ملګرو ملتونو د بوسنیا د سوله ساتو ځواکونو ماموریت وغځاوه
![ملګرو ملتونو د بوسنیا د سوله ساتو ځواکونو ماموریت وغځاوه](https://gdb.rferl.org/7f90f865-983b-44a1-9e60-aa229904c5b7_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د ملګروملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) په یوه خوله د بوسنیا هرزیګوینا د سوله ساتي ځواکونو ماموریت تمدید کړ.
دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې د چین او روسیې په خاطر په دې اړه د یوه پرېکړه لېک ملاتړ وکړي، له هغه د نړیوال سوله ساتي د استازي دفتر ترې لېرې کړای شوی دی.
د دغه پریکړه لېک له مخې د اروپایي ټولنې په مشرۍ ۶۰۰ کسیزځواک ته چې د EUFOR په نوم یادیږي، د یوه بل کال لپاره هلته پاتېږي.
په تصویب شوي پرېکړه لېک کې د عالي استازولۍ د دفتر عبارت وروسته له هغې لېرې کړای شو چې اوسني استازي کریسچین شمیت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل لومړني راپور کې ویلي و چې د بالکان سیمه کې پروت دا هېواد د بوسنیا سربیانو له خوا د بیلتون غوښتونکو اقداماتو له کبله له بالقوه ګواښ سره مخامخ دی.