اردوغان په ترکمنستان کې د ایکو یوه سرمشریزه کې ګډون کوي
![اردوغان په ترکمنستان کې د ایکو یوه سرمشریزه کې ګډون کوي](https://gdb.rferl.org/b5aa0000-0aff-0242-541d-08d99dfa4eb7_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په ترکمنستان کې د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو په یوه سرمشریزه کې ګډون کوي.
اردوغان پرون له خپل ترکمنستاني سیال قربان قلي بردي محمدوف سره د خبرو لپاره په ترکمنستان کې و.
له بردي محمدوف سره د کتنې پر مهال اردوغان د سوداګرۍ په اړه یوه موافقه هم لاسلیک کړه چې تر ډېره پر انرژۍ راڅرخي.
دغه موافقه د کلتور او پوهنې په اړه هم ده.
د ترکیې ولسمشر خبریالانو ته وویل چې دواړه هېوادونه ژمن دي چې په خپلو کې دوه اړخیز تجارت ۵ ملیارد ډالرو ته ورسوي.
اردوغان به د ایکو سازمان د غړو هېوادونو له نورو مشرانو سره هم وګوري.