Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2021

Новости за 13.11.2021

د اندراګاندي روغتون رییس: د خوارځواکه ماشومانو شمېر په ډېریدو ده

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ماشومانو لپاره د اندراګاندي روغتون رییس وايي، دې روغتون ته د خوارځواکۍ له کبله د رنځورو ماشومانو د راوړلو شمېر په زیاتېدو دی.  ډاکټر نورالحق یوسفزي ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم دقیق ارقام نه ورکوي، خو وايي، د خوار ځواکۍ ځپلو ماشومانو شمېر ته په پام سره دوی په دې روغتون کې یو بل ځانګړی مرکز هم جوړ کړی. ښاغلی یوسفزی وايي، په دې مرکز کې هغو ماشومانو ته چې د لوړې- متوسطې کچې خوار ځواکي لري، ځانګړي خواړه ورکول کېږي: "د هغو ماشومانو لپاره چې په حاده- متوسطه خوارځواکۍ اخته دي مشخص... Читать дальше...

'WHO': روان کال کې سل افغان ماشومان د شري ناروغۍ وژلي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'WHO' وايي چې په افغانستان کې د شري د خپرېدو له کبله زرګونه ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي او په روان کال کې نژدې سل تنه ماشومان له دې کبله مړه شوي دي.  د 'WHO' ویانده مارګریت هاریس پرون جمعه له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، د دې ناروغۍ خپراوی په ځانګړي ډول ځکه د اندېښنې وړ دی چې افغانستان د غذايي بې امنیتۍ او خوارځواکۍ له ستونزو سره لاس ګرېوان دی. مېرمن هاریس زیاته کړه شری د هغو ماشومانو لپاره چې خوارځواکۍ ځپلي دي، د مرګ د حکم حیثیت لري. Читать дальше...

اروپايي کمېسیون بلغاریا د اروپايي ټولنې محکمې ته راجع کوي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي کمېسیون وايي، بلغاریا له دې کبله د اروپايي ټولنې محکمې ته راجع کوي چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې یې له پامه غورځولي.  د چاپېریال ساتنې په برخه کې د یوې لسیزې مخکې لارښود پر اساس هېوادونه د مهمو سیمو په ساتنه مکلف دي.  اروپايي کمېسیون چې د دې ټولنې اړونده مستقله اداره ده، پرون د نوومبر په دولسمه په یوه بیان کې وویل، بلغاریا په ټاکلي وخت کې د ۲۲۹ مهمو ساحو له ډلې ۱۹۴ لا هم د ساتنې او مراقبت لپاره نه دي په نښه کړي.   د طبیعي ساحو ساتنه او د ویجاړو اقتصادي سیسټمونو بیارغونه د... Читать дальше...



اروپا بیا د کرونا د وبا په اصلي مرکز د بدلېدو په حال کې ده

Pa.azadiradio.com 

اروپا یو ځل بیا د کرونا د وبا په اصلي مرکز د بدلېدو په حال کې ده او د دې لویې وچې ځینو هېوادونو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مواردو د مخنیوي لپاره یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.  د کرونا ضد واکسین له نسبتاً پراخ تطبیق او ښه روغتیايي سیسټم سره-سره د اکتوبر میاشتې له پیله په اروپا کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی او اوس هغې کچې ته رسېدلی چې د دې وبا په پیل کې لا نه و، لیدل شوی.  په تېرو اوو ورځو کې په اروپايي هېوادونو کې له ۲،۱ میلیون زیات نوي موارد ثبت شوي چې د تېر کال د نوومبر د لومړۍ اوونۍ له شمېره اوښتي دي. Читать дальше...

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې ماین چاودنې دوه پولیسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ سیمه کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي دي.  د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې دا چاودنه نن شنبې د باجوړ په راغه ګانو سیمه کې شوې ده. د باجوړ د پولیسو ویاند مشال راډیو ته وویل، دواړه پولیس افسران په سیمه کې د برېښنا بند ته په نژدې پوسته کې د امنیت په مقصد ګومارل شوي وو. هغه زیاته کړه چې د برید کوونکو د موندنې لپاره عملیات پیل شوي دي.  د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.  باجوړ ایجنسي تر هغه وخته چې د پاکستان پوځ په دې سیمه... Читать дальше...

