نامعلومو وسله والو ننګرهار کې د یوه جومات ملا امام وژلی
نامعلومو وسله والو نن سهار د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د یوه جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله والو نن سې شنبه سهار مهال د عبدالواحد په نوم یو دیني عالم چې د معیوبینو د جامع مسجد ملا امام و، په داسې حال کې چې د سهار د لمانځه لپاره په اوداسه بوخت و، په ډزو وواژه او له سیمې وتښتېدل.
د یوه بل خبر له مخې، نن د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو د ۲ تنو جسدونه موندل شوي چې په ونه کې راځړول شوي وو.
د ځایي خلکو په خبره، دا پېښه تېره شپه د جلال- تورخم پر لویه لار د کاریز پله ته نږدې رامنځته شوې ده.
تراوسه د وژل شوېو کسانو هویت نه دی معلوم او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی.
د دغو دواړو پېښو په اړه تراوسه د ننګرهار امنیتي مسؤلانو او چارواکو تبصره نه ده کړې.