برما کې یوې محکمې امریکايي خبریال ډیني فینسټر په بند محکوم کړ
![برما کې یوې محکمې امریکايي خبریال ډیني فینسټر په بند محکوم کړ](https://gdb.rferl.org/0ff40000-0aff-0242-a258-08d9a42053a2_w800_h450.jpg)
په برما یا میانمار کې یوې محکمې امریکايي خبریال ډیني فینسټر په ۱۱ کاله بند محکوم کړی دی.
هغه په دې تورن شوی چې د ناسمو او پاروونکو اطلاعاتو د خپرولو نیت یې درلود.
۳۷کلن فینسټر، د میانمار د انلاین مجلې فرنټیر میانمار ایډيټر دی او مې میاشت کې هغه وخت ونیول شو چې غوښتل یې په هېواد کې تر پوځي کودتاه وروسته د رامنځته شویو ګډوډیو په خاطر ووځي.
مجلې ویلي چې هغه د کډوالۍ له قوانینو څخه په سرغړونې هم تورن شوی.
نوموړی اوس هم یوې بلې محکمې ته مخ کېږي چې د ترهګرۍ ضد قانون او د خیانت ضد قانون د تورونو سپیناوی هم وکړي.
د فرنټیر میانمار مجلې مدیر توماس کین وویل چې د خبریال ډیني فینسټر د محاکمې لپاره هېڅ اساس نشته.
امریکا متحده ایالاتونو د دغه خبریال په خوشې کولو ټینګار کړی دی.