بلېنکن امریکايي وګړو او افغان همکارانو ته د نوي فرصت خبر ورکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ټولو امریکايي وګړو او هغو کسانو ته چې له افغانستانه وتلو ته یې تیاري ښودلې، د یوه نوي فرصت خبر ورکوي.
ښاغلي بلېنکن پرون د نوومبر په ۱۲مه نېټه، په واشنګټن کې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمان الثاني سره د کتنې پر مهال وویل، دا کسان کولی شي له دې فرصته استفاده وکړي: "زه دا خبره تاییدوم چې د نوومبر له لسمې څخه ټولو هغه امریکايي وګړو ته چې له افغانستانه د وتلو لپاره یې له متحدوایالاتونو څخه د مرستې غوښتنه کړې او هغوی ته چې وايي، وتلو ته چمتو دي او د سفر لازم اسناد هم ورکړل شوي دي یو فرصت برابر شوی چې دا کار عملي کړي."
متحد ایالات وايي، تراوسه یې د امریکايي وګړو، د امریکا د دایمي ویزو یا ګرین کارت لرونکو او هغو افغانانو په ګډون چې ژوند یې د طالبانو په واکمنۍ کې په خطر کې دی شااوخوا ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه ایستلي دي.