Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2021

Новости за 02.11.2021

اسلام‌اباد: نړیوال دې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تماسونه ټینګ کړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې په کابل کې له واکمن حکومت سره اړیکې ونیسي او مرستې ورسره وکړي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تماسونه ټینګ کړي.  د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې خبري غونډې ته په دې اړه وویل: ؛ټوله نړۍ باید د افغانستان له اوسني حکومت سره همکاري وکړي او ورسره په  تماس کې شي. له دوی سره باید د رغنده ښکېلتیا له لارې مرسته وشي ترڅو یو بشري بحران رامنځته نه‌شي." ښاغلي یوسف ته هند... Читать дальше...

چارواکي: د سپین بولدک-چمن له لارې نن زرګونه افغانان اوښتي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي د سپین بولدک-چمن د لارې د پرانیستلو په لومړۍ ورځ پاکستان ته د په زرګونه افغانانو د تېرېدو خبر ورکوي.  دغه لاره چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې تړل شوې، نن بېرته د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستل شوه.  د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې په چمن کې یوه سیمه‌ییز چارواکي حضرت علي ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونه کسان نن د پاکستان خوا ته واوښتل. د عمران کاکړ په نوم یوه سیمه‌ییز سوداګر ویلي چې پر خوراکي موادو، درملو او نورو وسایلو او موادو بار نږدې ۲۰۰ لارۍ د افغانستان خوا ته نن تېرې شوې. Читать дальше...

کابل کې حمله؛ د برید د جریان تصویرونه او د یوه عیني شاهد د سترګو حال

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون په حمله کې د وژل شویو شمېر ۷ تنه ښيي، خو نورو رسنیو دا شمېر لږ تر لږه ۱۹ او د ټپیانو شمېر لسګونه یاد کړی. د دې راپور تر جوړېدو د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو طالبانو داعش ډله مسووله بللې ده. لس کاله مخکې هم پر دغه روغتون حمله شوې وه، چې طالبانو یې مسوولیت منلی و.



د بامیانو د بودا بت د بیا ړنګېدو هڅو اندېښنې راپارولي

Pa.azadiradio.com 

د بامیانو د بودا بتانو پر لور د وسله‌والو ډزې. پر ټولنیز رسنیو یوه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې شااوخوا ۱۰ کسان، له بېلابېلو اړخونو په دغو بتانو د کلاشنیکوف ډزې کوي. په دې وېډیو کې طالبي ترانې هم اورېدل کېږي او کله چې ډزې شي د خنداګانو غږونه هم واورېدل شي. وېډیو اخیستونکی شخص د وېډیو کولو پر مهال وایي چې دا کسان طالبان دي. طالبانو په خپل لومړنۍ واکمنۍ کې د بامیانو لوی بت تخریب کړ. د وېډیو اخیستونکي کس په خبره دا وېډیو د ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه شوې ده. یو شمېر افغان فرهنګیان... Читать дальше...

پر سردار محمد داوود خان روغتون ډله‌ییزه حمله؛ '۱۹ تنه وژل شوي او ۵۰ ټپيان' دي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ویلي د هغو ۶ حمله کوونکو له ډلې چې کابل کې یې د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستریز روغتون حمله کړې وه، ۴ تنه وژلي او ۲ نور نیولي دي. د اماج نیوز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د طالبانو حکومت یو مسؤل حکمت‌الله جمال خبریالانو ته وویل چې د نن ورځې د پېښې مرګ‌ژوبله زیاته ده، خو کره شمېر یې ونه‌ښود. د یو شمېر راپورونو پر بنسټ، په نننیو چاودنو او نښتو کې شااوخوا ۱۹ تنه وژل شوي او کابو ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو ویلي وروسته له هغې چې یو ځانمرګي حمله... Читать дальше...

پنټاګون:‌د افغانانو ۱۴۰ زره عکسونه او وېډیوګانې د وزارت له پاڼو لیرې شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وايي چې د هغو افغانانو ۱۴۰ زره عکسونه او وېډیوګانې یې په موقت ډول د یاد د امریکا دفاع وزارت له ارشیفه لیرې کړل شوي. او نورو نشریاتو لیرې کړي چې په تېرو ۲۰ کالو کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی. د دغه وزارت د ویاند جان کربي په خبره چې ۱۲۴ زره عکسونه او ۱۷ زره وېډیوګانې د امریکا دفاع وزارت له ارشیفه لیرې کړل شوي. ښاغلي کربي د دوشنبې په ورځ نا وخته په یوه خبري ناسته کې وویل، دا کار د دوی د هویت پټ ساتلو او د دوی په وړاندې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره شوی دی. Читать дальше...

