روسی لوبغاړی اکمل خوژییف د امریکایي ډاکټر د وژنې په تور نیول شوی
![روسی لوبغاړی اکمل خوژییف د امریکایي ډاکټر د وژنې په تور نیول شوی](https://gdb.rferl.org/8cb28062-5ce7-4375-a7b8-e5147a2af32b_w800_h450.jpg)
د روسیې د مختلطو رزمي ورزشونو- MMA لوبغاړی اکمل خوژییف په امریکا کې د یوه ډاکټر د وژنې په تور نیول شوی دی.
۲۷ کلن خوژییف چې پر ټولنیزو رسنیو یې ځان بې واکسینه قاتل باله، د رسنیو د راپورونو له مخې تورن دی چې د متحدو ایالاتونو په اړوند ګوام قلمرو کې یې د کووېډ-۱۹ واکسین پر سر د لانجې پر سر ډاکټر میران رابیتي په چاړه وهلی او وژلی یې دی.
د راپورونو له مخې رابیتي چې د ګوام په یو روغتون کې ډاکټر و او خوژییف چې له پېښې درې میاشتې مخکې د یوه سپورټي کلپ روزونکی او وروسته له دندې لېرې شوی و، له پخوا سره پېژندل.
پاسیفیک ډیلي ورځپاڼې خبر ورکړی چې دا پېښه د نوومبر په ۷مه هغه مهال وشوه چې رابیتي او خوژییف د غرمې د ډوډۍ پر وخت کې د کووېډ-۱۹ د واکسین په مساله کې شخړه سره وکړه.
د دعوې د اسنادو له مخې د شخړې پر مهال خوژییف د رابیتي د زېندۍ کولو هڅه وکړه خو وروسته له دې چې دوو مېرمنو دوی سره خلاص کړل، خوژییف له غوښې څخه یو هډوکی راواېست او رابیتي یې څو ځلي په اورمېږ پرې وواهه.
تمه ده چې خوژییف نن د دې قضیې په تړاو محکمې ته حاضر شي.