یوې جرمنۍ ټولنې ۱۴۸ افغانان له افغانستانه واېستل

Pa.azadiradio.com 

یوې جرمنۍ ټولنې ۱۴۸ تنه افغانان چې د دې ټولنې په وینا په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې و، نن په یوه ځانګړې الوتکه کې له افغانستانه واېستل.  د کابل د هوايي انتقال په نوم دې ټولنې په یوه بیان کې ویلي دي چې په دې ډله کې د هوايي ترافیک د کنټرول دوه کار کوونکي چې پخوا یې په افغانستان کې د جرمني له پوځ سره کار کاوه، یوه جرمنۍ کورنۍ او یو شمېر نور کسان چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وو، هم شامل دي.  د جرمني حکومت له دې کبله له انتقادونو سره مخامخ و چې د خپلو افغان متحدانو په راایستلو کې یې چټک عمل نه دی کړی. Читать дальше...

طالبان: پکتیا کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د طالبانو چارواکي د دوو ښځو د جسدونو د موندلو خبر ورکوي.  د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي خالقیار احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې دا مېرمنې په مرکز ګردېز کې په مرموز ډول وژل شوي دي او د سیمې اوسیدونکي هم په دې اړه له جزییاتو نه دي خبر: "د ګردېز د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د عبدالله کلا په سیمه کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي. دا مېرمنې د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکې وې چې تېره شپه د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ویشتل شوي. د سیمې خلک هم دا مېرمنې نه پېژني."  ښاغلي احمدزي زیاته... Читать дальше...

راپورونه: د کابل دشت برچي سیمې ته نژدې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د کابل دشت برچي سیمې ته نژدې د یوې چاودنې خبر ورکړل شوی.  د دې چاودنې په اړه تراوسه کره جزییات نه شته خو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د دشت برچي په اړونده اونچي سیمه کې په دې چاودنه کې یو ټونس ډوله موټر په نښه شوی دی.  د پېښې د تلفاتو په اړه هم تراوسه جزییات نه شته.



په خوست کې د صنعتي پارک پر جوړولو بیا کار پیل شو

Pa.azadiradio.com 

نن شنبه د نومبر په ۱۳مه د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سموات په سیمه کې د دې ولایت د صنعتي پارک د جوړیدو کار چې له څو میاشتو  ټکنۍ شوی وو، له سره پیل شو. چارواکي وايي، په صنعتي پارک کې د تولیدي فابریکو او کارخونو په فعالیدو سره به  د خصوصي سکټور د میلیونونو ډالرو د پانګونې تر څنګ ۲۵ زره کسانو ته د دایمي کار زمینه برابره شي. د خوست صنعتي پارک چې په ۴۲۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، د بېلابېلو ټولنیزو ستونزو له کبله يې ودانیزې چارې له ۱۴ کالونو راهیسې د خنډ او ځنډ سره مخامخې دي. په... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام؛ یکشنبه ماښام اسټرالیا او نیوزیلنډ سره پایلوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

دوه ټيمونه چې ډېر څه یې سره ورته دي د کرکټ د نړیوال جام په پایلوبه کې سره مخ دي. د اسټرالیا او نیوزیلنډ تر منځ لوبه یکشنبه ماښام په دوبۍ کې ترسره کېږي. اسټرالیا د روان نړیوال شل اووریز جام پایلوبې ته د رسېدو لپاره په اول ګروپ کې له انګلستان پرته نور ټول ټیمونه مات کړل او نیمه پایلوبه کې پاکستان سره مخ شو. د شاهین شاه افریدي پر بال باندې د اسټرالیا د بریا شاټ مټېو وېډ وواهه. همدا و چې اسټرالیا نولسم اوور کې د ۱۷۷ منډو هدف ترلاسه کړ او پایلوبې ته ووت. اسټرالیا او نیوزیلنډ د ارام سمندر زړه... Читать дальше...

د 'اتحاد لوګر' فوټبال لوبډله د لوګر د غوره لیګ اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

په لوګر ولایت کې د 'اتحاد لوګر' فوټبال لوبډله د دې ولایت د غوره لیګ اتله شوه.   د لوګر ولایت د فوټبال فدراسیون مشر جاوېد صدیقي نن شنبه (د لړم ۲۲مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل، د لوګر غوره لیګ چې د لسو لوبډلو ترمنځ تیره اوونۍ پیل شوی و، د اتحاد لوګر په اتلولۍ سره نن پای ته ورسېد.  د ښاغلي صدیقي په وینا، د لوبو غوره ګول وهونکی د اتحاد لوګر لوبډلې څخه شفیق الله صدیقي انتخاب شو چې ۱۳ ګولونه یې وهلي وو او روح الله نایب بیا په ټوله کې د دې لیک غوره لوبغاړی وټاکل شول.

