د اتریش کمونیست ګوند به د یوه لوی ښار د چارو واګي لاس کې واخلي
د اتریش کمونیست ګوند به د ښاروالیو له انتخاباتو وروسته د لومړي ځل لپاره د یوه لوی ښار د چارو واګي په لاس کې واخلي.
د اتریش په جنوبي ښار ګراز کې د ښاروالۍ په نننیو انتخاباتو کې د اېلکې کاهر بریا اوس تقریبا قطعي شوې ده.
۶۰ کلنه مېرمن کاهر به لومړنۍ کمونیسته سیاستواله وي چې د اتریش د یوه لوی ښار مشري کوي.
هغې د سېپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې په سلو کې ۲۹ رایې وګټلې او د واکمن ګوند استازی زیګفرید ناګل یې چې د ډېرې مودې لپاره د ګراز ښارول و، مات کړ.
د اتریش کمونیست ګوند په ګراز ښار کې د هغه ائتلاف مشري کوي چې زرغون او سوسیال ډموکرات ګوندونه یې غړي دي.
دې ګوندونو پر هغه پروګرام موافقه سره کړې ده چې ۲۱ مادې لري او شعار یې دی په ګډه د نوي ګراز پر لور چې سوسیال، د چاپېریال ملګری او ډموکرات دی.