کابل ښار کې دوه چاودنې؛ يو تن وژل شوی او ۶ نور ټپيان دي
![کابل ښار کې دوه چاودنې؛ يو تن وژل شوی او ۶ نور ټپيان دي](https://gdb.rferl.org/c3410000-0aff-0242-47b8-08d99df08047_cx0_cy70_cw0_w800_h450.jpg)
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار لوېدیځه څنډه کې چاودنې یو تن وژلی او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د دې وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن د ۱۳مې حوزې په نقاش سیمه کې پر یوه ټونس موټر شوې او په خبرهیې ټپيانو کې مېرمنې هم شاملې دي.
په ورته وخت کې د کابل په شهید څلورلارې کې هم چاودنه شوې، خو د مرګژوبلې په اړهیې لا کره معلومات رسنیو سره نهدي شریک شوي.
د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل په کوټه سنګي کې چاودنې دوه تنه ملکیان ټپیان کړل.
له هغه دوه ورځې وړاندې ورته چاودنې یو کس وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل.
د نننۍ چاودنې مسؤلیت لا کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی، خو د تېرو دوو چاودنو مسؤلیت داعش وسلهوالې ډلې منلی و.
د کابل په لوېدیځ او ۱۳مه حوزه کې ډېر شیعه افغانان اوسېږي چې ډېر کله د داعش د بریدونو هدف وي.