ننګرهار کې د کرکټ یوه نوې اکاډمۍ پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې د کوچیان ناصري کرکټ په نوم نوې اکاډمۍ پرانېستل شوه.   د افغانستان د کورني کرکټ څانګې نن په خپل فیسبوک پاڼه لیکي چې دغه اکاډمي یو افغان سوداګر ولي ګل ناصري په شخصي لګښت جوړه کړې ده.  په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه اکاډمۍ ۶۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی.   د کرکټ بورډ د دې څانګې د معلوماتو له مخې، دغه اکاډمۍ د خپلو مینه والو د ظرفیت لوړنې په برخه کې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي.   د دې ادارې له لوري په ورکړل شوېو معلوماتو کې که څه هم نه دي ویل شوي چې دغه اکاډمي به د... Читать дальше...

جوماتونو کې پر لمونځ کوونکو د بریدونه او چاودنو دوام او د افغانانو غبرګون

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي او دیني عالمان په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر جوماتونو او لمونځ کوونکو د بریدونو لړۍ غندي او اسلام ضد عمل یې بولي.  د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی سمسور وایي، پر جوماتونو او لمونځ کوونکو بریدونه یو غیر انساني عمل دی: "کوم کسان چې جوماتونو کې ځانمرګي کوي، یا بمونو اچوي خلک وژني، دا اسلام کې نشته، نه جومات ګوري، نه مدرسه ګوري نه مکتب ګوري، په هرځای کې چاودنې کوي، دا خلک چې دا بریدونه کوي، دوی دې له خدایه ووېرېږي له قرانه دې ووېرېږي داسې کړنې دې نه کوي."... Читать дальше...

خلک: افغانستان ته د افغان سوداګرو بیرته ستنېدنه ښه زېرۍ دی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د یو شمېر سوداګرو بيا راتګ د دغه هېواد اوسېدونکي هیله من کړي دي.  دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د افغانستان روان اقتصادي وضعيت ته په کتو له بهره خپل هېواد ته د افغان سوداګرو بېرته راستنېدنه د روښانه راتلونکي زيرۍ له ځان سره لري. د دوی په خبره، که افغان سوداګر په هره برخه کې پانګونه وکړي او په ترڅ کې یې خلکو ته د کار زمينه برابره شي، لېرې نه ده چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې له روان خراب اقتصادي وضعیت څخه ووځي. عبدالوهاب مومند چې د کابل ښار یو اوسیدونکی دی وايي:"افغانستان... Читать дальше...

کابل کې پر بې وزلو او اړمنو د کار په بدل کې د غنمو وېش پیل شو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د بې وزلو او اړمنو کسانو سره د‌ کار په بدل کې د غنمو ويش لړۍ پيل شوه. د کابل ښاروالۍ د تنظيف رييس امان الله صافي نن شنبه (د لړم ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه لړۍ به تر راتلونکې شپږو ورځو پورې دوام وکړي.  د نوموړي په خبره، په دې پروسه کې هر تن ته په ورځني ډول د کار په بدل کې لس کيلو ګرامه غنم ورکول کېږي. د ښاغلي صافي د معلوماتو له مخې، په دغه پروسه کې ۴ زره کسانو ته دا غنم ويشل کېږي چې نيمايي يې مېرمنې دي. د طالبانو حکومت دغه بهير بې وزلۍ سره د مبارزې په هدف پيل کړی دی.

د متقي وروستيو څرګندونو غبرګونونه پارولي؛ طالبان: له خبرو یې ناسم تعبیر شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نوې ملي اردو د جوړېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له څرګندونو او د افغانانو له تُند غبرګون وروسته، اوس د دوی حکومت وايي، د ښاغلي متقي خبرې نا سمې تعبیر شوي دي. امیرخان متقي پرون جمعه (د لړم ۲۱مه) د اسلام‌اباد د سټراټیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وویل، افغانستان نورستر پوځ ته اړتیا نه لري او دوی به د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته به په خپلو لیکو کې ځای ور نه کړي. اوس د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دوی یوازې په لوړه... Читать дальше...

