له ازبیکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته سوداګري پيل شوه
![له ازبیکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته سوداګري پيل شوه](https://gdb.rferl.org/8AF6D78D-F4A3-4D92-AA89-476526943620_w800_h450.jpg)
له ازبیکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د تجارتي لاریو تګ پيل شو.
پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) د ازبیکستان یو شمېر مالونه له تورخمه واوښتل او له پولي سره د دې تجارتي مالونو هرکلی د پاکستان د ملي امنیت د شورا سلاکار معید یوسف وکړ.
ښاغلي یوسف په خپل ټویټر کې عکسونه خپاره کړي دي چې په تورخم کې د دې تجارتي مالونو هرکلي ته دریدلی دی.
له ازبیکستان سره د افغانستان له لارې پاکستان ته د مالونو د انتقال تړون یوه میاشت مخکې تر دې په تاشکند کې لاسلیک شوی و چې طالبان کابل ونیسي.