په کابل کې دوه چاودنې او وسله والې ډزې

Pa.azadiradio.com 

د کابل په وزیراکبرخان مینه کې د دوو چاودنو او د ډزو غږونه اوریدل شوې دي. په تصویرونو کې ښکاري چې د پیښې له ځایه لوګۍ هواته پورته کیږي. د طالبانو یوه مرستیال ویاند بلال کریمي آزادي راډیو ته وویل چې یوه چاودنه د سردارمحمد داوودخان څلورسوه بستریز پوځي روغتون دروازې ته نژدې شوې ده. د دې پيښې مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې ندی اخیستی. د اګست له پنځلسمې راهیسې چې کابل د طالبانو لاس ته لویدلی، د اسلام دولت ډلې د خراسان څانګې پرجوماتونو او نورو هدفونو د ډیرو حملو مسولیت اخیستی دی.

د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې د چاودنو او د ډزو غږونه اورېدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې د چاودنو او د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.  د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته یوه چاودنه تایید کړه او ویې ویل چې تراوسه یې نوعیت نه دی معلوم او نه یې هم د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات لري.  رویټرز د یوه عیني شاهد له قوله وایي، چاودنه د سردارمحمد داوودخان پوځي روغتون ته نژدې شوې ده.   د راپورونو له مخې دغه راز په سیمه کې د یوې بلې چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی. تراوسه چا یا کومې ډلې د نننۍ پیښې مسولیت نه دی اخیستی.



هیدر بار: د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه د طالبانو پر ژمنو باور نه شي کېدای

Pa.azadiradio.com 

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، خو موده وروسته دا بندیز په محدودیت بدل شو.  اوس نجونې  تر شپږ ټولګې په ټول افغانستان او تر دوولسم ټولګې په یو ډېر کم شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.  اوس نجونې  تر شپږم ټولګې په ډېری ولایتونو او تر دوولسم ټولګې په یو ډېر کم شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري، خو د طالبانو له‌ خوا د دې محدویت د پای ته رسولو د تکراري ژمنو سره-سره، نن ۴۵مه ورځ ده چې په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي لا هم بند دي. Читать дальше...

د سپين بولدک - چمن دروازه د ټرانزیټ پر مخ پرانيستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سپين بولدک - چمن دروازه نن د ټرانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه. د کندهار د سپين بولدک د کميسارۍ مرستيال مولوي همايون  همت بيګاه ناوخته ازادی راډیو ته وویل، د سپين بولدک دروازه له پاکستان سره له توافق وروسته سر له سې شنبې ورځې له اتو بجو  وروسته پرانيستل شوه او هره ورځ  به اته ساعته پرانيستې وي. همت وويل چې تر دې وروسته د سپين بولدک پر لار سوداګریزو موټر او عام خلک په عادي ډول تګ راتګ کولای شي او مسافر د کندهار پر تذکره او پاسپورت سفر کولای شي. د‌يادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت... Читать дальше...

د هرات چارواکي: د نفتي موادو د بیو د کنټرول لپاره کار کوو

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولايت کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، د نفتي مواد د نرخونو د کنټرول لپاره په يوې تګلارې کار کوي. دې خونې د سې شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې وويل، د لويديځ زون له ټولو نفتي سوداګرو سره يې په دې اړه خبرې کړي دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې سوداګرو د خونې له چارواکو د نفتي توکو د انتقال د کرايې د کمښت غوښتنه کړې. خبرپاڼه کې وړاندې ويل شوي چې دواړو خواو په دې ټينګار وکړ چې د نرخونو د کنټرول لپاره دې په يوې هر اړخيزې تګلارې کار وشي، څو بازارونو کې د نفتي موادو نرخونه کنټرول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کووېډ ـ۱۹ ناروغۍ اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په کووېډ ـ۱۹ ناروغۍ اخته شوی. دا خبر د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن ورکړی او ویلي يې دي چې په ټوله کې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی او له قرنطینه خپل کارته دوام ورکوي.  پرون د ورځې په پیل کې ویل شوي و چې امیرعبداللهیان به د روانې میاشتې په پای کې هند ته ولاړ شي چې د هند ـ ایران د ګډ اقتصادي کمېسیون په غونډه کې ګډون وکړي.  د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې د هغه کاري جدول به تغیر وکړي. ډېری ایراني چارواکي پر کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي. Читать дальше...