د طالبانو د پاسپورټ ریاست ۷ ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش پیلوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ په ریاست کې د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله، دې ریاست په اووه نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش درېدلی بهیر پیل کړ.  د پاسپورټ ریاست رییس علم ګل حقاني د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، دا بهیر به سر له سبا په بلخ، هرات، کندهار، کندز، ننګرهار، خوست او پکتیا کې پیل شي.  حقاني زیاتوي:  "نن د کورنیو چارو وزیر یوه مهمه پرېکړه وکړه، څو د هغو کسانو لپاره چې د پاسپورټونو د اخیستو لپاره به پلازمېنې ته راتلل، په ولایتونو کې پاسپورټونه ورکړل شي. موږ په ۷... Читать дальше...

طالبان: خپلو طالب ځواکونو ته نوي یونیفورمونه جوړوو، دا شته لنډمهاله دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پلازمېنه، کابل نېږدې درې میاشتې مخکې د طالبانو لاسته پرېوت، په لومړیو ورځو کې د دوی وسله وال په ښار او واټونو کې کم لیدل کېدل، خو کابل ښاریان وايي، دا ورځې یې شمېر ډېر شوی دی. په کومه بڼه؟ د ازادي راډیو یو تن خبریال چې د کابل د کارته نو د سیمې خپل د سترګو لیدلی حال بیانوي: "د پولیسو شین رینجر موټر و چې شاته په کې سپاره څلور کسان چې وسلې ورسره وې ټول ملکي جامو کې وو تیر شول، یعنې کمیس او پرتوګ سره وه، مخکې هم چې کوم کسان ناست وو، دا هم ملکي جامو کې وه." ټول ښار کې وضعیت همدا... Читать дальше...

د کرکټ شل اووریزه جام؛ نیوزیلنډ او اسټرالیا پایلوبې ته ووتل

Pa.azadiradio.com 

د شل اوورونو د کرکټ د نړیوال جام پایلوبه سبا د نیوزیلنډ او اسټرالیا ترمنځ په دوبۍ کې ترسره کېږي.  دا لوبه د کابل په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پيلېږي.  نیوزیلنډ په الف ګروپ کې په نیمه پایلوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه او اسټرالیا په ب ګروپ کې پاکستان له مخې لېرې کړ.  دا لوبې چې ټاکل شوې وې په هند کې ترسره شي د کرونا وبا له امله متحد عربي اماراتو او عمان ته انتقال شوې.  دا لومړی ځل دی چې د نیوزیلنډ او اسټرالیا لوبډلې د شل اوورونو نړیوال جام پایلوبې ته رسیدلې دي.


Музыкальные новости
Джиган

«Забыл, сколько мне лет», «хавчик», «на чилле» и другие великие мемы от Джигана





Персональные новости
Россия

Москва возглавила рейтинг качества жизни среди регионов России





قطر: امریکا باید افغانستان هېر نه کړي

Pa.azadiradio.com 

قطر وایي، متحد ایالاتونه باید افغانستان هېر نه کړي، خو په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان په اړه د دوحې او واشنګټن اندېښنې سره ورته دي.  د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني اسوشیټېډ پرېس اژانس ته پرون په واشنګټن کې وویل: "کله چې د افغانستان وضعیت څارو او د طالبانو له حکومت وروسته تغیراتو ته ګورو، هلته موږ ډېرو شیانو ته اندېښنه ښکاره کړې او د متحد ایالاتونو په ګډون نورو هم دا اندیښنه څرګنده کړې ده. دا اندېښنې په اساسي ډول د بشري حقونو له موضوعاتو سره تړلي،... Читать дальше...

طالبان: د مخکني رژیم ځواکونو ته ځای نه ورکوو، ستر پوځ ته هم اړتیا نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، د مخکني رژیم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړیو ته په خپلو لیکو کې ځای نه ورکوي او افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نه لري.  امیرخان متقي پرون دا خبرې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې وکړې.  متقي زیاته کړه چې وړوکی پوځ باید له داسې کسانو جوړ وي چې وفادار او هېواد پالنې ته ژمن وي.  د افغانستان له مخکني پوځ سره ناټو او د امریکا متحد ایالاتونو د تجهیز او روزنې په برخو کې مرستې کولې او ویل کېدل چې د افغانستان د امنیتي دفاعي ځواکونو شمېر شااوخوا درې لکو ته رسېده.

