د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ واده وکړ
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ اعلان کړی چې د ژوند له ملګري عصر ملک سره یې نکاح کړې ده.
ملالې پرون د لړم په اتلسمه نېټه پر ټویټر ولیکل چې د اسلامي اصولو پر اساس یې د مختصرو مراسمو په ترڅ کې د بریتانیا په برمنګهم ښار کې نکاح وشوه.
هغې له دې پیغام سره یوځای د خپل ژوند له ملګري او د کورنۍ له غړو سره ګډ تصویرونه هم خپاره کړي دي.
د ملالې ټویټ نژدې ۲۵۹ زره لایکونه او نژدې ۱۵ زره کامنټونه اخیستي دي.
د ملالې مېړه عصر ملک د پاکستان په کرکټ بورډ کې د بزنس برخې منېجر دی.
ملاله یوسفزۍ چې په پاکستان کې یې د نجونو د تعلیم لپاره کمپاین کاوه، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې هغه مهال چې ۱۵ کلنه وه، د هغې د ښوونځي پر بس د پاکستاني طالبانو د برید پرمهال په ډزو زخمي شوه.