ناسا: نړیوالې فضایي اډې ته د څلورو ستور مزلو استول ځنډول شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فضایي څېړنو اداره ناسا وایي، نړیوالې فضایي اډې ته د هغو څلورو ستور مزلو استول د یوه ستور مزلي د روغتیایي ستونزې له امله ځنډول شوي دي.  ناسا د هغه ستور مزلي یا فضانورد چې روغتیایي ستونزه لري، نوم نه دی په ډاګه کړی، خو هغه یې عادي روغتیایي موضوع بللې ده.  ټاکل شوې وه چې د دغو څلورو ستورمزلو د سپېس اېکس فضایي بیړۍ پرون الوتې وای. دا په څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د امریکا یوه فضایي بیړۍ د یوه عملې د روغتیا له کبله ځنډول کېږي.  ناسا ویلي چې د دغې فضایي بېړۍ توغول د نوومبر۶ مې نېټې ته ځنډول شوي دي.

پنټاګون د ځینو افغانانو عکسونه او ویډیو ګانې له خپل وېبپاڼې لېرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، د هغو په لسګونو زره افغانانو عکسونه او ویډیو ګانې یې د خپل وېب سایټ د تصویري معلوماتو له برخې په موقت ډول لېرې کړي چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځي هڅو سره همکاري کړې او د طالبانو د غچ اخېستنې پر وړاندې زیانمېدونکي بلل کېږي.  د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبې په واشنګټن کې وویل چې د اګسټ د میاشتې له لومړیو څخه چې د امریکا په مشرۍ د خلکو د ایستلو پروسه پیل شوې وه، د ټولو هغو کسانو تصویرونه یا د پېژندنې نور معلومات لېرې کړای شوي چې زیانمنېدونکې بلل کیږي. Читать дальше...

افغاني سرې میاشتې غزني کې له ۳۰۰ کورنیو سره مرسته کړې 

Pa.azadiradio.com 

افغاني سرې میاشتې ټولنې په غزني کې پر ۳۰۰ بې وزلو، بې ځایه شوېو او اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشلي دي.  د یادې ټولنې د ریاست سرپرست مشر نېک محمد عابد ازادي راډیو ته وویل، دغه مواد د ترکيې له لوري ورسره مرسته شوې. عابد وايي: "لومړی خو موږ د ترکېې له سرې میاشتې مننه کوو چې مرسته یې کړې وه، د هغه بې ځایه شوېو او بې وزله کورنیو لپاره چې مرستو ته سخته اړتیا لري، لومړی موږ سروې وکړه او بیا مو دغه اړمنو کورنیو ته دغه مرسته ورکړه." د دغه ټولنې چارواکي وايي، ژمی را روان دی او دې ولایت کې  ډېری... Читать дальше...

نامعلومو وسله والو ننګرهار کې د یوه جومات ملا امام وژلی

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو نن سهار د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد  کې د یوه جومات ملا امام په ډزو وژلی دی. یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله والو نن سې شنبه سهار مهال د عبدالواحد په نوم یو دیني عالم چې د معیوبینو د جامع مسجد ملا امام و، په داسې حال کې چې د سهار د لمانځه لپاره په اوداسه بوخت و، په ډزو وواژه او له سیمې وتښتېدل. د یوه بل خبر له مخې، نن د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو د ۲ تنو  جسدونه موندل شوي چې په ونه کې راځړول شوي وو. د ځایي خلکو... Читать дальше...

کاپیسا کې پر زرو بې وزله کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا کې پر څه باندې زرو بې وزله کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.  کاپیسا کې د طالبانو ځایي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دا مرستې پرون په تګاب ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام له خوا وویشل شوې.  د 'ډبلیو.اېف.پي' استازي سید کریم ازادي راډیو ته ویلي، دې مرستو کې یوه بوجۍ اوړه، یوه بوشکه غوړي او نژدې یو من دال نخود شامل وو.  ملګرو ملتونو له دې وړاندې ویلي چې د افغانستان سم نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې د ژمي په رارسېدو به دا ستونزه نوره هم جدي شي.  د طالبانو له راتګ وروسته... Читать дальше...

