افغانستان کې د درملو د خدماتو اتحادیه: ۲میاشتو کې مو ۷ غړي تښتول شوي
![افغانستان کې د درملو د خدماتو اتحادیه: ۲میاشتو کې مو ۷ غړي تښتول شوي](https://gdb.rferl.org/9b5a36b8-da50-43b4-a76f-baba10f39b47_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د درملو د خدماتو اتحادیه وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې د دوی ۷ غړي تښتول شوي دي.
د دې اتحادیې غړو پرون اریانا نیوز ته ویلي، د طالبانو مشران دې د خصوصي سکټور د غړو د خوندیتوب لپاره جدي اقدام وکړي.
نړیوالو ادارو په افغانستان کې په وار- وار د اقتصادي رکود، وزګارتیا او د بیو د لوړېدو له کبله د انساني ناورین خبرداری ورکړی دی.