Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2021

د هلمندیانو د خاموشه شوي غږ لومړی تلین؛ د الیاس داعي د قتل دوسیه لاهم 'ناحله' پاتې

0
د هلمندیانو د خاموشه شوي غږ لومړی تلین؛ د الیاس داعي د قتل دوسیه لاهم 'ناحله' پاتې

نن د نومبر ۱۲مه ده چې ورسره په هلمند کې د ازادي راډیو د ځوان خبریال، محمد الیاس داعي د وژل کېدو کال پوره شو.

د داعي د کورنۍ غړي وايي، د هغه لور اوس هم د خپل پلار راتګ ته سترګې پر لار ده.

د محمد الیاس داعي کشر ورور مدثر دعوت وايي، کال واوښت، خو د ده د ورور، داعي د قتل دوسیه لا هم ناحله پاتې ده، که څه هم پخواني حکومت په دې اړه د یوه تورن کس د نیولو خبر ورکړی و او طالبانو له خپله اړخه د څېړنو ژمنه کړې وه، خو مدثر دعوت وايي تر اوسه عملي اقدام نه‌دی شوی.

دی زیاتوي: "په تېر حکومت کې هم مسؤلانو ډاډ راکاوه چې په دې اړه موږ تحقیقات کوو. په دې اړه یو کس‌یې هم نیولی و چې ګواکې د شهید داعي قاتل دی، په داسې حال کې چې هغه نه زموږ لپاره د منلو وړ و، نه هغه د ملګرو لپاره. خپله مسؤلانو چې د دولت په چوکاټ کې یې کار کاوه، دا نه‌منل چې دغه نیول شوی کس دې، د داعي قاتل وي."

د افغانستان د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۰م کال په ډسمبر میاشت کې د یوه مشکوک کس د نیولو خبر ورکړ چې د دوی په وینا د محمد الیاس داعي په وژنه کې په مستقیم ډول دخیل و. وزارت نیول شوی کس، د طالبانو غړی بللی و.

هغه وخت د هلمند چارواکو، د دغه مشکوک کس د اعتراف لنډه وېډیو هم خپره کړې وه، خو د داعي د کورنۍ غړي، نور هم­‌مسلکان او بنسټونه وايي دوی په دې اړه زیاتې پوښتنې او شکونه لري.

هغه وخت د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له خپله اړخه د تحقیقاتو ژمنه کړې وه چې بیا تر پایه‌یې نتیجه معلومه نه‌شوه.

ازادي راډیو د ذبیح‌الله مجاهد په ګډون د طالبانو ټولو ویندویانو ته د دوی د پیل شویو تحقیقاتو په اړه خپله پوښتنه ولېږله، خو یوه هم هغه ځواب نه‌کړه.

د افغانستان د ژورنالېستانو د دفاع ملي کمېټې مشر عبدالمعید هاشمي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې په دې اړه کوټلي اقدامات وکړي.

ښاغلی هاشمي وايي: "د شهید الیاس داعي د پېښې د څېړنې لپاره امارت او طالبانو ژمنه کړې وه چې حقایق به له خلکو سره شریکوو، خو له بده مرغه نه تېر حکومت  او نه اوسني حکومت د هغه د وژنې په اړه له موږ سره داسې کوم راپور شریک کړی چې هغوی دې مجازات شوي وي، یا یې عاملان په ګوته شوي وي. زموږ غوښتنه دا ده که د تېر حکومت په وخت کې د تخلف پېښې وې، د هغوی عاملانو ته دې هم سزا ورکړل شي او د تاوتریخوالي کومې پېښې چې د طالبانو په حکومت کې شوي، دغه عاملان دې هم د قانون منګولو ته وسپاري او مجازات دې شي."

د طالبانو د حکومت د هلمند د والي ویاند حافظ رشيد هلمندی وايي، د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د تېر حکومت د کنټرول په ساحه کې وژل شوی چې د ده په وینا د وژنې مسؤلیت‌یې تېر حکومت ته ورګرځي.

ښاغلی هلمندی وايي: ​"د دې موضوع په اړه موږ ته ډېر معلومات نه‌کېږي، په دې خاطر چې دا زموږ په ساحه کې نه‌ده پېښه شوې. دا د [تېر] حکومت په ساحه کې پېښه شوې، دوی ته معلومات کېږي چې دا قضیه څنګه وه، که پېښه زموږ تر ولکې لاندې ساحه کې کېدای، بیا موږ ته معلومات کېدل."

هلمند د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې طالبانو یې په تېرو ۲۰ کلونو کې پر ځینو برخو کنټرول درلود او په مرکز لښکرګاه کې یې د ګڼو حملو او هدفي وژنو مسؤلیت منلی دی.

د ۲۰۲۰م کال د نومبر پر ۱۲مه د محمد الیاس داعي تر وژنې وروسته د طالبانو ځینو پلویانو پر دې پېښه خوښي ښوولې وه. که څه هم د طالبانو رسمي ویاندویانو د دې پېښې مسؤلیت ونه‌مانه، خو دا پېښه‌یې ونه‌غندله.

بریالي رحیمي کلونه کلونه په هلمند او کندهار کې د خبریال په توګه کار کړی او په دې باور دی چې طالبان به د محمد الیاس داعي د وژنې په څېر زیاتې قضیې ونه‌څېړي.

ده زیاته کړه: ​"د خبریالانو وژنې او بد چلند په اړه ټولې دوسیې به اوس تړل شوې وي. اوس به داسې څوک هلته پاتې نه‌وي چې دا دوسیې وڅېړي او په اړه‌یې اقدامات وکړي."

