د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کووېډ ـ۱۹ ناروغۍ اخته شوی
![د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کووېډ ـ۱۹ ناروغۍ اخته شوی](https://gdb.rferl.org/c3410000-0aff-0242-5415-08d99a112c9d_w800_h450.jpg)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په کووېډ ـ۱۹ ناروغۍ اخته شوی.
دا خبر د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن ورکړی او ویلي يې دي چې په ټوله کې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی او له قرنطینه خپل کارته دوام ورکوي.
پرون د ورځې په پیل کې ویل شوي و چې امیرعبداللهیان به د روانې میاشتې په پای کې هند ته ولاړ شي چې د هند ـ ایران د ګډ اقتصادي کمېسیون په غونډه کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې د هغه کاري جدول به تغیر وکړي.
ډېری ایراني چارواکي پر کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي. په ایران کې پر کرونا ویروس د اخته شوېو کسانو شمېر نژدې شپږ میلیونه وګړو ته رسي او د کرونا له امله هم د له ۱۲۵ زره زیاتو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی.