать дальше...

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو قوانینو د ښځینه مرسته رسوونکو کار ننګولی

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو قوانینو د ښځینه مرسته رسوونکو کارمندانو کار له ننګونو سره مخ کړی دی. دې سازمان نن وویل، یو سند ښيي چې طالب چارواکو د اکټوبر میاشتې له ۲۸مې نېټې راهیسې یوازې په درې ولایتونو کې د مرستې رسونې ښځینه کارکوونکو ته له قید او شرط پرته د کار اجازه ورکړې ده، خو د بشري حقونو د څار د دې سازمان په وینا د هېواد تر نمايي په زیاته برخه کې ښځینه مرسته رسوونکي له جدي محدودیتونو سره مخ دي. د بشري حقونو سازمان وړاندې وايي په بغلان کې طالب چارواکي د مرستې رسونې هېڅ ښځینه کارکوونکې ته د کار اجازه نه‌ورکوي. Читать дальше...

د شل اووریز کرکټ جام؛ بنګله‌دېش د اسټرالیا په وړاندې په لوی توپیر ماتې وخوړه

Pa.azadiradio.com 

د شل اووریز کرکټ جام د لوبو په لړۍ کې نن بنګله‌دېش د اسټرالیا په وړاندې په لوی توپیر ماتې وخوړه.   بنګله‌دېش لومړی بېټنګ وکړ په ۱۵ اوورونو کې یې واړه لوبغاړي وسوځېدل او د سیالې لوبډلې لپاره‌یې د ۷۱ منډو اسانه هدف ورکړ.  د اسټرالیا ځواکمنې لوبډلې یوازې په ۶،۲ اوورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته‌یې د اتو وېکټو په توپیر په داسې حال کې چې ۸۲ بالونه‌یې لا پاتې وو، ماتې ورکړه.  نن همداراز د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو د سریلانکا او وېسټ اندیز د لوبډلو ترمنځ یوه بله لوبه هم په پام کې ده. Читать дальше...



افغانستان کې د سخت ژمي، وچکالۍ او قحطۍ د رامنځته کېدو په اړه خبرداری

Pa.azadiradio.com 

په ټوله نړۍ کې اقلیمي بدلون، د کم بارانه ژمي راتګ او د ناورین او قحطي د رامنځته کېدو وېره. شدیدې وچکالۍ او د کرنیزو حاصلاتو کموالي افغانستان له بې‌وزلۍ، لوږې او شدید بشري کړکېچ سره مخ کړی دی. یو شمېر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د سخت ژمي د راتګ، وچکالۍ او قحطۍ ترڅنګ د نورو ناورینونو او کړکېچونو د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه طبیعي پېښې د ملیونونو انسانانو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ژوند ګواښي، هغه هېواد چې د طالبانو په راتګ سره بې‌وزلي او بې‌کاري لا اوج ته په‌کې رسېدلې دي. Читать дальше...

واشنګټن: له کابله د اشرف غني وتلو د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو هڅې بې‌ګټې کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړې. د دغه وزارت ویاند ند پرایس د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یو خبري کنفرانس کې ویلي، له واکه د لیرې شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابله وتل او د افغان حکومت سقوط د دې لامل شو چې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره هڅې بې‌ګټې شي. ښاغلي پرایس وویل چې طالبانو ته په سوله‌ییز ډول د واک انتقال او په ټول‌ګډونه حکومت هوکړه شوې وه، خو له کابله د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني وتل دا هر څه ګډوډ کړل. Читать дальше...

امریکا کې د اپارتمانونو له څښتنانو غوښتنه: افغانانو ته کورونه په کرایه ورکړئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په کنټیکیټ ایالت کې چارواکو او د کډوالو د حقونو مدافعانو د اپارتمانونو له څښتنانو څخه غوښتي چې هغو لسګونو افغان کورنیو ته دې کورونه په کرایه ورکړي چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له دې هېواد څخه امریکا ته کډه شوي او ځیني یې په دې ایالت کې ځای پر ځای کېږي. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس وايي، دا کسان تضمینوي چې د کورونو کرایه به ورکول کېږي. هغه ډلې چې د کډوالو د ځای پر ځای کېدو په برخو کې کار کوي، په دې هڅه کې دي څو امریکا ته تللیو افغان کډوالو ته سلګونه کرایي اپارتمانونه پیدا کړي،... Читать дальше...