سکاټلنډ کې به داسې ژمنه وشي چې تر ۲۰۲۳ به ځنګلونه نه وهل کېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د نړۍ څه باندې سل مشران د اقلیمي بدلون په کانفرانس کې داسې یوه ژمنه لاسلیک کړي چې تر ۲۰۳۰میلادي کاله د ځنګل وهلو چارې ودروي.  د اقلیمي بدلون دا کانفرانس پرون د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې پیل او دوه اوونۍ به دوام وکړي.  د بریتانیا د صدارت دفتر نن ویلي، هغه هېوادونه به یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړي چې د نړۍ ۸۵ فیصده ځنګلونه لري.  د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن چې د دغه کانفرانس کوربه توب کوي وايي، د دې ژمنې ملاتړ به په ۱۲ میلیارده ډالره وشي چې د ځنګلونو د خوندیتوب برخه کې د اوسني نسل یو لوی ګام دی. Читать дальше...

ملګري ملتونه: تېرکال نړۍ کې ۶۲ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، وروستیو کلونو کې د خبریالانو د وژنې پیښې زیاتې شوي دي.  انتونیو ګوتیریش نن پر خپل ټویټر یوه پيغام کې ویلي، یوازې تېر یوه کال کې ۶۲ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په ټوله نړۍ کې وژل شوي دي: "په وروستیو کلونو کې د رسنیو د هغو کار کوونکو د وژنې پیښې زیاتې شوي چې د فساد، قاچاق او نورو بشري سرغړونو په اړه یې راپورونه جوړول. په لسو پېښو کې نژدې نهه یې داسې دي چې عاملین یې بې سزا پاتې کېږي، پر دې سربیره ژورنالېستان له بې شمېره نورو ګواښونو لکه تښتونې، ربړونې، توقیف او ځورونې... Читать дальше...

وار ان د راکس: طالبان خپله په افغانستان کې د یوې ډلې تسلط ناممکن بولي

Pa.azadiradio.com 

وار ان د راکس وار ان د راکس د افغانستان په چارو کې د کارپوه بارنت روبین مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د حضور د ضعف او قوت ټکي راخیستل شوي دي. لیکوال د افغانستان د سولې اوږدې پروسې، د جمهوریت سقوط او د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو د بیا راتګ موضوع ته پام کړی.  د مطلب په دوام کې لولئ چې نن افغانستان په هماغه اندازه یوه سیاسي جوړجاړي ته اړتیا لري چې د اګسټ په ۱۴مه‌یې درلود.  په لیکنه کې دا هم راغلي چې طالبان خپله په افغانستان کې د یوې ډلې تسلط ناممکن بولي. Читать дальше...

افغانستان کې د مېرمنو وضعیت؛ ګاونډیان څه فکر کوي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو خبریاله فرشته نګاه د ایران، تاجکستان او پاکستان له ځینو خبریالانو سره په افغانستان کې د مېرمنو پر وضعیت خبرې کړي دي. دا ویډیويي بحث د ازادي راډیو پر وېب پاڼې، یوټیوب وګورئ:

طالبان: داعش سره د تېر حکومت سرتیري نه دي یوځای شوي او امکان هم نه لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو هغه راپورونه چې ګوندې د پخواني حکومت د ملي امنیت د ادارې او دفاع وزارت یو شمېر سرتیري د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یوځای شوي رد کړل او هغه یې د ټولنیزو رسنیو تبلیغات وبلل.  امریکایي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تېره ورځ د یو شمېر سرچینو له قوله خبر ورکړ چې د امریکا له خوا روزل شوي د افغانستان د ملي امنیت د ادارې او د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو شمېر پخواني غړي چې اوس خپلو امریکایي ملاتړو یوازې پریښي او طالبان یې تعقیبوي، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یوځای شوي دي. Читать дальше...

بایډن ته د ۱۰۳ سازمانون لیک: د لسګونو زیانمنېدونکو افغانانو لېږد چټک کړئ

Pa.azadiradio.com 

۱۰۳ غیر دولتي ادارو او سازمانونو د هغو په لسګونو زره افغانانو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې ویل کېږي ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.  دغو سازمانونونو او ادارو چې په پراختیایي، بشري، سولې، د پناهندګۍ، کډوالۍ او مېشتېدو په چارو کې کار کوي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ته په استولي لیک کې ویلي چې ډېر دغه افغانان چې د پخواني حکومت په بېلابېلو، قضا، مدني ټولنې، رسنیو او د بشري حقونو برخو کې یې کار کاوه، اوس ګواښل کېږي.  په هغه ګډ لیک کې چې دغو سازمونونو استولی او د بښنې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В ОЭЗ «Технополис Москва» выпущена серия автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Россиянка Рахимова вышла в полуфинал турнира WTA в Рабате


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения





Путин в России и мире
Москва

BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в секторе Газа


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Ольга Бузова

Ольга Бузова приехала в тульский пединститут



Москва

В Мособлдуме принят первый в РФ закон, регулирующий деятельность ОС при органах власти

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net