ایران: نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو مخه ونیسي
![ایران: نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو مخه ونیسي](https://gdb.rferl.org/EE559F92-339B-466A-9F7D-D9EB677EACFE_w800_h450.jpg)
ایران پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان کډوالو مخه ونیسي. د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي پرون سې شنبه (د لړم ۱۸مه) په تهران کې د خبري غونډې پر مهال خبرداری ورکړ که له افغانانو سره مرستې ونه شي کډوال به د اروپا په لور ورمات شي.
ښاغلي وحیدي زیاته کړه: "موږ باید څه وکړو، ولې مرستې نه کېږي، ولې یې پیسې بندې شوي دي، ولې د افغانستان له خلکو سره مرستې نه کوي داسې مرستې چې دوی هلته خوندي کړي."
وحیدي زیاته کړه، له کله چې طالبانو کابل نیولی دی، هره ورځ په زرګونو کسان له افغانستانه د ایران پر پوله وراوړي چې بیا د دې کډوالو یوه برخه د اروپا په لورځي.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت په وینا ایران اوس هم د درې نیم میلیونه افغانانو کوربه دی.