کابل کې د امریکا د وروستي هوايي برید د قربانیانو کورنۍ: له جدي ګواښ سره مخ یو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې د برید له امله د وژل شویو د کورنۍ غړي وايي، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او باید ژر تر ژره له افغانستانه وویستل شي. دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې د امریکا دفاع وزارت تازه څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، له هغې ورځې چې پېښه رامنځته شوې دوه میاشتې کېږي، خو له دوی سره پرته له ژمنو او تش خبرو نور هېڅ هم نه‌دي شوي.  د امریکا دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دغه برید سره‌یې هېڅ قانون تر پښو لاندې کړی نه‌دی.  د دې کورنۍ غړي اېمل احمدي له ازادي راډیو... Читать дальше...

کابل کې د 'امن' په نوم د فوټبال سیالۍ پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې سبا د "امن" په نوم په کابل کې د فوټبال د اتلوالۍ سیالۍ پیل شي. دا لوبې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په لوبغالي کې کېږي. د دې فدراسیون رییس یوسف کارګر نن ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې، شاهین اسمايي، سیمرغ البرز، هریرود توپان، میوند اتلان، د اباسین څپې او د هندوکش عقابان ګډون کوي او لس ورځې به دوام وکړي." د اګسټ له پنځلسمې راهېسې چې کابل د طالبانو لاس ته لویدلی دی، دا د فوټبال لومړنۍ سیالۍ دي چې په دې ښار کې ترسره کېږي.



کرکټ؛ افغانستان راتلونکې یکشنبه د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شل اوورېزو نړیوالو لوبو په لړۍ کې افغانستان د یکشنبې په ورځ د ابوظبۍ په ښار کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي. افغانستان د هند پر وړاندې پرونۍ لوبه د ۶۶ منډو په توپیر وبایلله. افغانستان تردې مخکې هم په هېڅ شل اووریزه لوبه کې نه دی توانیدلی چې هندوستان ته ماتې ورکړي. افغان لوبډلې تردې مخکې سکاټلنډ او نامیبیا ته ماتې ورکړې او له پاکستانه یې ماتې خوړلې وه. د کرکټ د شل اووریزو نړیوالو لوبو په ترڅ کې ټاکلې ده چې نن استرالیا او بنګله دیش او ویست انډیز او سرېلانکا د یو بل په وړاندې لوبې وکړي.

هندیانو د خپل هېواد په ګوټ ګوټ کې 'دیوالي' لمانځي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان وګړو د دې هېواد په ګوټ ګوټ کې نن د دیوالي لمانځل پیل کړي دي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د دیوالي جشن سږکال د کرونا وبا د خپرېدو او د هوا د ککړتیا په اړه د زیاتیدونکو اندېښنو سره همهاله دی. هندوستانیان د دیوالي په مراسمو کې خپلو کې راټولیږي – کورنۍ او دوستان یو بل ته ډالۍ ورکوي. تېر کال د کرونا وبا د شدت له کبله په هندوستان کې د دیوالي جشن ونه لمانځل شو، خو سږکال سره له دې چې د دې هېواد حکومت له خلکو غوښتي چې د لویو راټولیدنو څخه دې ډډه وکړي، هندوستانیان د دې مراسمو له پیل مخکې... Читать дальше...

غزني کې ډله‌ییز واده؛ ګډونوال: جلا ودونو کې ډېر لګښت کورنیو کې ستونزې جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني یو شمېر اوسیدونکي وایي، په ودونو کې ډېر لګښت ځوانان بې برخلیه او د کورنیو ترمنځ د ستونزو د پیدا کېدو لامل ګرځي. ګلشن محمدي څو ورځې وړاندې په ډله ییز واده کې واده شوه. دغه واده کې د ۱۲ پېغلو او ځوانانو ترمنځ د ګډ ژوند مراسم ترسره شول. ګلشن وايي، دغه کار ته یې ځکه غاړه کېښوده چې د دې د پلارګنۍ او خسرګنۍ دواړو د واده لګښتونه راکم شي. نوموړې وایي، په ودونو کې زیات لګښتونه د دې سبب شوي چې په دواړو کورنیو بوج راشي او د کورنیو ترمنځ ستونزې رامنځ ته کړي. دا زیاتوي: "زه د دواړو لورو په خوښه... Читать дальше...

