بایډن ته د ۱۰۳ سازمانون لیک: د لسګونو زیانمنېدونکو افغانانو لېږد چټک کړئ
دغو سازمانونونو او ادارو چې په پراختیایي، بشري، سولې، د پناهندګۍ، کډوالۍ او مېشتېدو په چارو کې کار کوي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ته په استولي لیک کې ویلي چې ډېر دغه افغانان چې د پخواني حکومت په بېلابېلو، قضا، مدني ټولنې، رسنیو او د بشري حقونو برخو کې یې کار کاوه، اوس ګواښل کېږي.
په هغه ګډ لیک کې چې دغو سازمونونو استولی او د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشل خپور کړی، د امریکا د ولسمشر جو بایډن له ادارې غوښتل شوي چې د زیانمنېدونکو افغانانو لېږد ته لومړیتوب ورکړي او دا مساله یقیني کړي چې دوی په خوندي ډول لېږدول کېږي.
دغو سازمانونو د بایډن پر ادارې انتقاد هم کړی چې د دغو افغانانو د لېږدولو پروسه یې په جدیت مخ ته نه ده بیولې او هغې ته ېې لومړیتوب نه دی ورکړی.
په دوام کې دغه راز ویل شوي چې مخکې له دې چې ناوخته شي باید د لېږد پروسه چټکه شي.
د نړیوالې پراختیا موسسو، بشر پالو ادارو او د کډوالو د سازمانونو مشرانو دغه راز ویلي چې که سپینه ماڼۍ دغه پروسه چټه نه کړي، نو هغه به د بهرنۍ پالیسۍ او د بشري حقونو د ژمنې برخه کې د بایډن پر ادارې تور داغ وي.
دغو ادارو په استولي لیک کې د شپږو مهمو ټکو یادونه کړې. د بېلګې په توګه:
له متحدو ایالاتونو غوښتل شوي چې د افغانانو لپاره د اسانتیا برابرولو لپاره یوه همغږي کوونکې ډله جوړه کړي.
د هغو افغانانو لېږدولو ته زمینه برابره کړي چې له امریکا سره ارتباط لري یا یې خپل نژدې خپلوان په دې هېواد کې اوسي.
د سفر سندونه، ډپلوماتیک یادداشتونه او ملاتړ لیکونه دې له خطر سره مخامخ افغانانو سره شریک کړي.
له امریکا غوښتل شوي چې په مختلفو هېوادونو کې په خپلو پوځي اډو کې دې امکانات او پرسونل زیات کړي، څو د اسنادو څېړنه په کم وخت کې ترسره شي.
د ۱۰۳ ادارو او سازمانونو مشران د بایډن له ادارې دا غوښتنه داسې مهال کوي چې امریکایي جګ پوړو چارواکو تل پر دې خبرې تاکید کړی چې خطر سره هېڅ یو افغان به په افغانستان کې پرې نه ږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا ډول ژمنه د اګسټ په ۳۰مه کړې وه او ویلي و چې د افغانانو د ایستلو بهیر ته به دوام ورکړي: "موږ سخت کار کوو چې د هغو افغانانو د لېږد او ځای پرځای کولو لپاره زمینه برابره کړو چې له موږ سره یې کار کړی او له خطر سره مخامخ دي. ډېر مو ایستلي خو یو شمېر نور تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي. موږ له هغو سره د مرستې لپاره کار ته دوام ورکوو. زموږ ژمنه هېڅ ضرب الاجل نه لري."
امریکا او متحدانو یې د اګسټ د میاشتې له پنځلسمې چې طالبانو کابل ونیو، تر دېرشمې پورې یې له ۱۲۴ زرو زیات امریکایان، د نورو هېواونو اتباع او له خطر سره مخامخ افغانان د کابل له نړیوال هوایي ډګره په پوځي الوتنو کې وایستل، خو ویل کېږي چې په لسګونو زره نور افغانان چې وایي، ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي.
دغو ادارو او سازمانو د امریکا د ملي امنیت سلاکار ته په استولي لیک کې دغه راز غوښتنه کړې چې د غیر دولتي ادارو او سازمانونو د جګپوړو مشرانو او د امریکایي چارواکو ترمنځ دې یوه ګډه غونډه جوړه کړي چې نتیجه کې یې د هغو افغانانو وضعیت ته سمدستي رسیدګي وشي چې ژوند یې په خطر کې دی.