کابل کې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ لوبې پیلېږي
![کابل کې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ لوبې پیلېږي](https://gdb.rferl.org/283EFABA-5834-450C-9420-4D82BC041D3A_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ لوبې سبا په کابل کې پیل شي.
په دې سیالیو کې شاهین اسمایي، سیمرغ البرز، توفان هریرود، میوند اتلان، اباسين څپې او د هندوکش عقابان برخه اخلي.
ټاکل شوې ده چې نن پچه واچول شي او څرګنده شي چې کومه لوبډله له کومې یوې سره مخامخېږي.
دا لوبې لس ورځې دوام کوي.