ایفنینګ سټنډرډ: له افغانستانه بریتانیا ته د ګڼو کورنیو د ایستلو چارې ځنډېدلي
![ایفنینګ سټنډرډ: له افغانستانه بریتانیا ته د ګڼو کورنیو د ایستلو چارې ځنډېدلي](https://gdb.rferl.org/9A3E6437-FC58-4367-A507-C4EE7684A4B7_w800_h450.jpg)
ډیپلومات
ډیپلومات خپرونې له تاجکستانه د افغان پيلوټانو د وتلو مسئله په یوه مقاله کې څېړلې ده. دا خپرونه د ازادي راډیو د یوه راپور په استناد لیکي چې د سې شنبې په ورځ ۱۹۱ افغانان چې پهکې ۱۴۳ پیلوټان وو له تاجکستانه په الوتکه کې متحده عربي اماراتو ته انتقال شول.
دا پيلوټان د اګسټ په نیمایي کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم تاجکستان ته تللي وو. ډیپلومات په تېرو نږدې درې میاشتو کې په تاجکستان کې د دغو پيلوټانو د ژوند په اړه لیکي چې په پيل کې دا پيلوټان د تاجکستان په جنوب کې د باختر په هوایي ډګر کې ښکته شول او دوی یې د محصلینو یوې لیلیې ته بیول بیا وروسته د پلازمېنې دوشنبې بهر یوه استراحت ځای ته ولېږدېدل.
هلته دوی پټ په پټه د موبایل ټیلیفونونو له لارې د خپل وضعیت شکایتونه کول. خپرونه لیکي چې د تاجکستان چارواکو بیا بیا د دې پیلوټانو اسناد ګرځولي، ټیلیفونونهیې ترې اخیستي او پوښتنې یې ترې کړې دي چې خپل هویت ثابت کړي.
ډیپلومات په خپلې مقاله کې د ازادي راډیو په یوه بل راپور هم استناد کړی دی چې د اکټوبر په وروستیو کې خپور شوی و او پهکې ویل شوي و چې په تاجکستان کې د افغانستان د هوایي ځواکونو غړو له سړې هوا او خراب خوراکه شکایت پهکې کړی و.
ډیپلومات بیا د تاجکستان د چارواکو خبره هم رااخیستې ده چې په هماغه ورځ چې امریکا دا پیلوټان متحده عربي اماراتو ته بیول، دوی شکایت وکړ چې د امریکا د بیروکراسۍ له امله د دې خلکو کارونه ځنډېدلي دي.
امریکایي چارواکو بیا روېټرز اژانس ته ویلي وو چې د تاجکستان چارواکو دوی ته ستونزې جوړولې چې له دغو افغان پیلوټانو سره له نږدې خبرې وکړي.
ډیپلومات د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې لیکي چې د امریکا له لوري روزل شوي افغان پیلوټان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې پر طالبانو بمبارۍ کړې دي تر بل هر چا په افغانستان کې له ډېر خطر سره مخامخ وو او دا هم څرګنده نهده چې څومره پيلوټان لاهم په افغانستان کې شته.
ایفنینګ سټنډرډ
ایفنینګ سټنډرډ خپرونې هم د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستانه د یو شمیر افغانانو د وتلو مسئله رااخیستې ده او د مرستندویه سازمانونو په وینا لیکي، په لندن کې په وروستیو کې له ډاکتر پرته د یوه افغان ماشوم د زېږېدو پېښه د دې تریخ حقیقت څرګندونه کوي چې له افغانستانه بریتانیا ته د ګڼو کورنیو د ایستلو چارې ځنډېدلې دي.
خپرونه لیکي دا ماشوم روغ دی، خو له ډاکتر پرته د ده زېږېدنه د هغو اته زره افغانانو په اړه سؤالونه پیدا کوي چې په اوړي کې له کابله وایستل شول او اکثر یې اوس د بریتانیا په بېلابېلو سیمو کې په هوټلونو کې شپې سبا کوي.
نیوزویک
د لوېدیځ بله خپرونه، نیوزویک د جمهوري غوښتونکي سناتور لېندسي ګراهام هغه خبرې رااخیستې دي چې روانه اوونۍ یې له فاکس نیوز ټلوېزیون سره وکړې.
ښاغلي ګراهام ویلي دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړې د تل لپاره د ده اړیکې له ولسمشر جو بایډن سره زیانمنې کړې دي.
نیوزویک مجله بیا لیکي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته او هلته د امریکا د پلوي حکومت تر ړنګېدو راوروسته چې طالبان واکمنان شوي، د ولسمشر بایډن د پوځیانو د ایستلو پر پرېکړې اعتراضونه شوي دي.
خپرونه وړاندې څرګندوي چې د امریکایي پوځیانو د وتلو پر مهال د اګسټ په وروستیو کې په کابل کې د چاودنې له امله چې ۱۳ امریکایي سرتېري پهکې ووژل شول او په بد او ګډوډ حالت کې له افغانستانه د خلکو د وتلو په خاطر دا انتقادونه پسې زیات شول، خو ولسمشر بیا هم له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې د امریکا اوږده جګړهیې پای ته رسولې ده.