له ۵ میاشتني ځنډ وروسته د نړۍ مشران او ایران اټمي خبرو ته بیا سره کیني

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د نړۍ د پياوړیو قدرتونو او ایران ترمنځ د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره د دې میاشتې په ۲۹مه په ویانا کې خبرې بیا پيل شي.  دا خبرې له پنځو میاشتو وقفې وروسته پیلېږي له دې سره په لویدیځ کې د ایران د اټمي هڅو د پرمختګ په اړه اندېښنې پيدا شوي دي.  د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې عملیاتي برخې په یوه بیان کې د چهارشنبې په ورځ وویل، د دې خبرو مشري به اروپایي ټولنه کوي او د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او ایران استازي به ګډون په کې کوي.  د ایران د بهرنیو... Читать дальше...

د افغانستان بانک: اوونۍ کې ۴۰۰ ډالر یا ۳۰ زره افغانۍ له خپل حسابه ایستلی شئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک له بانکونو څخه د پیسو په را ایستلو شته محدودیوتونه نور هم راکم کړي او اوس د بانکونو مشتریان کولی شي په اوونۍ کې ۴ سوه امریکایي ډالر او یا دیرش زره افغانۍ له خپل حسابه راوباسي. د افغانستان بانک پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، که د بانکونو مشتریان غواړي چې په میاشتني ډول خپلې پیسې له بانکه راوباسي، نو کولای شي ۱۲۰۰ ډالر یا ۱۰۰ زره افغانۍ په یوه میاشت کې راوباسي. له دی وړاندې د ډالري حسابونو لرونکو په اونۍ کې یوازې د ۲۰۰ ډالرو د را ایستلو او د افغانیو حساب لرونکو په اوونۍ کې د ۲۰ زرو افغانیو د راایستلو اجازه درلوده.

د فراه مرکز او د ابو نصر فراهي بندر د دویم سړک جوړول بیا پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت مرکز او په دغه ولایت کې د ابو نصر فراهي سوداګریز بندر ترمنځ د دویم لین سړک د جوړولو چارې بیا پیل شوې. د فراه لپاره د طالبانو د حکومت مرستیال والي مولوي عبدالصمد فاروق پرون چهارشنبه(د لړم ۱۲مه) د دغه سړک د رغونې د کار پیل په مهال رسنیو ته وویل، یاد سړک چې د فراه مرکز د ابو نصر فراهي له سوداګریز بندر سره نښلوي، ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۶۰ کیلومتره به یې د ایران په مالي مرسته جوړیږي. د دغه سړک د جوړولو چارې په ۱۳۸۶ کال کې پیل شوی او هغه مهال یوازې ۶۰ کیلو متره جوړ، خو د امنیتي ستونزه له امله ۶۰ کیلو متره له جوړېدو پاتې وو.

ملګرو ملتونو د بوسنیا د سوله ساتو ځواکونو ماموریت وغځاوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه)  په یوه خوله د بوسنیا هرزیګوینا د سوله ساتي ځواکونو ماموریت تمدید کړ. دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې د چین او روسیې په خاطر په دې اړه د یوه پرېکړه لېک ملاتړ وکړي، له هغه د نړیوال سوله ساتي د استازي دفتر ترې لېرې کړای شوی دی. د دغه پریکړه لېک له مخې د اروپایي ټولنې په مشرۍ ۶۰۰ کسیزځواک ته چې د EUFOR په نوم یادیږي، د یوه بل کال لپاره هلته پاتېږي. په تصویب شوي پرېکړه لېک کې د عالي استازولۍ د دفتر عبارت وروسته له هغې لېرې کړای شو چې اوسني استازي... Читать дальше...

