راپورونه: د کابل دشت برچي سیمې ته نژدې چاودنه شوې
![راپورونه: د کابل دشت برچي سیمې ته نژدې چاودنه شوې](https://gdb.rferl.org/808BB666-C2DF-465D-918E-3FDEEC812591_w800_h450.jpg)
د کابل دشت برچي سیمې ته نژدې د یوې چاودنې خبر ورکړل شوی.
د دې چاودنې په اړه تراوسه کره جزییات نه شته خو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د دشت برچي په اړونده اونچي سیمه کې په دې چاودنه کې یو ټونس ډوله موټر په نښه شوی دی.
د پېښې د تلفاتو په اړه هم تراوسه جزییات نه شته.