د شمالي مقدونیا اپوزیسیون ونه توانېد حکومت راوپرځوي
د شمالي مقدونیا اپوزیسیون ونه توانېد د حکومت د راپرځولو لپاره په خپله هڅه کې بریالی شي.
دا وروسته له هغې چې په پارلمان کې د واکمن ائتلاف وکیلانو کابینې ته د 'نه باور' رایې مخه ونیوله.
دا د حکومت لپاره یوه لنډمهالې بریا ګڼل کېږي چې د ښاروالۍ په ټاکنو کې د لږو رایو د ګټلو له کبله کمزوری شوی دی.
د دې کړکېچ ژورتیا کولای شوای، شمالي مقدونیا په څرګند سیاسي بحران کې ښکېل کړي.
د اپوزیسیون ډلې، د صدراعظم زوران زایف د کابینې پر وړاندې د باور یا نه باور رایې ورکولو موضوع ته لمن وهله او ویل یې د ولسي چې ۱۲۰ سټونه لري یوازې ۶۱ رایې ګټلې دي.
خو پرون د رایې ورکولو پر مهال یوازې ۶۰ وکیلانو په جلسه کې برخه واخیسته چې دا د اړتیا وړ نصاب له شمېر چې ۶۱ وکیلانو پوره کولی شوای، یو کم و.
تر دې مخکې اپوزیسیون ویلي وو، که زوران زایف ګټونکی نه شي، دوی به هڅه وکړي، مخکې تر دې چې تر وخت مخکې ټاکنو ته لاړ شي، نوی حکومت جوړ کړي.