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو او ورور یې مجتبی محمدي سخت ټپي شو. 

مجتبی محمدي وايي، د ورور نه‌موجودیت یې له یوه کال راهیسې احساسېږي. 

محمدي وایي: ​"که رښتیا درته ووایم په کور کې، له مور څخه نیولې تر ما، د داعي صاحب تر مېرمنې او د هغه تر لور [مهرباني] پورې چې تر اوسه په ډېرو مسایلو نه‌پوهېږي، بیا هم کله کله وايي: بابا راسه، بابا راسه؛ زموږ لپاره ملا ماتوونکی حالت دی. موږ چې هر څومره یو بل ته غېږه ورکړو، یو بل سره خوشحاله وساتو، لا هم زموږ په زړونو کې هغه درد شته."

محمدي وايي، د داعي لور مهرباني اوس هم په تمه ده چې یوه ورځ به‌یې پلار له دروازې کور ته راننوځي.  

د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د سازمان سرپرستې اجرائیه رئیسې کیلو چاو (Kelu Chao) د داعي د مړینې د لومړي تلین په مناسبت د دغه سازمان پر یوه یادګاري دېوال د محمد الیاس داعي د عکس د ورزیاتېدو پر مهال داعي یو زړور خبریال یاد کړ.

دې وویل: ​"موږ، د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې لپاره، د داعي پر فداکارۍ او استثنايي کار ډېر ویاړو. هغه د خپل هېواد افغانستان په اړه راپور ورکولو ته ډېر لېوال و. هغه زموږ مأموریت په یوه نمونه بدل کړ. هغه نه‌یوازې د افغانستان د هیلې او د افغانانو د کړاو روایت کوونکی و، بلکې په ډېره زړورتیا یې د طالبانو په اړه هم راپور ورکاوه. هغه د افغانستان د کلتور د روښانتیا په اړه هم اورېدونکو او لوستونکو ته راپورونه ورکول.هغه کلتور دی چې دی خپله ورته ډېر ژمن و."

د داعي لومړی تلین داسې وخت پوره کېږي چې پر افغانستان طالبان واکمنان شوي او د بیان ازادي، د ازادو رسنیو فعالیت او د ژورنالېستانو کارونه محدود شوي دي.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل وايي: "له یوې خوا افغان ژورنالېستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، دوی خپلې دندې له لاسه ورکړي، ډېرو یې شاقه کارونو ته مخه کړې ده. هغه کسان چې اوس هم په دنده بوخت دي، نه‌یوازې یې معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي، بلکې اطلاعاتو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخامخ دي، چارواکي دوی ته د پېښو او موضوعاتو په اړه پر وخت معلومات نه‌شریکوي."

په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ازادې رسنۍ او د بیان ازادي ښوول کېدله چې د څارونکو په باور اوس دا لاسته راوړنې په اوبو د لاهو کېدو په حال کې دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره اطلاعاتو ته د نه‌لاسرسي ترڅنګ خبریالان له فزیکي تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

د تېرو څه باندې ۲۰ کلونو په دې اوږده مزله کې هم د رسنیو کارکوونکي او ژورنالېستان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د افغانستان د ژورنالېستانو د دفاع ملي کمېټې مشر عبدالمعید هاشمي وايي، دوی د ژورنالېستانو د ربړونې او وژنې په لسګونو قضیې ثبت کړي.

ښاغلي هاشمي وویل: ​"د افغانستان د ژورنالېستانو د دفاع ملي کمېټه هغه ۷۵۰ قضیې چې له تېر دولت څخه پاتې وې چې په تېرو ۲۱ کلونو کې ۱۰۰ ژورنالېستان شهیدان شوي، پاتې نورې یې د تاوتریخوالي يېښې وې، له بده مرغه د ډاکتر اشرف غني د حکومت تر وروستیو پورې لویه څارنوالي او ستره محکمه او امنیتي ارګانونه ونه‌توانېدل چې معافیت ختم او عاملان مجازات کړي. له اسلامي امارت نه هیله کوو چې دغه معافیت ته د پای ټکی کېږدي."

د افغانستان د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې د نومبر پر دوهمه چې د ژورنالېستانو پر وړاندې د مجازاتو د معافیت د ختمېدو نړیواله ورځ وه، په یوه اعلامیه کې وویل: "د ۲۰۲۰م کال له نومبر میاشتې په افغانستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور د تاوتریخوالي له بېلابېلو بڼو سره مخامخ شوي دي."

د دې کمېټې په خبره پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو پر مهال هم د یوه خبریال د وژل کېدو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷ قضیې ثبت شوې دي.

د هلمند ځینو اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، له یوه کال راهیسې چې محمد الیاس داعي وژل شوی، داسې احساسوي لکه د دوی ټولو غږ چې خاموشه شوی وي او نور د هلمند د خلکو د زړه خبرې هسې چې داعي تر ټول افغانستان او نړۍ رسولې، د چا تر غوږونو، نه‌رسېږي.






Загрузка...


Губернаторы России
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом


Спорт в России и мире
Москва

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Козлов: Россия и КНДР прорабатывают возможность запуска прямых рейсов





Путин в России и мире
Москва

ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА. ПРО НАУКУ АКТИВНОЙ ВСЕЛЕННОЙ. ЭКСПЕРТ АНАТОЛИЙ ГОЛОД.


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Григорий Лепс

StarHit: Лепс приехал на премию МУЗ-ТВ с невестой, 18-летней студенткой МГИМО



Москва

Ураган «Эдгар» в Перми прошел в виде ливня и сухого шквала

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net