کاپیسا کې پر زرو بې وزله کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
![کاپیسا کې پر زرو بې وزله کورنیو خوراکي توکي وویشل شول](https://gdb.rferl.org/6C413270-9D72-4D32-8541-BD7BBE1BA2FE_w800_h450.jpg)
په کاپیسا کې پر څه باندې زرو بې وزله کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
کاپیسا کې د طالبانو ځایي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دا مرستې پرون په تګاب ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام له خوا وویشل شوې.
د 'ډبلیو.اېف.پي' استازي سید کریم ازادي راډیو ته ویلي، دې مرستو کې یوه بوجۍ اوړه، یوه بوشکه غوړي او نژدې یو من دال نخود شامل وو.
ملګرو ملتونو له دې وړاندې ویلي چې د افغانستان سم نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې د ژمي په رارسېدو به دا ستونزه نوره هم جدي شي.
د طالبانو له راتګ وروسته افغانستان سره د جنیوا او جي شل په کانفرانسونو کې د څه باندې دوه میلیارده ډالرو بشري مرستې ژمنه وشوه، خو مرسته کوونکي سازمانونه دا کافي نه بولي.