افغانستان تېرو لسو میاشتو کې ۸ سوه میلیونه ډالره صادرات درلودل

Pa.azadiradio.com 

افغانستان په تېرو لسو میاشتو کې ۸ سوه میلیونه ډالر صادرات درلودل. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار د پنجشنبې (د لړم په ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په تېرو لسو میاشتو کې زرګونه ټنه پیاز، وچه میوه، تازه میوه لکه انګور، انار، مڼې او هوږه بهر ته صادر کړې چې ټولیزه بیه يې ۸ سوه میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي. دا په داسې حال کې دی چې تېرو دوو میاشتو کې په بانکونو کې د افغان سوداګرو د پیسو بند پاتې کېدو او د افغانستان د سوداګریزو بندرونو او ګمرکونو د تړلي پاتې... Читать дальше...

اتریش کې د ایران او د نړۍ ترمنځ د اټمي تړون په اړه خبرې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د را ژوندي کېدو په اړه خبرې د روانې نوومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې بېرته پیل شي. دغه خبرې له پنځو میاشتې راهیسې په ټپه دریدلې دي. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د خدمتونو ادارې پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) په یوه بیان کې د دغو خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکړ او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي باقري چې د تهران له خوا د مرکچي پلاوي مشري کوي، هم په یوه ټویټ کې تائید کړه چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې به د نوومبر په ۲۹ مه نېټه بېرته پیل شي. Читать дальше...

کابل کې د هوایي برید په اړه پنټاګون خپله نوې څېړنه خپره کړه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه د امریکا د دفاع وزارت د څېړنې ښیي چې په دغه برید سره هېڅ قانون تر پښو لاندې شوی نه دی. د کابل هوایي ډګر ته نژدې پر یوه کور د اګسټ په ۲۹مه نېټه په دغه برید کې د یوې کورنۍ د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول. د امریکا د وسله والو ځواکونو سرمفتش جنرال سامي سعید پرون چهارشنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې پلټونکي ټیم یې هغه شواهد او استخباراتي معلومات وارزول چې د دغه برید ترسره کوونکي ټیم ارزولي او پر اساس یې دغه برید ترسره کړی و.... Читать дальше...

د اګسټ ۲۹مه کابل کې د امریکا برید؛ پنټاګون: له قانونه سرغړونه نه‌ده شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه د امریکا د دفاع وزارت د څېړنې نتیجه ښیي چې په دغه برید سره هېڅ قانون ترپښو لاندی شوی نه دی. د کابل هوایي ډګر ته نژدې پر یوه کور د اګسټ په ۲۹مه په دغه برید کې د یوې کورنۍ د اوو ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي ووژل شول. د امریکا د وسله والو ځواکونو سرمفتش جنرال سامي سعید پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې پلټونکي ټیم یې هغه شواهد او استخباراتي معلومات وارزول چې د دغه برید ترسره کوونکي ټیم ارزولي او پر اساس یې دغه برید ترسره کړی و. Читать дальше...


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Джазовый оркестр Бутмана выступит в Китае





Персональные новости
Владимир Путин

Путин назвал президента Раиси надежным партнером России





کابل کې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ لوبې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ لوبې سبا په کابل کې پیل شي. په دې سیالیو کې شاهین اسمایي، سیمرغ البرز، توفان هریرود، میوند اتلان، اباسين څپې او د هندوکش عقابان برخه اخلي. ټاکل شوې ده چې نن پچه واچول شي او څرګنده شي چې کومه لوبډله له کومې یوې سره مخامخېږي. دا لوبې لس ورځې دوام کوي.

روسیه افغانانو ته: خپلمنځنۍ ستونزې په خبرو حل کړئ له جګړو ډډه وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر افغان ډلو غږ وکړ چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له جګړې دې ډډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه)په مسکو کې خبري غونډې ته په دې اړه وویل: "موږ فکر کوو چې قومي-سیاسي ډلې باید د اوس لپاره داسې هڅې ونه کړي چې د افغانانو ترمنځ د جګړې باعث کېږي. دوی باید پر داسې لارې چارو فکر وکړي چې ملي روغې جوړې ته لار هواروي، سوله ټینګوي او په افغانستان او شااوخوا سیمه کې د دوامدار ثبات او امنیت لامل کېږي." په افغانستان... Читать дальше...

کرکټ؛ نن اسټرالیا له بنګله دېش سره سیالۍ لري

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شل اوورونو نړیوال جام لوبو په ترڅ کې ټاکل شوې ده چې نن اسټرالیا له بنګله دېش سره سیالۍ وکړي. دا لوبه د اسټرالیا لپاره مهمه ده. بنګله دېش له دې جامه وتلی دی او اسټرالیا باید بنګله دېش ته په ډېر توپیر ماتې ورکړي چې نیمه پایلوبې ته یې هيلې ژوندۍ پاتې شي. د نن ورځې بله لوبه د ویسټ اینډیز او سریلانکا ترمنځ ده. سریلانکا بل پړاو ته د وتلو هیله نه لري خو د ویسټ انډیز لا هم هیله شته. د شل اورونو د کرکټ د نړیوال جام لوبې په متحد عربي اماراتو او عمان کې روانې دي. دا لوبې د اکتوبر په اوولسمه... Читать дальше...

سربیا کې د بېلاروس یوه کارګو الوتکه لوېدلې، ۷ تنه یې وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس یوه کارګو الوتکه د سربیا په جنوب ختېځ کې لوېدلې ده چې اووه کسه په کې وژل شوي دي. چارواکي وایي، د بېلاروس د ګروندو شرکت انتونوف «12NA»الوتکه د چهارشنبې په ورځ د ایرکوڅک په سیمه کې ولوېده. روسي رسنۍ وایي، دا الوتکه وروسته تر دې له راداره ورکه شوه چې یو ځل ونه توانېده چې کینې. تر اوسه د دې الوتکې د غورځېدو علت نه دی معلوم. په دې الوتکه کې دوه عمله د بېلاروس، دوه په کې روسان او دوه هم اوکراینیان وو.

د افغانستان نامتو ستور پېژندونکی عبدالله کندهاری ومړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان نامتو ستورپیژندونکی عبدالله کندهاری ومړ، ده وړمه شپه د ناروغي له امله په کابل کې ساه ورکړه. کندهاري د ستور پېژندلو په برخه کې په بهر کې زده کړې کړې وې. یو وخت د ښار جوړولو وزیر و او د کابل په پوهنتون کې استاد هم پاتې شوی و. عبدالله کندهاري د فلکیاتو په برخه کې یو شمېر اثار هم لیکلي دي.

له ازبیکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته سوداګري پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

له ازبیکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د تجارتي لاریو تګ پيل شو. پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) د ازبیکستان یو شمېر مالونه له تورخمه واوښتل او له پولي سره د دې تجارتي مالونو هرکلی د پاکستان د ملي امنیت د شورا سلاکار معید یوسف وکړ. ښاغلي یوسف په خپل ټویټر کې عکسونه خپاره کړي دي چې په تورخم کې د دې تجارتي مالونو هرکلي ته دریدلی دی. له ازبیکستان سره د افغانستان له لارې پاکستان ته د مالونو د انتقال تړون یوه میاشت مخکې تر دې په تاشکند کې لاسلیک شوی و چې طالبان کابل ونیسي.

Спорт в России и мире
Москва

Финал командного чемпионата ФНТР по настольному теннису пройдет в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Хромачёва и Сизикова пробились в финал турнира WTA в Рабате в парном разряде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Подмосковье призвали отказаться от запуска воздушных шаров ради экологии





Путин в России и мире
Москва

Посольство Бахрейна: король Аль Халифа считает Путина другом


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Россия и Белоруссия будут тесно сотрудничать в сфере оборонной безопасности




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

"Зеленскому приготовиться". В Киеве раскрыли, что задумал Порошенко


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



OG Buda

Настоящая дружба: как Федук и OG Buda выглядели до популярности



Москва

Российско-белорусские переговоры в Минске

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net