امریکایي سوداګر ګلین دي وریس ومړ

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وایي، امریکایي سوداګر ګلین دي وریس یوه میاشت وروسته تر دې مړ شو چې دا خوب یې پوره شو چې فضا ته ولاړ شي.  نهه څلویښت کلن دي وریس فضا ته په بلو اوریجن ستوربیړۍ کې تللی و.  د ده وړه الوتکه پرون د نیویارک په شمال لویدیځ کې  ټکر شوه. په دې پېښه کې یو بل ۵۴ کلن توماس فیشر هم ومړ.  دي وریس په خپله ماهر پيلوټ و او فیشر د الوتنې ښوونځی درلود، خو دا څرګنده نه ده چې پرون په دوی کې کوم یوه 'سیسنا یوسل او دوه اویا' الوتکه چې یو ماشین لري چلوله.  دي وریس  د اکتوبر په دیارلسمه په یوه تجارتي فضایي بیړۍ کې فضا ته تللی و.

د ننګرهار یوه جومات کې چاودنه؛ ګڼو نړیوالو ورځپاڼو پرې تبصرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د جمعې ورځې چاودنې او په کې خلکو ته د مرګ ژوبلې په رسېدو باندې یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو مقالې خپرې کړي دي.  ډېلي مېل د جمعې د لمانځه پر مهال د سپین غر په ترېلې سیمه کې جامع جومات د یوې بمي چاودنې هدف وګرځېد چې په کې لږ تر لږه د درېیو کسانو وژل کېدل او د ۱۵ نورو ژوبلېدل تایید شو.   د ډېلي مېل له خوا په خپره شوې مقاله کې راغلي، دا چاودنه په افغانستان کې د طالبانو د نوي رژیم په وړاندې د ګڼو موجوده ننګونو یوه بېلګه ده.   د داعش یا اسلامي دولت ډلې خطر چې طالبان... Читать дальше...

طالبان: د ننګرهار سپین غر کې د شوې چاودنې۳ تنه عاملان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي چې امنیتي ځواکونو یې د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د پرونۍ چاودنې ۳ تنه عاملان نیولي دي.  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ماښام پر ټویټر ولیکل چې د دې چاودنې له عاملانو سره به د اسلامي شریعت له حکمونو سره سم چلند وشي. ښاغلي مجاهد نه دي ویلي چې دا حمله د کومې ډلې کسانو کړې وو او نور جزییات یې هم نه دي ورکړي.  د سپین غر ولسوالۍ په تریلي سیمه کې پرون د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنې د چارواکو په وینا درې لمونځ کوونکي ووژل او پنځلس نور یې ټپیان کړل. سیمه ییزو سرچینو... Читать дальше...

بلېنکن امریکايي وګړو او افغان همکارانو ته د نوي فرصت خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ټولو امریکايي وګړو او هغو کسانو ته چې له افغانستانه وتلو ته یې تیاري ښودلې، د یوه نوي فرصت خبر ورکوي.  ښاغلي بلېنکن پرون د نوومبر په ۱۲مه نېټه، په واشنګټن کې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمان الثاني سره د کتنې پر مهال وویل، دا کسان کولی شي له دې فرصته استفاده وکړي: "زه دا خبره تاییدوم چې د نوومبر له لسمې څخه ټولو هغه امریکايي وګړو ته چې له افغانستانه د وتلو لپاره یې له متحدوایالاتونو څخه د مرستې غوښتنه کړې او هغوی ته چې وايي، وتلو ته چمتو دي او د سفر... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге назвала главные стимулы россиян для систематических занятий физкультурой и спортом


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ролан Гаррос

В Париже стартует «Ролан Гаррос» открытый чемпионат Франции по теннису


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Анализ российского рынка одноразовой биоразлагаемой посуды: итоги 2023 г., прогноз до 2027 г.





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о спорте и ежедневных здоровых привычках


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Путин сегодня вечером вылетит в Минск, где встретится с Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сколково

Инновационный центр «Сколково» принял XIX Всероссийский форум-выставку «Госзаказ»



Москва

Более 115 человек пострадали в ДТП с участием машин каршеринга в Москве в январе-апреле

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net