امریکا کې د زړو یا پخوانیو عسکرو ورځ ولمانځل شوه
![امریکا کې د زړو یا پخوانیو عسکرو ورځ ولمانځل شوه](https://gdb.rferl.org/ddff52d4-b596-4b3a-b49d-fc5d26497607_w800_h450.jpg)
پرون په امریکا کې د زړو یا پخوانیو عسکرو ورځ ولمانځل شوه.
د امریکا د زړو/پخوانیو عسکرو وزیر ډنېس مکډونو د ولسمشر جو بایډن په حضور کې یو لړ مراسمو کې وویل چې د خپلواکۍ له جګړې را نیولې په افغانستان کې د امریکا تر اوږدې جګړې پورې د امریکايي پوځیانو د سرښندنو په خاطر امریکا خوندي ده.
هغه وروسته فاکس نیوز ټلوېزیون ته د افغان جګړې د پخوانیو امریکايي پوځیانو په تړاو وویل: "زموږ د افغان جګړې پخوانیو پوځیانو ته وایم چې مننه او بله دا چې ستاسو خدمتونو دا هېواد خوندي وساته. د شلو کلونو لپاره موږ بیا هغسې برید ونه لید چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر ۱۱مې مرګونې ورځ باندې وشو. نه یوازې دا بلکې موږ ولاړو او القاعده مو له منځه یوړه."
امریکا هر کال د نوومبر یوولسمه په بېلابېلو جګړو کې د امریکا لپاره د جنګېدلیو امریکايي پوځیانو د یادښت لپاره مراسم نیسي.
سږني مراسم هم د ګڼو نورو هغو په څېر د ارلینټن په ملي هدیره کې ولمانځل شول.