د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو قوانینو د ښځینه مرسته رسوونکو کار ننګولی
![د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو قوانینو د ښځینه مرسته رسوونکو کار ننګولی](https://gdb.rferl.org/6A841259-E7A7-4BFF-8F1C-DB7E07CD172D_w800_h450.jpg)
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو قوانینو د ښځینه مرسته رسوونکو کارمندانو کار له ننګونو سره مخ کړی دی.
دې سازمان نن وویل، یو سند ښيي چې طالب چارواکو د اکټوبر میاشتې له ۲۸مې نېټې راهیسې یوازې په درې ولایتونو کې د مرستې رسونې ښځینه کارکوونکو ته له قید او شرط پرته د کار اجازه ورکړې ده، خو د بشري حقونو د څار د دې سازمان په وینا د هېواد تر نمايي په زیاته برخه کې ښځینه مرسته رسوونکي له جدي محدودیتونو سره مخ دي.
د بشري حقونو سازمان وړاندې وايي په بغلان کې طالب چارواکي د مرستې رسونې هېڅ ښځینه کارکوونکې ته د کار اجازه نهورکوي. همدارنګه په بامیان او دایکنډي کې یې ښځو ته ویلي چې یوازې د اړو کسانو په اړه معلومات راټولولی شي، خو د مرستې په رسولو کې کار نهشي کولای.
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا طالبانو په ۶ نورو ولایتونو کې ویلي چې د مرستې رسونې ښځینه کارکوونکو سره باید له دفتره بهر د کورنۍ محرم نارینه ملتیا وکړي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د بشري حقونو د څار سازمان پر دې راپور تبصره نهده کړې، خو تر دې مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو حق ته ژمن دي.